نجيب عامر
نجيب عامر په ١٩٧٩ کال کې د کندهار ولايت په سپين بولدک کې زېږېدلى . اصلا د ننگرهار ولايت اوسيدونکى دى او دا مهال په پاکستان کې استوگنه لري .
زده کړې
نوموړي د پاکستان د پېښور پوهنتون څخه د ژورناليزم په څانگه کې د ماسټرۍ تر کچې لوړې زده کړې کړي دي .
دندې
د ٢٠٠٣زېږدي کال راهيسې د سيمې څخه د ازادۍ راډيو له پاره راپورونه چمتو کوي .
چاپي اثار
درې شعري چاپ شوي ټولگې لري چې نومونه يې په دې توگه دي .اغلی عامرکله نا کله ژباړې هم کوي.
- د چينارو لاندې منگيه
- د نرگسو غاړکۍ
- د نيمو شپو خبرې ......
- د پاچاهۍ آخري ورځ (ژباړه)