بشر دوستي یا بشرپالنه (Humanism) یو فلسفي دریځ دی چې د انسان په فردي او ټولنیزې وړتیا او ادارې ټینګار لري او انسان د جدي اخلاقي او فلسفي پلټنې د پیل ټکی ګڼي.

د "بشردوستۍ یا بشرپالنې" د اصطلاح معنا هغو یو پر بل پسې فکري خوځښتونو ته په کتو سره بدله شوې، له کومو سره چې پېژندل شوې ده. په ټولیز ډول، دغه اصطلاح د انساني سوکالۍ پر تمرکز راڅرخي او د بشري ازادۍ، خپلواکۍ او پرمختګ ملاتړ کوي. انسانیت د افرادو د ارتقاء او پرمختګ مسؤول ګڼي، د ټولو انسانانو د مساوي او ذاتي کرامت پلوي کوي او له نړۍ سره په اړیکه کې د انسانانو پر اهمیت ټینګار لري.

د ۲۰مه پېړۍ کې له پیلېدو سره، بشرپال خوځښتونه معمولاً غیر مذهبي او له سیکولرېزم سره همغاړي وو. ډېر کله بشرپالنه پر خدای د باور نه لرلو نظریې ته، چې پر انساني رول او ادارې تمرکز لري، اشاره لري او د نړۍ پېژندنې لپاره له یوې آسماني سرچینې څخه له وحې او الهام پرته پر عقل او علم تکیه لري. بشرپالونکي لېوالتیا لري چې د بشري حقونو، د بیان ازادۍ، مترقي سیاستونو او ډیموکراسۍ دفاع او ملاتړ وکړي. څوک چې بشرپال نړۍلید لري، پر دې باور دي چې دین د اخلاقو مخ‌شرط نه دی او له زده کړو او دولت سره د دین پر زیاته ښکېلتیا نیوکه لري. د بشرپالو یا هیومنستانو په اند، انسانان کولای شي خپل ارزښتونه په خپله وټاکي او ښه او معنادار ژوند وکړي.

په لوېدیځ کې د بشرپالو نظریو ریښې تر ډېره د لرغوني یونان فلسفې ته رسېږي، چې لومړیتوب په کې انساني اخلاق دي، خو ترڅنګ یې په لرغونې نړۍ کې هر ځای ورته مفاهیم او نظریات بیان شوي وو چې د بېلګې په توګه یې لرغونی هند، ناروې، سويلي افریقا او چین یادولی شو. د اروپا د رنسانس پر مهال د یونان په کلاسیکو ادبیاتو کې لېوالتیا بیا نوې شوه او بشرپال نظریات د تکامل یا بشپړوالي په حال کې شول. د روشنګرۍ په دوره کې په علومو، ټکنالوجۍ او فلسفه کې پرمختګ، د نړۍ سیکلولر مفکورو او نظریو ته وده ورکړه او په ۱۹مه پېړۍ کې یې ګڼ شمېر عقلاني او اخلاقي ټولنې او خوځښتونه رامنځته کړل چې ځینو یې له یو ځای کېدو او ادغام سره په ۲۰مه پېړۍ کې سېکولر بشرپالې ټولنې رامنځته کړې.

د بشرپالنې ډولونه سمول

د ۲۰مې پېړۍ لومړیو طبیعت‌پالو، چې خپلې بشرپالنې ته یې د یوه دین په سترګه کتل او کلیسا ته ورته غونډو کې یې ګډون کاوه، د "مذهبي بشرپالنې" اصطلاح وکاروله. مذهبي بشرپالنه تر ډېره په متحده ایالاتو کې راڅرګنده شوه او اوس لږ کارېږي. د امریکا بشرپاله ټولنه (American Humanist Association) هم له دیني بشرپالنې راپورته شوې ده. د دوستانو مذهبي ټولنې (Quakers) په څېر، مذهبي ډلو هم ورته اصطلاح د خپلو ځانونو لپاره کارولې، خو په دغو مواردو کې دغه صطلاح بیا په ناسم ډول کارېږي.

وروسته بیا د "رنسانس بشرپالنې" اصطلاح د کلتوري او زده کړه‌ییزو اصلاحاتو یوه دود ته ورکړل شوه او د مدني او روحاني مشرانو، کتاب راټولوونکو، روزونکو او لیکوالانو له خوا سره ښکېل شوه، کوم چې د ۱۵مې پېړۍ په وروستیو کې د umanisti (بشرپالونکو) په نوم یاد شول. په ۱۴مه پېړۍ او د ۱۵مې پېړۍ په لومړیو کې یې زیاته پراختیا وموندله. په داسې حال کې چې د عصري بشرپالنې ریښې رنسانس ته رسېدای شي، خو "رنسانس بشرپالنه" ډېر توپیر ورسره لري.[۱][۲]

