فريډريک شلايرماخر

جرمني، الهپوه، پيلسوپ او ژباړن (۱۷۶۸-۱۸۳۴)

فريډريک ډانيل ارنسټ شلايرماخر (21 نومبر 1768 – 12 فبروري 1834) يو المانی اصلاحي دينپوه، فيلسوف او بايبلي عالم و، څوک چې له دوديز پروټسټانټ مسيحيت سره د روښانفکرۍ د نيوکو د همغږي کولو د هڅو کونکي په توګه شهرت لري. نوموړی د تاريخي تنقيد په تکامل کې هم اغېزمن وګرځېد، او د هغه اثار د بايبل د تاويل او تفسير د عصري څانګې د بنسټ برخه ده. په راتلونکي مسيحي فکر د هغه د ژور اغېز له امله، نوموړی عموماً د عصري ليبرالې دينپوهنې پلار بلل کېږي، او په ليبرال مسيحيت کې ابتدايي رهبر ګڼل کېږي. د شلمې پېړۍ د «نيو-ارتودوکسي» خوځښت، چې عموماً يې «کارل بارت» مشر بلل کېږي، له ډېرو لارو د نوموړي د اغېز د ننګولو يوه هڅه وه. د يو فلسفي په توګه نوموړی د الماني رومانتيزم (خيال پالنه) يو رهبر و. «شلايرماخر» د «جان کالوين» او «کارل بارت» تر منځ تر ټولو مهم پروټسټانټ دينپوه بلل کېږي.

فريډريک شلايرماخر
Friedrich Schleiermacher (جرمني ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
Wrocław (en) ژباړل[۱] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۲۱ نومبر ۱۷۶۸[۲][۳][۴] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۲ فبروري ۱۸۳۴[۳][۵][۶] ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ښخولو ځای
زدکړنځی
ژبې
اغېزمن شوی له
دنده
نامتو زده‌کوونکی
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
غړی د
دین
جوړښت
د معماري سټایل

ژوندلیک

سمول

د ژوند لومړي کلونه او پرمختګ

سمول

د پروشيا د «سايليزيا» ايالت په «بريسلاو» کې زېږېدلی او د «ډانيل شلايرماخر» لمسی و، نيکه يې يو راهب او يو مهال له صهيونيت سره تړلی و، د پلار نوم يې «ګوټليب شلايرماخر» و، نوموړی د پروشيا په پوځ کې د «کالويني» کليسا پادری و، شلايرماخر خپلې رسمي زده کړې د «اپر لوسيتيا» د «نيسکي» په «موراوي» ښوونځي کې، او له «ماګډبرګ» سره نږدې په «باربي» کې پيل کړې. په هر حال، متدين موراوي الاهيات د هغه مخ پر زياتېدونکو شکونو ځواب ويلو کې ناکام و، او پلار يې په نه زړه هغه ته اجازه ورکړه، چې د هال په پوهنتون کې داخله وکړي، کوم چې لا له وړاندې څخه تدين پرېښی او د «کرسچن وولف» او «يوهان سالومو سيملر» د سولپالنې (عقل پسندي) روح يې خپل کړی و.د دينپوهنې د يو محصل په توګه، «شلايرماخر» د لوستلو يو خپلواک نصاب تعقيب کړ، او د عهد قديم او لوېديځو ژبو مطالعه يې له پامه وغورځول. په هر حال، نوموړی د «سيملر» په درسونو کې ګډون وکړ، او د عهد جدید د تاریخي تنقيد له لارو چارو او د «يوهان اګسټس ايبر هارډ» سره يې بلدتيا پيدا کړه، له چا څخه چې يې د افلاطون او ارسطو له فلسفې سره مينه پيدا شوه. په ورته وخت کې، نوموړي د «ايمانويل کانت» او «فريډريک هاينرک جيکوبي» ليکنې هم ولوستلې، او د «کانت» د بيا رغونې پر سيستم يې د يوناني فيلسوفانو د نظریاتو پر پلې کولو پيل وکړ.[۱۴][۱۵][۱۶]

د يو زده کونکي په توګه، په «شلايرماخر» کې ژور شکونه پيدا شول، او ډېر ژر يې ارتودوکس مسحيت رد کړ.[۱۷]

د «شلايرماخر» د اثارو يو عالم «براين ګيريش» ليکي:

