کارل بارت (د ۱۸۸۶ کال د مې له ۱۰ – د ۱۹۶۸ کال د ډسمبر تر ۱۰) یو سویسی کالوین پلوه الهیات پوه ؤ. بارت د بارمېن اعلامیې (Barmen Declaration) د لیکوالۍ په ګډون، رومیانو ته لیک (The Epistle to the Romans) په نامه د خپل تفسیر، د اعترافي کلیسا په ِغورځنګ کې د خپلې ښکېلتیا او په ځانګړي ډول د خپل نابشپړې څو ټوکیزې الهیاتي ټولګې د کلیسا دیني عقاید(چې د ۱۹۳۲ – ۱۹۶۷ تر منځ خپره شوه) له وجهې ډېر مشهور دی. د بارت نفوذ د علمي ساحې څخه بهر د اصلي بهیر کلتور ته وغځېد، دا نفوذ د دې لامل شو چې هغه د ۱۹۶۲ کال د اپریل په ۲۰ د ټایم مجلې په پوښ باندې څرګند شي.   [۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰]

کارل بارت
(الماني: Karl Barth د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کارل بارت
کارل بارت

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۰ مې ۱۸۸۶[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
بازل شتادت [۱۵][۱۶]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 10 ډيسمبر 1968 (82 کاله)[۱][۳][۱۷][۴][۵][۱۸][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
بازل شتادت [۱۹]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت سويس   د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
کار/مسلک دينپوهنه [۱۲]
ليکوال [۲۰]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه [۲۱][۲۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر انسلم [۲۳]
جان کالوین [۲۳]
سورن کی یرکګارډ [۲۳]
گيورگ ويلهېلم فرېدرېش هېگل   د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

بارت د خپل نسل د زیاتره پروتسټان الهیات پوهانو په څېر د اډولف ون هارنیک، فریدریش شلایرماخر او نورو تر اغېزې لاندې په لېبرال الهیاتو کې تعلیم ترلاسه کړ. د هغه پادري مسلک د سویس په کلیوالي ښار، سافنویل کې پیل شو، په دې ځای کې د " د سافنویل سور پادري" په نوم پېژندل کېد. هلته د لیبرال عیسویت څخه چې روزنه یې په کې لېدلې و، زیات ناهیله شو. دا کار د دې لامل شو چې د روميانو ته لیک کتاب خپله لومړۍ نسخه (چې د لومړي رومانز یا Romans I په نوم هم یادېږي ) وليکي، چې په ۱۹۱۹ کال کې خپره شوه، هغه په دې نسخه کې هوډ وکړ چې نوی عهد (New Testament) په جلا ډول ولولي.   [۳۱][۳۲]

بارت په ۱۹۲۱ کال کې د رومیانو ته لیک په اړه د هغه د تفسیر د دوهمې نسخې په خپرولو سره د نړۍ په کچه ډېر ستایل شو او په دې نسخې کې ښکاره توګه د لیبرال الهیات څخه جلا شو.   [۳۳]

هغه زیات شمېر مهم الهیات پوهان لکه ډیټریش بونهوفر، چې د اعترافي کلیسا ملاتړی ؤ، یورګین مولټمان، هیلموټ ګولویټزر، جیمز اچ. کون، وولفارټ پیننبرګ، روډولف بلټمن، توماس اف. تورانس، هانس کونګ، او همدارنګه رین هولډ نیبوهر، جاکول او ناول لیکونکي لکه فلانري اوکونور، جان اپډایک او میکلوس زینتکوتي تر اغېزې لاندې راوستل.  

د زیاتو نورو ساحو سربېره، بارت د اخلاق پوهانو لکه سټینلي هووراس، جان هوارډ یوډر، جاک ایلول او اولیور اوډونووان په کار باندې په اغېزې سره، د عیسویت په عصري اخلاقي نظام هم ژوره اغېزه درلوده.   [۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸][۳۹]