نور اصطلاحات چې په نوم کې یې "بشرپالنه" شته، په لاندې ډول دي:

  • "مسیحي بشرپالنه": د منځنیو پېړیو په وروستیو کې یو تاریخي جریان و، چې په کې مسیحي پوهانو مسیحي عقیده له کلاسیکې لرغونې زمانې سره له لېوالتیا او د انسان پر سوکالۍ له تمرکز سره ګډه کړه.[۳]
  • "سیاسي بشرپالنه": دغه اصطلاح د مارکسیزم او کمونیز په څېر سیاسي غورځنګونو د تشریح لپاره کارېږي. که څه هم، له ۲۰مې پېړۍ سره تړلي دولتونه او خوځښتونه د بیان ازادۍ او سیاسي مخالفتونو ته ارزښت نه ورکاوه.[۴]
  • "اخلاقي بشرپالنه": د اخلاقي کلتور یوه مترادفه اصطلاح ده، چې د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې په متحده ایالاتو کې مشهوره وه او د انسانانو ترمنځ پر اړیکو تمرکز لري.[۵]
  • "علمي بشرپالنه": د بشرپالنې د یوې برخې په توګه پر علمي مېتود یا تګلاره پر باور ټینګار لري، لکه د جان دیویي او جولیان هاکسلي په اثارو کې. تر ډېره له سیکولر بشرپالنې سره مترادفه ده.[۶]
  • "سېکولر بشرپالنه": دغه اصطلاح د ۲۰مې پېړۍ په منځ کې جوړه شوه. دغه اصطلاح په لومړیو کې د بشرپالنې د سپکولو یوه هڅه وه، خو د ځینو بشرپالو ټولنو له لوري ومنل شوه. دا هم له معاصر بشرپال خوځښت سره مترادفه ده.[۷][۸]

بشرپال سازمانونه سمول

بشرپال سازمانونه په ګڼو هېوادونو کې شته دي. نړیوال بشرپال (Humanists International) یو نړیوال سازمان دی. د انګلیستان بشرپال یا Humanists UK (چې په خوا د بریټانیا بشرپاله ټولنه وه) او د امریکا بشرپاله ټولنه په کې دوه تر ټولو پخواني بشرپال سازمانونه دي.[۹]

لندن ميشتی د انګلیستان بشرپال یا Humanists UK سازمان شاوخوا ۲۸۰۰۰ غړي لري او د خپلو عملیاتي لګښتونو لپاره تر یو میلیون پونډه زیاته بودجه لګوي. په دغه سازمان کې د ریچارډ داوکینز، برایان کاکس، سلمان رشدي، پولي توینبي او سټیفن فرای په څېر مخکښې څېرې یې هم غړیتوب لري چې تر ډېره په عامو بحثونو کې پر ګډون، د عقل، علم او سیکولریزم پر ملاتړ او پر عقیده ولاړو پروګرامونو او بنسټونو د دولتي بودجې لګولو سره پر مخالفت سره مشهور دي. د انګلیستان بشرپال یا Humanists UK سازمان د ودونو، د نومونې غونډو، بلوغ او جنازو لپاره غیر مذهبي مراسم تنظیموي. د سټیفن لاو په وینا، مراسم او مذهبي دود او دستور زموږ په کلتور کې ځای لري ځکه هغه له انسانانو سره مرسته کوي چې پر ګډونوالو د جادویي اغېز لرلو پر ځای هغوی خپل احساسات څرګند کړي.[۱۰][۱۱][۱۲]

د امریکا بشرپاله ټولنه په ۱۹۴۱م له مخکینیو بشرپالو ټولنو څخه جوړه شوه. د بشرپال (The Humanist) په نوم د دغه سازمان مجله د یوې پخوانۍ نشریې هیومنېست بولیټن (The Humanist Bulletin) ادامه ده. په ۱۹۵۳ز کال کې د امریکا بشرپالې ټولنې (AHA) د "کال بشرپال" په نوم جایزه رامنځ ته کړه څو د علم دود وونکو او ملاتړو افرادو نمانځنه او درناوی وکړي. څو لسیزې وروسته، دا یو خورا پېژندل شوی سازمان شو چې د سقط جنین یا اولاد لرې کولو د حقوقو او له تبعیض پالو سیاستونو سره د مخالفت لپاره پرمختللي کمپاینونه یې پیل کړل او بالاخره په ۱۹۸۰مه لسیزه کې د مذهبي حق موخه وګرځېد. مخکښو اکاډمیکو غړو او نامتو شخصیتونو په "بشرپال" یا The Humanist کې خپل اثار خپاره کړل او له AHA سره یو ځای شول او رهبري یې کړه.[۱۳][۱۴]

