محمد بدیع

مصری سیاستوال

دکتور محمد بدیع په کال ۱۹۵۹ م کې د سلیمان النجار په بلنه د اخوان غړیتوب ترلاسه کړ او په دې لار کې یې ډیرې قربانۍ ورکړې دي چې څلور کرته زندان ته هم تللی دی.

ژوند سمول

زده کړې سمول

سیاسي ژوند سمول

په ۱۹۶۵ م کال د استاذ سید قطب سره یو ځای ونیول شو او په ۱۵ کاله بند محکوم شو چی یو کال د شهید سید قطب سره په یوه خونه کې وو، تر ۹ کاله زندان وروسته بیرته خوشې شو. بیا په ۱۹۹۸ م کې د دوهم ځل لپاره ونیول او د ۷۵ ورځو بند نه وروسته خوشې شو. د دریم ځل لپاره په ۱۹۹۹ م کې یو ځل بیا ونیول شو او د مصر نظامي محکمې په پنځه کاله بند محکوم کړ چې د څه کم څلور کاله بند تیرولو نه وروسته را خلاص شو. نوموړی په وروستي ځل د مصر د سیمه ایزو ټاکنو په مهال یو ځل بیا زندان ته ولیږدول شو او د یوې میاشتې بند نه وروسته خوشې شو. نوموړی د ۱۹۹۶م کال نه راپدیخوا د مکتب ارشاد (چې د اخوان تر ټولو لوړه مرجع ده) غړی وو. دوکتور محمد بدیع عبدالمجید سامي په طب کې دوکتورا لري خو په دیني علومو کې هم ډیر وړاندې دی او د یوې څیړنې له مخې د عربي نړۍ په ۱۰۰ نامتو عالمانو او پوهانو کې ګڼل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د اخوان المسلمين نړیوال ا سلامي خوځښت، چې اوسمهال شاوخوا ۸۰ هېوادونو کې منظم فعاليت او دعوتي کار لري، د نړول شوي اسلامي خلافت د بېته قايمېدو او مسلمانانو د برم د اعادې او نړیوالو ته د اسلام د هر اړخيز او شامل فهم د رسولو په موخه په ۱۹۲۸ م کال کې تاسيس شو، چې لومړنی مرشدعام او بنسټګر يې امام حسن البناء و، چې په ۱۹۴۹ م کال د نړيوال استعمار او مصري ګوډاګي حکومت په ګډه توطيه په شهادت ورسېد، تر هغه وروسته استاد حسن الهضيبي، استاد عمر التلمساني، استاد حامد ابو النصر، استاد مصطفی مشهور، استاد مامون الهضيبي او استاد محمد مهدي عاکف يې د مرشد عام په توګه پاتې شوي دي، چې اوس مهال دغه دروند مسوليت دوکتور محمد بدېع عبدالمجيد سامي ته ور په غاړه شو. نوموړي ته د اسلامي دعوت په لاره کې بریالیتوب او د خدمت توفیق غواړو

تړلې لیکنې سمول

اخوان المسلمین

سرچینې سمول