کرټ وانېګټ
کرټ وانېګټ جونیر (زوی) (زوکړه د ۱۹۲۲ ز کال د نومبر ۱۱مه – مړینه د ۲۰۰۷ ز کال د اپرېل ۱۱مه) یو امریکایی لیکوال و چې د خپلو کمېډي او تور طنز ناولونو له امله نامتو دی. له پنځوسو کلونو څخه د اوږده مسلکي ژوند په اوږدو کې هغه څوارلس ناولونه، درې د لنډو کیسو ټولګې، پنځه ډرامې، او پنځه غیر افسانوي آثار خپاره کړل. د ده نورې ټولګې د هغه له مړینې وروسته خپرې شوې دي.[۴]
کرټ وانېګټ | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | |
مړینه | نيويارک [۳] |
استوګنځای | نيويارک (–۱۱ اپرېل ۲۰۰۷) |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
رکن | امریکا د هنرونو او ادبیاتو اکاډمي ، د امریکا د هنرونو او پوهنې اکاډمي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | امریکايي انګرېزي |
کاروونکي ژبه | |
کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون |
مؤثر | جورج اوروېل |
خوځښت | اتيزم ، بشرپالنه |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | دويمه نړېواله جګړه |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
وانېګټ په انډیاناپولیس کې زیږېدلی او لوی شوی دی. هغه په کورنېل پوهنتون کې شامل شو مګر د ۱۹۴۳ز کال په جنوري کې یې پرېښود او د متحده ایالاتو په پوځ کې شامل شو. د هغه د روزنې د یوې برخې په توګه د کارنېګي ټکنالوژۍ انسټیټیوټ (اوس د کارنېګي مېلون پوهنتون) او د ټېنېسي پوهنتون کې د مېخانیکي انجینرۍ زده کړې وکړې. هغه بیا په دویمه نړیواله جګړه کې اروپا ته واستول شو او د بلج په جګړه کې د جرمنیانو لخوا ونیول شو او په ډرېسډن ښار کې ساتل کېده. هغه د ښار د قصاب خانې د غوښې په تالار کې چې هغه پکې بندي و د متحدینو (امریکا او برتانیا) له بمبارۍ څخه ژوندی ووت. له جګړې وروسته هغه د جېن ماري کاکس سره واده وکړ چې درې ماشومان یې ورڅخه درلودل. همدارنګه یې د خپلو خوریېګانو سرپرستي وروسته له هغه په غاړه واخیسته چې خور یې د سرطان له امله مړه شوه او مېړه یې هم د اورګاډي په پېښه کې ووژل شو. هغه او مېرمنې یې دواړو د شیکاګو پوهنتون کې زده کړې وکړې، پداسې حال کې چې هغه د سیټي نیوز دفتر لپاره د شپې خبریال په توګه کار کاوه.
وانېګټ خپل لومړنی ناول پلېیر پیانو په ۱۹۵۲ز کال کې خپور کړ. دا ناول له ارزونې څخه بریالی ووت خو هغه وخت په سوداګریزه توګه بریالی نه شو. په راتلونکو نورو شلو کلونو کې هغه ډېری داسې ناولونه خپاره کړل چې ښه وځلېدل، چې دوه یې (د سایرنز آف ټایټان [۱۹۵۹] او دَ کټ کرېډل [۱۹۶۳]) د غوره ساینس فېکشن (علمي تخیلي ژانر) یا د کال غوره افسانوي ناول لپاره د هوګو جایزې لپاره نوماند شوي وو. هغه په ۱۹۶۸ز کال کې د بیزو کور ته ښه راغلاست تر سرلیک لاندې د لنډو کیسو ټولګه خپره کړه. د هغه بریا او پرمختګ په سوداګریزه او کتنیزه توګه د هغه بریالي شپږم ناول، سلاټرهاوس-فایو (۱۹۶۹) و. د ویتنام روانې جګړې پرمهال د کتاب د جګړې ضد احساساتو د خپلو لوستونکو تر منځ انګازې واچولې، او د هغې بیاکتنې په ټوله کې مثبتې وې. سلاټر هاوس- فایو له خپرېدو سره سم د نیویارک ټایمز د غوره پلورونکي لېست په سر کې راغی او وانېګټ یې نامتووالي ته ورساوه. هغه د هېواد په ګوټ ګوټ کې ویناوو، لکچرونو او د پرواګرامونو د پیل لپاره رابلل کېده او ډېرې جایزې او ویاړونه یې ترلاسه کړل.