نیوکه سمول

پر بشرپالنه نیوکې له بشري حقونو سره د هغه پر پیوستون راڅرخي، چې د ځینو منتقدینو د ادعا له مخې، تر ډېره "لوېدیځه" ده. نیوکه کوونکي ادعا کوي  چې بشرپال ارزښتونه د لوېدیځ د اخلاقي تسلط پر یوې وسیلې د بدلېدو په حال کې دی چې د نوي استعمار یو ډول دی او د ظلم او ستم او اخلاقي رنګارنګۍ د نشتوالي لامل کېږي. نور نیوکه کوونکي بیا استدلال کوي چې بشرپالنه یوه ظالمانه فلسفه ده ځکه دا د سپین پوستو او مخالف-جنس پالو له تعصب څخه خالي نه ده.[۱۵][۱۶]

د وګړپوهنې استاد طلال اسد هیومنېزم یا بشرپالنه د موډرنټي یوه پروژه او د لوېدیځو مسیحي الهیاتو د سيکولري بڼې دوام ګڼي. د اسد په اند، لکه څرنګه چې کاتولیکې کلیسا د مینې مسیحي مفکوره افریقا او اسیا ته ورسوله او په ورته وخت کې یې د هغوی د نفوس د یوې سترې برخې په غلامۍ کې مرسته وکړه، بشرپال ارزښتونه هم ډېری وختونه د نړۍ په نورو برخو د خپل نفوذ د پراخولو لپاره د لوېدیځو هېوادونو لپاره یوه پلمه وه، څو "وحشیان" انسانان کړي. اسد همدا راز، استدلال کوي چې هیومنېزم یا بشرپالنه یوه سوچه سېکولر پدیده هم نه ده، بلکې له مسیحیت څخه د انسانیت د جوهر مفکوره اخلي. اسد دې ته هم هیله‌من او خوشبین نه دی چې لوېدیځې بشرپالنې دې وکړای شي د هند او چین په څېر نورو بشرپالو دودونو ته، له راګډولو او بالاخره له منځه وړلو پرته هم ځای ورکړي.[۱۷][۱۸][۱۹]

د ټولنپېژندنې استاد دیدیه فاسین بیا د یوې ستونزې په توګه د ښه‌والي او عدالت پر ځای د هیومنېزم تمرکز پر همدردۍ او شفقت بولي. د فاسین په وینا، هیومنزېزم له مسیحي دود څخه په ځانګړې توګه له ښه سامري تمثیل څخه، چې په کې همدردي عامه ده، راټوکېدلی بولي. فاسین همدا راز، ادعا کوي چې د هیومینزم اصلي جوهر، د انساني ژوند سپېڅلتیا یا تقدس، یوه مذهبي بریا ده چې په سیکولري لفافه کې پېچل شوې ده.[۲۰]

د تاریخ استاد سامویل موین بیا هیومنېزم یا بشرپالنه د بشري حقونو د ملاتړ له امله تر برید لاندې نیسي. د هغه په وینا، په ۱۹۶۰مه لسیزه کې بشري حقونه د ښکېلاک-ضد مبارزې یوه اعلامیه وه خو په ۱۹۷۰مه لسیزه کې پر یوه خیالي لرلید بدله شوه او د ۲۰مې پېړۍ د ناکامو خیالي ټولنو ځایناستې شوه. د بشري حقونو بشرپاله زیربنا هغوی پر یوه اخلاقي ابزار تبدیلوي چې غیرعملي او بالاخره غیرسیاسي ده. هغه همدا راز د انساني کرامت په اړه د هیومینزم او کاتولیک عقیدې ترمنځ نږدېوالی او ورته‌والی مومي.[۲۱]

سرچينې او ياداښتونه سمول

  1. Norman 2004، ص. 14.
  2. Copson 2015، صص. 2–3.
  3. Wilson 1974، ص. 15.
  4. Fowler 1999، ص. 21.
  5. Wilson 1974، صص. 15–16.
  6. Wilson 1974، ص. 16.
  7. Copson 2015، ص. 2.
  8. Fowler 1999، صص. 21–22.
  9. Norman 2004، ص. 160.
  10. Law 2011، صص. 138–40.
  11. Engelke 2015، صص. 216–21.
  12. Engelke 2015، صص. 216–18.
  13. Morain او Morain 1998، صص. 100–05.
  14. Morain او Morain 1998، صص. 105–12.
  15. Childers او Hentzi 1995، صص. 140–41.
  16. Jakelić 2020، ص. 2.
  17. Jakelić 2020، صص. 3–6.
  18. Jakelić 2020، صص. 6–7.
  19. Jakelić 2020، ص. 6.
  20. Jakelić 2020، صص. 7–8.
  21. Jakelić 2020، صص. 12–14.