کاراکاس د ونزویلا هیواد پلازمینه ده چې په سويلي امریکا کې موقیعت لري.

کاراکاس
Caracas
Santiago de León de Caracas
(هسپانوي: Caracas د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کاراکاس انځور
د کاراکاس انځور
د کاراکاس انځور

La Sultana del Ávila (The Avila's Sultana) La Sucursal del Cielo (Heaven's Branch on Earth)
شعار: Ave María Purísima, sin pecado concebida, en el primer instante de su ser natural
د ونزویلا په نقشه کې د کاراکاس موقیعت
د ونزویلا په نقشه کې د کاراکاس موقیعت
د ونزویلا په نقشه کې د کاراکاس موقیعت

موقع کاراکاس
موقع کاراکاس
موقع کاراکاس
Lua error in Module:Mapframe at line 387: attempt to perform arithmetic on local 'lat_d' (a nil value).
کورډېناټونه: ۱۰°۳۰′ شمال ۶۶°۵۵′ لویدیځ / 10.500°شمال 66.917°لويديځ / 10.500; -66.917
کوړښت ۲۵ جون ۱۵۶۷
اداري وېش
هیواد کينډۍ:VEN
آیالات Venezuelan Capital District
میراندا آیالات
لوی ښار Libertador Bolivarian
پلازمینه د:
حکومت
 • ښاروال آنتونیو لدزما
پراخوالی
 • ښار 776 کیلومتره مربع   د (P2046) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لوړوالی ۲٬۹۵۳ ميټره (۹٬۶۸۸ فوټ)
نفوس شمېرنه (۲۰۰۹)
 • ښار ۱,۸۱۵,۶۷۹
 • ستره ښاري سيمه ۵,۱۹۶,۵۱۴
د گڼه گوڼې نوم caraqueño (m), caraqueña (f)
وروستي مالومات
وخت زون VST (ه.ن.و۴:۳۰-)
پُستی کوډ ۱۰۱۰-A
سيمه ييز د زنګ کوډ ۲۱۲
جيو کوډ 3646738[۱]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166 VE-A
خورلڼې ښارونه
رسمي وېبپاڼه alcaldiametropolitana.gob.ve/
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

کاراکاس (په انګلیسي: Caracas)، چې رسمي نوم یې سانتیاګو دو لیون دو کاراکاس او اختصاري بڼه یې CCS ده، د وېنزوېلا پلازمېنه او تر ټولو لوی ښار او د کاراکاس لویې سیمې (یا لوی کاراکاس) مرکز دی. کاراکاس د ګوایر سیند په اوږدو کې د هېواد په شمالي برخه کې د وېنزوېلا ساحلي غرنۍ سیمه (Cordillera de la Costa) کې د کاراکاس په دره کې واقع شوی دی. دغه دره، کاربین سمندرګي ته نږدې ده او له ساحل څخه د «Cerro El Ávila» په نوم میل لرونکو غرونو یوې لړۍ په واسطه جلا شوې ده چې ارتفاع یې ۲،۲۰۰ مترو (۷،۲۰۰ فوټه) ته رسېږي؛ په سویل کې یې ډېرې غونډۍ او غرونه واقع شوي دي. د کاراکاس لویه سیمې د وګړو شمېر کابو ۵ میلیونو ته رسېږي.[۴]