وانېګټ وروسته د خپل مسلکي ژوند په اوږدو کې څو د ژوندلیک مقالې او د لنډو کیسو ټولګې خپرې کړې، لکه د فېټز وُرس دن ډِث (۱۹۹۱) او اَ مَن وېتَوټ اَ کنټري (۲۰۰۵). له مړینې وروسته هغه د یو خورا مهم معاصر لیکوال او په امریکایی ټولنه کې د تور طنز مبصر په توګه پېژندل شوی. د هغه زوی مارک وانېګټ په ۲۰۰۸ ز کال کې د ده ناچاپي آثارو ټولګه د آرماګېدون اِن رېټروسپېکټ تر نوم لاندې چاپ او خپاره کړل. په ۲۰۱۷ ز کال کې سېون سټوریز خپرندویه ټولنې کمپليټ سټوریز یا بشپړې کیسې، د پنځه پخوانۍ ناچاپ شوو کیسو په ګډون د وانېګټ د لنډو افسانو ټولګه خپره کړه. کمپلیټ سټوریز د وانېګټ ملګرو او پوهانو جېروم کلېنکووېټز او ډن وېکېفیلډ لخوا راټولې شوې او وړاندې شوې. په ګڼ شمېر علمي اثارو کې د وانېګټ لیکنو او طنزونو باندې کتنې ترسره شوې دي.
ژوندلیک
سمولکورنۍ او د ژوند لومړني وختونه
سمولکرټ وانېګټ جونیر (زوی) د ۱۹۲۲ز کال د نومبر په ۱۱مه په انډیاناپولیس کې زیږېدلی دی، د کرټ وانېګټ سینیر (پلار) او د هغه د مېرمنې اېډېث (نی لایبر) له دریو ماشومانو څخه تر ټولو کوچنی و. د هغه مشر ورور برنارډ (زوکړه ۱۹۱۴ز کال) او خور الیس (زوکړه: ۱۹۱۷ز کال) وو. هغه د هغو آلماني مهاجرینو څخه و چې د نولسمې پېړۍ په نیمایي کې په متحده ایالاتو کې مېشت شوي وو. د هغه پلرنی نیکه کلېمېنز وانېګټ په انډیاناپولیس کې مېشت شو او د وانېګټ سامان آلاتو شرکت بنسټ یې کېښود. د هغه پلار او نيکه برنارډ دواړه د ودانیو مهندسین وو؛ د کرټ سینیر په مشرۍ د مهندسۍ شرکت داسې ودانۍ ډیزاین کړې لکه ډس ډُوېچه هاوس (اوس د "اتینیَم" په نوم یادېږي)، د بېل ټلېفون شرکت انډیانا مرکزي دفتر او د فلېچر ټرسټ ودانۍ. د وانېګټ مور د انډیاناپولیس په شتمنو خلکو کې زیږېدلې وه ځکه چې د هغې کورنۍ لایبرز د ښار له تر ټولو بډایه خلکو څخه وو چې د دوی شتمني د بیرو جوړولو بریالي کاروبار څخه لاس ته ورتله.[۵][۶]
د وانېګټ مور او پلار دواړه د آلمانۍ ژبې روان غږېدونکي وو مګر د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال او وروسته د جرمني پر وړاندې ناوړه احساس د دې لامل شو چې دوی د متحده ایالاتو هېواد پالنې ښوودلو لپاره جرمن کلتور پرېږدي. په دې توګه دوی وانېګټ ته جرمني ژبه یا د جرمني ادبیاتو او دودونو زده کړه نه وه ورکړې چې له دې امله هغه په دې برخه کې د "ناپوه او بې رېښې" احساس کولو. وانېګټ د هغه د ژوند په لومړۍ لسیزه کې د هغه د کورنۍ افریقایي - امریکایۍ پخوونکې او د کور ساتونکې آیډا یانګ ته د هغه د روزلو او ارزښتونو ور زده کولو ویاړ ورکړ. هغه ویلي دي چې هغې "ده ته ښه اخلاقي ښوونه او روزنه ورکړه او له ده سره یې خورا ښه رویه درلوده" او "په ده باندې یې تر ټولو ښه اغیز کړی". ده هغه د "زړه سواندې او هوښیارې" په توګه بیان کړې او زیاتوي چې "د نوموړي د خواخوږیتوب او بښنې اړخونه" له هغې څخه راغلي دي.[۷][۸][۹]