خپل پلار ته په لیکلي يو لیک کې، «شلايرماخر» په دې اړه يوه کوچنۍ اشاره ورکړې چې د هغه ښوونکي د هغو پراخه شکونو ځواب ويلو کې ناکام دي، کوم چې د اوس مهال ډېر ځوانان په کړکېچ کې اچولي. پلار يې دې اشارې ته نه متوجه کېږي. نوموړي خپله يو څه شکمن ادبيات لوستي دي، هغه وايي، او هغه شلايرماخر ته ډاډ ورکولای شي چې دا د وخت د ضايع کولو وړ نه دي. د نورو پوره شپږو مياشتو لپاره نوموړی د خپل زوی څخه هېڅ نه اوری. او بيا يو بم راغورځي. د 1787ز کال د جنورۍ د يوويشتمې نېټې په يو ټکان ورکونکي لیک کې، «شلايرماخر» مني، کومو شکونو ته چې په غېر مستقيم ډول اشاره شوې وه، هغه شکونه د ده خپل دي. د هغه پلار ويلي دي چې عقيده  «الاهي نښه» ده، دا معنا چې د خدای شاهي حق دی.[۱۸]

«شلايرماخر» اعتراف کړی چې: "ته وايې چې عقيده الاهي نښه ده. افسوس دی! ګرانه پلاره، که ته باور لرې چې له دې عقيدې پرته هيڅوک په بله نړۍ کې نجات نه شي تر لاسه کولای، او نه په دې کې سکون تر لاسه کولای شي – او لکه چې زه پوهېږم، چې همدا ستا عقيده ده – اوه! نو بيا خدای ته دعا وکړه چې دا ماته راکړي، ځکه چې ما د اوس لپاره دا له لاسه ورکړې ده. زه په دې باور نه شم کولای، هغه څک چې خپل ځان د انسان زوی بولي، هغه رېښتينی تلپاتې (ابدي) خدای و؛ زه باور نه شم کولای چې د هغه مړينه يوه نيابتي کفاره وه".

تدريس، رهبانيت او لومړي اثار

سمول

په «هال» کې د خپلې درسي دورې له بشپړولو وروسته، «شلايرماخر» د « Friedrich Alexander Burggraf und Graf zu Dohna-Schlobitten » (1741-1810) د کورنۍ خصوصي مدرس شو، او په يوه کروندګره او اشرافيه کورنۍ کې يې له کورنۍ او ټولنيز ژوند سره ژوره مينه پيدا شوه. دوه کاله وروسته، په 1796ز کال کې، نوموړی په «برلن» کې د«Charité» روغتون پادري شو. نوموړي د خپلو تبليغي مهارتونو د ودې لپاره فرصت نه درلود، له همدې امله يې د ښار په پرمختللې ټولنه او سختو فلسفي مطالعاتو کې د خپل ذهني او رواني تسکين لټون پيل کړ، او په دې ډول يې د خپل فلسفي او مذهبي سيستم د چوکاټ جوړول پيل کړل. په دې ځای کې شلايرماخر له هنر، ادب، ساينس او عمومي کلتور سره بلدتيا پيدا کړه. نوموړی د الماني رومانتيزم څخه سخت متاثره و، څه ډول يې چې ملګري «Karl Wilhelm Friedrich von Schlegel» ښودنه کړې. دا لېوالتيا د «شليګل» د «لوسينډا» په اړه د محرمانه ليکونو او تر څنګ يې د برلن د پادري «اګست کرچسن ولهيم ګرونو» (1764-1831) د مېرمنې «ايليونور کرسټين ګرونو» (1769/1770-1837) سره د اوه کلونو اړيکو (1798-1805) څخه ښه ثابتېږي. [۱۹]

که څه هم د نوموړي حتمي اصولو بدلون ونه موند، نوموړي په انساني جذباتو او تخيل ټينګار زيات کړ. په ورته وخت کې، نوموړي «سپينوزا» او افلاطون مطالعه کړل، چې دواړو مهمې اغېزې درلودې. هغه د «کانت» زيات پوروړی و، که څه هم دوی سره په اساسي نقطو کې اختلاف درلود. نوموړي د «جيکوبي» له يو شمېر موقفونو سره خواخوږي څرګنده کړه، او له «فيشته» او «شيلنګ» څخه يې يو لړ افکار واخيستل. د چټک پرمختګ په هغه پړاو کې د هغه ادبي محصول د «eden über die Religion» (د دين په اړوند: مثقفو سپکاوي کونکو ته ويناوې) په نوم د هغه اغېزناک کتاب، او نوې پېړۍ ته د هغه "د نوي کال ډالۍ" «Monologen» (مناجات) و.[۲۰]

په لومړي کتاب کې، «شلايرماخر» مذهب ته د انساني طبيعيت د الاهي اسراو په منځ کې نه بدلېدونکی ځای ورکړ، له هغه څه يې توپير ورکړ چې نوموړي د مذهب شته نقاشۍ بللې، د مذهب تلپاتې تجلی بڼې يې تشریح کړې. دېد نوموړي وروسته مذهبي سيستم پروګرام جوړ کړ. په «Monologen» کې، نوموړي خپله اخلاقي تګلاره روښانه کړه، په کوم کې چې هغه د روح ازادي او خپلواکي او د دماغو جذباتي نړۍ سره د اړيکې په اړه خپل افکار اعلان کړل، او هغه د فرد او ټولنې د راتلونکي په اړه خپله بېلګه ترسيم کړه.[۲۱]