د ښار مرکز لا تر اوسه «کاتدرال» دی چې د بولیوار میدان ته نږدې واقع شوی، که څه هم ځینې د ښار مرکز «پلازا وېنزوېلا» ګڼي چې په لوس کاوبوس سیمه کې پروت دی. کسب او کار په دغه ښار کې، خدماتي شرکتونه، بانکونه او د سوداګرۍ مرکزونه دي. کاراکاس، په لویه سیمه کې جلا له ځینو صنعتي فعالیتونو، تر ډېره پر خدماتو ولاړ اقتصاد لري. د کاراکاس د ونډو بازار او پترولیوس دو وېنزوېلا (PDVSA) په کارکاس کې دي. امپرساس پولر په وېنزوېلا کې تر ټولو لوی خصوصي شرکت دی. کاراکاس د وېنزوېلا کلتوري پلازمېنه هم ده، چې ډېرشمېر رستورانټونه، تیاتر، موزیمونه او سوداګریز مرکزونه لري. کاراکاس په لاتینه امریکا کې، د پارک مرکزي برجونو په څېر، ځینې تر ټولو لوړ آسمانڅکونه لري. د کاراکاس د نومهال هنر موزیم، په سویلي امریکا کې یو ارزښتمن او مهم موزیم دی.[۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲]

تاریخ سمول

مخکې تر دې چې ښار په ۱۵۶۷ز کال کې تاسیس شي، د کاراکاس دره کې ګڼ‌شمېر بومي وګړو ژوند کاوه. فرانسیسکو فاجاردو د سپانیایي تورن زوی او یو ګوایکري کاسیکا ؤ (ګوایکریان یا وایکریان د شمالي وېنزوېلا یو بومي ټبر ؤ او کاسیکا د تاینو ټبر مشر ته ویل کېده)، چې له مارګرېتا څخه راغی او د ۱۵۵۵ او ۱۵۶۰ز کلونو په ترڅ کې یې د لا ګوایرا په سیمه او کاراکاس دره کې، د استوګنځیو په جوړولو پیل وکړ. فاجاردو د ساحلي ښارونو په جوړولو کې پاتې راغی او په ۱۵۶۲ز کال کې یې هڅه وکړه ترڅو په دغه دره کې یوه کرونده جوړه کړي، خو ډېر یې دوام ونه‌کړ: دغه کرونده د تېرې‌پایما او ګوایکایپورو په مشرۍ د سیمې د بومیانو له‌خوا ویجاړه شوه. د فاجاردو له‌خوا په ۱۵۶۰ز کال کې جوړ شوی استوګنځی د هاتو دو سان فرانسیسکو په نوم پېژندل کېږي؛ په ۱۵۶۱ز کال کې خوان رودریګز دو سوارز هم ورته هڅه وکړه، چې د ویلا دو سان فرانسیسکو استوګنځی جوړ کړي، چې دا یو هم د همهغو بومیانو له‌خوا ویجاړ شو. د کاراکاس وروستي کډوال، د آلمان د کلین-وندیګ مستعمرې له پلازمېنې «کورو» څخه د کولمبیا او وېنزوېلا اوسنۍ ساحلي پولې شاوخوا ته راغلل؛ له ۱۵۴۰ز لسیزې وروسته، د دغې مستعمرې عملي واکمن سپانیاییان وو. سپانیایي کډوالو له کورو څخه ختیځ خوا ته تلل او مخکې تر دې چې د کاراکاس درې ورسېږي، د بارکیسیمتو او والنسیا په څېر دنني ښارونه یې تاسیس کړل.[۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د ۱۵۶۷ز کال د جولای پر ۲۵مه، تورن دیګو دو لاسادا د سانتیاګو دو لیون دو کاراکاس د بنسټ ډبرې کېښودې. دو لاسادا ته د درې د تصرف کولو ماموریت ورکړل شو؛ هغه بومیان په بېلابېلو ډلو ووېشل، وروسته ورسره وجنګېده او هرې ډلې ته یې جلا، جلا ماته ورکړه. دغه ښار د دغو استوګنځیو ساحلي سیمې ته تر ټولو نږدې واټن کې پروت ؤ او ښکېلاک‌ګرو بومي کاري ځواک وساته، چې په‌دې سره د کاراکاس، دننۍ سیمې او مارګریتا ترمنځ د یوې سوداګرۍ شبکې د پراختیا زمینه برابره شوه؛ ډېریو دننیو ښارونو کې د مالوچو ارزښتمن محصولات او ګبین ژاوله تولیدېدل او مارګریتا د مرغلرو بډایه سرچینه وه. د کاراکاس درې، د کرنې او کروندګرۍ لپاره غوره چاپېریال درلود، چې د سوداګرۍ په سیسټم کې یې د فعالې ونډې اخېستلو زمینه برابروله، خو په‌دې معنی وه چې د ښار وګړو شمېر په لومړۍ کې لږ او ښار یوازې د محدودو کروندو د جوړولو لپاره بشپړ پراخوالی درلود.[۱۷][۱۸][۱۹]

