اخوان المسلمون يو معاصر اسلامي غورځنگ دى، چې په ۱۹۲۸ز كال د مصري مفكر علامه حسن البنا په لاس په مصر كې د بنسټ ډبره كېښودل شوه.

اخوان المسلمون
الإخوان المسلمون (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
نښان
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وېب‌رنګ کوډ
009900 ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
هېواد
 مصر ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
دین
نور اړين مالومات
برخې
جوړښت
بنسټګر
نور مالومات
وېب‌پاڼه
  1. Redirectسياسي ګوند مالوماتبکس

دا غورځنگ د نړېوالو اسلامي غورځنگونو پلار گڼل كېږي، ځكه زياتره اسلامي غورځنگونه له همدې اسلامي غورځنگ څخه سرچينه اخلي، او يا هم له همدې غورځنگ څخه په خپلو اداري، سياسي، او ټولنيزو چارو كې پلي كوي. دا غورځنگ د نړۍ په ۷۲ هېوادو كې خپور دى، چې پدې هېوادو د شپږو لويو وچو عربي، اسلامي او كفري هېوادونه شامل دي.

د دعوت مفكوره

 
د غورځنگ مشر حسن البنا

د اخوان المسلمون غورځنگ يو سوچه اسلامي غورځنگ دى، چې يواځينۍ موخه يې د قرآن او سنتو پلي كول د دولت په چارو كې، او د يو اسلامي دولت جوړونه، ددې غورځنگ له اشعارو څخه دا دي، چې الله زموږ مقصد ، رسول زموږ لارښود ، قرآن زموږ دستور، جهاد مو لار، او د الله تعالى په لار كې مرگ زموږ غوښتنه ده، . دارنگه د ۲۰ په شاوخوا كې اصول لري، دا اصول د لومړني مشر (حسن البنا) لخوا وضع شوي، چې د (شلو اصولو) په نامه يادېږي. ددې ډلې د افكارو د روښانه كولو لپاره د (رسائل حسن البنا) كتاب د يادولو وړ دى، همدا ډول سيد قطب هم ځينې ليكنې كړي، د حسن الهضيبي (دعاة لا قضاة) كتاب هم د يادولو وړ دى. همدا ډول يې ګڼ شمېر كتابونه په سياسي او اقتصادي چارو كې ليكلي، دې ډلې كوم ځانگړی فقهي مسلك ندی جوړ كړې، بلكه د اهل سنت او جماعت په پل روان دي.

د غورځنگ د سر مشران

د غورځنگ نامتو غړي

    • سيد قطب : د غورځنگ يو له مهمو مفكرينو څخه دى.
    • يوسف القرضاوي: په نني پير كې د غورځنگ يو له مهمو اسلامي پوهانو څخه دى.

تاريخ

د اخوان المسلمون غورځنگ د ځوانانو د غورځنگ په څېر رامنځته شو، چې د ټولنيزې اصلاح لپاره سر په كار شو. ددې غورځنگ بنسټ د حسن البنا په لاس د خپل كوچنيوالي ملگري احمد السكري سره يوځاى په ۱۹۲۸ز كال كېښود. او د شلمې پېړۍ په درېيمه لسيزه كې دې غورځنگ ته سياسي كارونه هم ور علاوه شول، او په ۱۹۳۹ز د هېواد له رسمي گوندونو څخه وشمېرل شو. ..........


سرچینې