لومړنی ژوند لو تعلیم   سمول

کارل بارت د ۱۸۸۶ کال د مې په ۱۰ د سویس په بازل کې د جوهان فریدریش "فریټز" بارت (۱۸۵ - ۱۹۱۲) او انا کتارینا (سارتوریس) بارت (۱۸۶۳ - ۱۹۳۸) په کورنۍ کې زیږېدلی. کارل دوه کوچني وروڼه، پیټر بارت (۱۸۸۸ - ۱۹۴۰) او هنریش بارت (۱۸۹۰ - ۱۹۳۸) او دوې خویندې کتارینا او ګرټروډ درلودلې. فریټز بارت د الهیات استاد او پادري ؤ او له کارل څخه یې غوښتل چې د هغه د مسیحیت مثبتې کرښې څخه پيروي وکړي، چې دا کار د کارل د غوښتنې سره ترڅو لیبرال پروټستان تعلیم ترلاسه کړي، په ټکر کې ؤ. کارل د زده کړې خپل دوره په برن پوهنتون کې پیل کړه او بیا برلین پوهنتون ته ولېږدول شو ترڅو د اډولف وان هارنیک پاملرنه لاندې زده کړې وکړي او بیا د لنډې مودې لپاره توبینګین پوهنتون ته او په پای کې ماربورګ ته ولېږدول شو ترڅو د ویلهلم هیرمن (۱۸۴۶ - ۱۹۲۲) تر پاملرنه لاندې زده کړې وکړي.  [۴۰][۴۱]

بارت له ۱۹۱۱ کال څخه تر ۱۹۲۱ کال پورې د آرګاو په کانټون کې د سفانویل په کلي کې د اصلاح پاله پادري په توګه دنده ترسره کړه. هغه په ۱۹۱۳ کال کې د نیلي هوفمن سره چې بااسعداده وایلن غږونکې وه، واده وکړ. دوی یوه لور او څلور زامن درلودل، چې یو یې د نوي عهه عالم مارکوس بارت (د ۱۹۱۵ کال د اوکټوبر ۶ – د ۱۹۹۴ کال د جولای ۱) ؤ. وروسته په آلمان کې په ګوتینګن (۱۹۲۱ - ۱۹۲۵)، مونسټر (۱۹۲۵ - ۱۹۳۰) او بون (۱۹۳۰ - ۱۹۳۵) کې د الهیات استاد شو، په ګوتینګن کې د خدمت پرمهال یې له شارلټ وون کرشبام سره ولیدل چې د اوږدې مودې لپاره د ده منشي او مرستیال شوه؛ شارلوټ د هغه د افسانې، د کلیسا دیني عقاید په لیکلو کې مهمه ونډه ولوبوه. کله یې چې اډولف هټلر ته د وفادارۍ لوړې (بېله تعدیل) له لاسلیک کولو څخه انکار وکړ، په ۱۹۳۵ کال کې له آلمان څخه وشړل شو او بېرته سویس ته لاړ او په بازل کې استاد شو(۱۹۳۵ - ۱۹۶۲).   [۴۲]

له لېبرالیزم څخه جلا کېدنه   سمول

کارل بارت د ۱۹۱۴ کال په اګست کې چې پوه شو د اډولف وون هارنیک په ګډون د هغه قدرمنو ښوونکو د "متمدن نړۍ ته د نه نوي او درې الماني روڼ آندو منشور" لاسلیک کړی ؤ، خواشینی شو. نو بارت دې پایلې ته ورسېد چې نور نشي کولی د انجیل او تاریخ څخه د دوی پوهه تعقیب کړي.   [۴۳][۴۴]

ورمیانو ته لیک   سمول

بارت پداسې حال کې چې لاهم په سفانویل کې پادري ؤ، په لومړي ځل خپل تفسیر رومیانو ته لیک (په جرمني: Der Römerbrief) د ۱۹۱۶ کال په اوړي کې پیل کړ او لومړۍ نسخه یې د ۱۹۱۸ کال په ډسمبر کې خپره شوه (خو د خپرېدو نېټه د ۱۹۱۹ کال څخه وه). د تفسیر د لومړۍ نسخې له وجهې بارت ته په ګوتینګن پوهنتون کې د تدریس لپاره بلنه ورکړل شوه. بارت د ۱۹۲۰ کال د اکتوبر په شاوخوا کې پرېکړه وکړه چې د خپلې لومړۍ نسخې څخه ناخوښ دی او په راتلونکو یوولسو میاشتو کې یې په پراخه کچه کره او سم کړ او دوهمه نسخه یې د ۱۹۲۱ کال د سپټمبر په شاوخوا کې پای ته ورسوله. بارت په ځانګړي توګه د ۱۹۲۲ کال په بشپړه بیا لیکل شوې دوهمه نسخه کې استدلال وکړ چې خدای چې د عیسی په ژوند، مرګ او بیا راژوندي کېدو کې څرګندېږي، هره هغه هڅه چې خدای د انساني کلتورونو، لاسته راوړنو یا شتمنیو سره شریکوي، ننګوي او له منځه وړي. د کتاب شهرت د دې لامل شو چې په څو ژبو کې بیاخپور او بیاچاپ شي.[۴۵][۴۶]