پادريتوب

سمول

له 1802 څخه تر 1804ز کال پورې، «شلايرماخر» د «پوميرينين» ښارګوټي په «سټولپ» کې د يوې کوچنۍ اصلاحي کليسا د پادري په توګه کار وکړ. نوموړي «فريډريک شيليګل» د افلاطون له ژباړې څخه د تش په نوم مسئوليت څخه په بشپړ ډول خلاص کړ، کوم چې دوی په شریکه کړې وه (جلدونه. 1-5، 1804 – 1810؛ جلد. 6، Repub. 1828). د « Grundlinien einer Kritik der bisherigen Sittenlehre » [تر اوسمهاله د اخلاقي عقايدو د نقد کلي طرحه] (1803) په نوم يو بل تصنيف، کوم چې د نوموړي د سخت تنقيدي او فلسفي اثارو تر ټولو ولمړی اثر و، هغه پر خپل ځان مشغول کړ؛ دا د «کانت» او «فيتشه» په ګډون، په پخوانيو ټولو اخلاقي سيستمونو يو تنقيد دی: افلاطون او سپينوزا تر ټولو زيات د خوشې وړ مومي. دا استدلال لري چې د اخلاقي سيستم د معقوليت اروزنې په ټوليز ډول د دې د قوانينو او انساني ژوند د پای د نظرياتو بشپړونکي، او د يو بنسټيز اصل تر مخې، د دې د اصلي موضوع همغږی ترتيب دی. که څه هم دا تقريباً يوازې تنقيدي او منفي دی، دا کتاب د اخلاقي علم په اړه د  «شلايرماخر» وروستۍ نظريه اعلانوي، په دې کې يو Güterlehre (د ملکيت نظريه)، يا د پای مفکورې ته تر ټولو زيات اهميت ورکوي، چې د اخلاقي کړنې پر مټ تر لاسه کېدای شي. د کتاب د اسلوب ابهام او منفي لهجه د سملاسي بریا مخه ونيوله. [۲۲]

سرچينې

سمول
  1. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۱۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  2. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۹ اپرېل ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ۳٫۲ Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  4. ذکر کېدنه: Encyclopædia Britannica Online. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: biography/Friedrich-Schleiermacher. Subject named as: Friedrich Schleiermacher. Retrieved: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷. اثر ژبه: انګليسي ژبه.
  5. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. دوتنې ټوليزه پېژندنه: 118608045. Retrieved: ۱۷ اکتوبر ۲۰۱۵. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  6. ذکر کېدنه: Pedagogues and Psychologists of the World. اثر ژبه: روسي.
  7. ذکر کېدنه: انټرنېټ ادارې دوتنه. Retrieved: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴. اثر ژبه: جرمني ژبه. ليکوال: جرمن ملي کتابتون.
  8. ذکر کېدنه: Great Soviet Encyclopedia (1969–1978). Section, verse, paragraph, or clause: Шлейермахер Фридрих. Retrieved: ۲۸ سپټمبر ۲۰۱۵. Publisher: The Great Russian Encyclopedia. اثر ژبه: روسي. خپرېدو نېټه: ۱۹۶۹.
  9. Bibliothèque nationale de France. "BnF authorities" (په فرانسوي ژبه). نه اخيستل شوی 10 October 2015.{{cite web}}: سرچينه ساتل:ناپېژانده ژبه (link)
  10. CONOR.SI ID: 66306659. ذکر کېدنه: CONOR.SI.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ذکر کېدنه: The Journey of Modern Theology (1st ed.). Page(s): 132. Publisher: InterVarsity Press. اثر ژبه: انګليسي ژبه. خپرېدو نېټه: ۲۰۱۳.
  12. ذکر کېدنه: Library of the World's Best Literature. خپرېدو نېټه: ۱۸۹۷.
  13. ذکر کېدنه: Czech National Authority Database. NL CR AUT ID: jn19981002116. Retrieved: ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۲.
  14. Boston Collaborative Encyclopedia of Western Theology: Friedrich Daniel Ernst Schleiermacher (1768–1834)
  15. کينډۍ:Cite CE1913
  16. کينډۍ:EB1911
  17. Michael A. G. Haykin, Liberal Protestantism, p. 3
  18. B. A. Gerrish, A Prince of the Church: Schleiermacher and the Beginnings of Modern Theology (Philadelphia, PA: Fortress Press, 1984), p. 25.
  19. کينډۍ:EB1911
  20. کينډۍ:EB1911
  21. کينډۍ:EB1911
  22. کينډۍ:EB1911