مالي امنیت او ټولنیزه هوساینه چې د وانېګټ کورنۍ هغه مهال ترې خوند اخیست په یو څو کلونو کې له منځه ولاړل. د لایبرز بیر جوړولو فابریکه په ۱۹۲۱ز کال کې په شرابو باندې د بندیزونو له راتګ وروسته وتړل شوه. کله چې ستر اقتصادي بحران راغی نو کمو خلکو د ودانیو جوړولو وړتیا درلوده چې په دې توګه د کرټ سینیر (پلار) د مهندسۍ په شرکت کې د پیرودونکو د کمښت لامل شو. د وانېګټ ورور او خور خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې په خصوصي ښوونځیو کې پای ته رسولې وې، خو وانېګټ د نمبر ۴۳ عامه ښوونځي (اوس د جېمز وېټ کامب رایلي ښوونځي) په نوم په یو دولتي ښوونځي کې شامل شو. هغه له ستر بحران څخه وځورېد او د هغه مور او پلار دواړه د دوی د اقتصادي بدمرغۍ له امله په ژوره توګه اغیزمن شول. د هغه پلار له عادي ژوند څخه لاس واخیست او په هغه څه بدل شو چې وونګوت د "خوبونو هنرمند" بولي. د هغه مور غمجنه، غَلې، تریخه، او ناوړه رویه غوره کړه. هغې د کورنۍ د شتمنۍ او حیثیت د بېرته تر لاسه کولو لپاره کار وکړ او وانېګټ ویل چې هغې د خپل مېړه څخه داسې کرکه څرګنده کړه چې "د هایدروکلوریک اسید په څېر سېځونکې وه". هغې د لنډو کیسو د پلورلو ناکامه هڅه تر سره کړه چې هغې د کولیر، دَ سټرډې ایوننګ پوسټ مجلې او نورو مجلو ته لیکلې وې.[۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]
د لېسې او کورنېل پوهنتون دوره
سمولوانېګټ په ۱۹۳۶ز کال کې د انډیاناپولیس په شورټرېج لېسه کې شامل شو. په داسې حال کې چې هلته، هغه د ښوونځي په ډله کې کلارینټ (د موسیقي یوه آله) غږاوه او د ښوونځي ورځپاڼې د سه شنبې په ورځ د دَ شارټریج اېکو لپاره د ماډېلین پیُو سره ګډ مدېریت کاوه. وانېګټ ویل چې د اېکو سره د هغه کاري دوره هغه ته دا وړتیا ورکړه چې د یوه ښوونکي پر ځای د لوی شمېر اورېدونکو (د هغه ملګرو زده کوونکو) لپاره لیکل وکړي، هغه وویل چې"په زړه پورې او اسانه" تجربه وه. وانېګټ ته څرګنده شوه چې “دا یوازې څرګنده شوه چې زه کولای شم د ډېرو نورو خلکو په پرتله ښې لیکنې وکړم". "هر سړی یو څه لري چې هغه په اسانۍ سره کولای شي او تصور نشي کولای چې ولې بل څوک د هغه په کولو کې دومره ستونزې لري."[۱۴][۱۵]
سرچينې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118770306 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ http://www.nytimes.com/2007/04/11/books/11cnd-vonnegut.html?_r=2&hp&oref=slogin&oref=slogin
- ↑ پیوستون : 118770306 — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ "Kurt Vonnegut". Britannica (په انګليسي). نه اخيستل شوی 26 April 2022.
- ↑ Boomhower 1999; Farrell 2009, pp. 4–5.
- ↑ Marvin 2002، م. 2.
- ↑ Marvin 2002, p. 2; Farrell 2009, pp. 3–4.
- ↑ Marvin 2002, p. 4.
- ↑ Sharp 2006, p. 1360.
- ↑ Marvin 2002, pp. 2–3.
- ↑ Sharp 2006, p. 1360; Marvin 2002, pp. 2–3.
- ↑ Boomhower 1999.
- ↑ Sharp 2006, p. 1360.
- ↑ Boomhower 1999; Farrell 2009, pp. 4–5.
- ↑ Boomhower 1999.