د بارمېن علامیه  سمول

کله چې پروتستانت کلیسا هڅه وکړه چې د نازي آلمان سره موافقې ته ورسي، بارت تر ډېره حده د بارمېن اعلامیې (Barmer Erklärung) د لیکلو مسؤل ؤ. دې اعلامیې په مسیحیت باندې د آلماني نازیزم نفوذ په دې استدلال سره رد کړ چې د عیسي مسیح خدای ته د کلیسا وفاداري باید دا هڅونه او سرچینې ورکړي چې د نورو بادارانو لکه د آلمان مشر، اډولف هټلر د نفوذ په وړاندې مقاومت وکړي. بارت یاده اعلامیه شخصاً هټلر ته لېږله. دا اعلامیه د اعترافي کلیسا یو له بنسټیزو اسنادو څخه وه او بارت د هغې د مشرتابه شورا غړی، بروډراټ وټاکل شو.   [۴۷][۴۸]

هغه اړ شو چې په ۱۹۳۵ کال کې په بن پوهنتون کې له خپلې استادۍ څخه کوښه شي، ځکه چې هټلر ته یې له لوړې کولو څخه ډډه وکړه. بارت بیا خپل ټاټوبي سویس ته راستون شو، هلته یې په بازل پوهنتون کې د سیسټماتیک الهیات چوکۍ په غاړه واخیسته. د هغه د ګمارنې په اوږدو کې، له هغه څخه وِغوښتل شول چې یوې معمولې پوښتنې ته چې د سویس له ټولو ملکي کارکوونکو پوښتل شوې، ځواب ووايي: چې آیا هغه د ملي دفاع څخه ملاتړ کړی. د هغه ځواب داسې ؤ، "هو په ځانګړې توګه په شمالي کرښه کې!" نویه زورشر زایتونګ (Neue Zürcher Zeitung) ورځپاڼې په فیلسوف مارتین هیډیګر باندې د کارل د ۱۹۳۶ کال نیوکه چې له نازیانو څخه یې ملاتړ کړی ؤ، خپره کړه. هغه خپل یوه چکي ملګري، جوزف هرومادکا ته په ۱۹۳۸ کال کې یو لیک ولیک او اعلان یې په کې وکړ چې هغو سرتېرو چې د نازي آلمان په وړاندې جکړه وکړه، د يوې عیسوي موخې لپاره یې خدمت کاوه.   [۴۹]

