نجيب عامر په ١٩٧٩ کال کې د کندهار ولايت په سپين بولدک کې زېږېدلى ،اصلا د ننګرهار ولايت اوسيدونکى دى او دا مهال په پاکستان کې استوګنه لري .نوموړي د پاکستان د پېښور پوهنتون نه د ژورناليزم په څانګه کې د ماسترۍ تر کچې لوړې زدکړې کړي دي .د ٢٠٠٣م کال راهيسې د سيمې نه دازادۍ راډيو د پاره راپورونه چمتو کوي .درې شعري چاپ شوي ټولګې لري چې نومونه يې په دې توګه دي : ١ د چينارو لاندې منګيه ٢ د نرګسو غاړکۍ ٣ د نيمو شپو خبرې ...... عامرکله نا کله ژباړې هم کوي.( د پاچاهۍ آخري ورځ ) دهغه دژباړل شويوداستانونو ټولګه ده .