سرچينې سمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118506803  — د نشر نېټه: ۲۶ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  2. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11890397k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w60295zj — subject named as: Karl Barth — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/10988761 — subject named as: Karl Barth — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/barth-karl — subject named as: Karl Barth — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ subject named as: Karl Barth — Ökumenisches Heiligenlexikon ID: https://www.heiligenlexikon.de/BiographienK/Karl_Barth.html — سرليک: Ökumenisches Heiligenlexikon
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0007990.xml — subject named as: Karl Barth — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2603 — subject named as: Karl Barth — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Diamond Catalogue ID for persons and organisations: https://opac.diamond-ils.org/agent/8424 — subject named as: Karl Barth
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/11186 — subject named as: Karl Barth — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=6068 — subject named as: Karl Barth — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  12. ۱۲٫۰ ۱۲٫۱ ۱۲٫۲ BeWeb person ID: https://www.beweb.chiesacattolica.it/persone/persona/3742/ — د نشر نېټه: ۱۴ فبروري ۲۰۲۱
  13. ۱۳٫۰ ۱۳٫۱ Karl Barth
  14. ۱۴٫۰ ۱۴٫۱ Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000000200 — subject named as: Karl Barth — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  15. پیوستون : 118506803  — د نشر نېټه: ۱۱ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  16. پیوستون : 118506803  — د نشر نېټه: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵ — سمونګر: Alexander Prokhorov — سرليک: Большая советская энциклопедия — نسخهدريم — موضوع: Барт Карл — خپرونکی: The Great Russian Encyclopedia
  17. NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/karl-barth — subject named as: Karl Barth — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Nationalencyklopedin
  18. Bibliothèque nationale de France ID: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb11890397k — subject named as: Karl Barth — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، ашық деректер платформасы، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы او гом бæрæггæнæнты платформæ — منښتلیک: Open License
  19. دوتنې ټوليزه پېژندنه: https://d-nb.info/gnd/118506803 — د نشر نېټه: ۱۳ اگسټ ۲۰۱۵ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
  20. Karl Barth — د نشر نېټه: ۱۵ سپټمبر ۲۰۲۳
  21. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb11890397k — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  22. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/6429283
  23. دوتنه: Diané Collinson — سرليک: Biographical Dictionary of Twentieth-Century PhilosophersISBN 978-0-415-06043-1
  24. "Barth". Random House Webster's Unabridged Dictionary.
  25. Houtz, Wyatt (4 April 2018). "Karl Barth and the Barmen Declaration (1934)". The PostBarthian. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. "Karl Barth – Christian History". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. "The Life of Karl Barth: Church Dogmatics Vol IV: The Doctrine of Reconciliation 1953–1967 (Part 7)". The PostBarthian (په انګلیسي ژبه کي). 5 April 2019. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ اپرېل ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. Name (Boston Collaborative Encyclopedia of Western Theology). People.bu.edu. Retrieved on 15 July 2012.
  29. Houtz, Wyatt (21 April 2016). "Karl Barth's Church Dogmatics Original Publication Dates". The PostBarthian. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. "Theologian Karl Barth", Time, 20 April 1962, د لاسرسي‌نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۱۹ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Houtz, Wyatt (18 April 2018). "The Life of Karl Barth: Early Life from Basel to Geneva 1886–1913 (Part 1)". The PostBarthian. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Houtz, Wyatt (3 October 2017). "The Romans commentary by the Red Pastor of Safenwil: Karl Barth's Epistle to the Romans". The PostBarthian. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Houtz, Wyatt (18 April 2018). "The Life of Karl Barth: Early Life from Basel to Geneva 1886–1913 (Part 2)". The PostBarthian. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. Parsons, Michael (1987). "Man Encountered by the Command of God: the Ethics of Karl Barth" (PDF). Vox Evangelica. 17: 48–65. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Daniel L. Migliore (15 August 2010). Commanding Grace: Studies in Karl Barth's Ethics. W.B. Eerdmans Publishing Company. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8028-6570-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Matthew J. Aragon-Bruce. Ethics in Crisis: Interpreting Barth's Ethics (book review) Princeton Seminary Library. Retrieved on 15 July 2012. Archived 9 June 2010 at the Wayback Machine.
  37. Oxford University Press: The Hastening that Waits: Nigel Biggar Archived 20 November 2012 at the Wayback Machine.. Oup.com. Retrieved on 15 July 2012.
  38. Journal – The Influence of Karl Barth on Christian Ethics. www.kevintaylor.me (7 April 2011). Retrieved on 15 July 2012. Archived 23 October 2011 at the Wayback Machine.
  39. Choi Lim Ming, Andrew (2003). A Study on Jacques Ellul's Dialectical Approach to the Modern and Spiritual World. wordpress.com
  40. Houtz, Wyatt (18 April 2018). "The Life of Karl Barth: Early Life from Basel to Geneva 1886–1913 (Part 1)". The PostBarthian. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  41. Gary J. Dorrien, The Barthian Revolt in Modern Theology: Theology Without Weapons, 2000: "Barthian "crisis theology" movement came into being. Karl Barth was the son of a conservative Reformed pastor and theological professor at the University of Berne, Fritz Barth..."کينډۍ:Page needed
  42. Church Dogmatics, ed. T. F. Torrance and G. W. Bromiley (1932–67; ET Edinburgh: T&T Clark, 1956–75).
  43. Manifesto of the Ninety-Three German Intellectuals, 1914.
  44. Houtz, Wyatt (21 April 2018). "The Life of Karl Barth: The Red Pastor of Safenwil 1909–1921 (Part 2)". The PostBarthian. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. Houtz, Wyatt (3 October 2017). "The Romans commentary by the Red Pastor of Safenwil: Karl Barth's Epistle to the Romans". The PostBarthian. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. Kenneth Oakes, Reading Karl Barth: A Companion to Karl Barth's Epistle to the Romans, Eugene: Cascade, 2011, p. 27.
  47. Michael Allen (18 December 2012). Karl Barth's Church Dogmatics: An Introduction and Reader. Bloomsbury Publishing. د کتاب پاڼي 5–. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-567-48994-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. Houtz, Wyatt (4 April 2018). "Karl Barth and the Barmen Declaration (1934)". The PostBarthian. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  49. Ian Ward (1992) Law, philosophy, and National Socialism. Bern: Peter Lang. p 117. کينډۍ:ISBN.