په ۱۵۷۷ز کې، کاراکاس د سپانیا ټولواکمنۍ د وېنزوېلا مستعمرې پلازمېنه وګرځېده او د مستعمرې نوی مشر خوان دو پیمنتل (۱۵۷۶ تر ۱۵۸۳ز) ؤ. په ۱۵۸۰ز لسیزه کې، کاراکوېنوس په کارتاجېنا کې سپانیایي هغو سرتېرو ته د خوراکي توکو خرڅلاو پیل کړ، چې ډېري یې د سویلي امریکا له ټولواکمنۍ څخه محصولاتو د راغونډولو لپاره په ساحلي ښار کې لنګر اچولی ؤ. په ایبري ټاپووږمه کې د غنمو بیه ورځ په ورځ لوړېدله او سپانیاییانو د کاراکاس له بزګرو څخه د غنمو په پېرودلو څخه ډېره ګټه پورته کړه. په دغه توګه، د ښار موقعیت د ټولواکمنۍ په سوداګریزې کړۍ کې لا هم پياوړی کړ.[۲۰][۲۱][۲۲]

د شپاړلسمې او اوولسمې پېړۍ په اوږدو کې، د وېنزوېلا ساحلي سیمې ډېري وخت د سمندري غلو له‌خوا لوټ کېدلې. د مرکزي سیمې ساحلي غرونو لړۍ د یوه خنډ په ډول واقع شوې وه او له‌دې امله، د کاربین نورو ساحلي استوګنځیو په پرتله، کاراکاس تر یوه بریده له دغو یرغلونو څخه خوندي ؤ، خو په ۱۵۹۵ز کال کې، د جورج سومرز او امیاس پرېستون په شمول د پرېستون-سومرز ډله او شاوخوا ۲۰۰ انګلیسي سمندري غله په کاراکاس کې پیاده شول، او له داسې مسیر څخه له غرونو واوښتل چې لږ تګ راتګ پرې کېده، په داسې حال کې چې دفاعي ځواک له اصلي مسیر څخه، چې تل پرې تګ راتګ کېده، ساتنه کوله. یرغلګر له کوچني مقاومت سره مخ شول او د باج اخېستنې له یوې ناکامې مذاکره څخه وروسته یې ښار تالا کړ او بیا یې وسوځوه. د غنمو د ګټې په کارولو او «ډېرو سرښېندنو» په پایله کې، ښار بیا ورغاول شو. په ۱۶۲۰ز لسیزه کې بزګرانو وموندله چې د کاکاو دانې پلورلای شي، په لومړي سر کې یې د مکسیکو په بومي وګړو وپلورل او په چټکۍ سره د کاربین سمندرګي ټولې شاوخوا سیمو پام ورواوښت. دغه ښار د نوې سپانیا په سلطنت کې ډېر اهمیت درلود، په تېره بیا د بومي غلامانو کاري ځواک پر ځای افریقایي غلامانو ته کار ورکول کېده او د سپانیا لومړنۍ مستعمره وه چې د غلامۍ سوداګرۍ یوه برخه وګرځېده. بریا تر ډېره د دغه ښار په برخه وه او تر ۱۶۵۰ز لسیزې پورې یې د کاکاو او غلامۍ سوداګرۍ کې فعالیت کاوه، خو د یوه ناورین له‌امله د کار بازار ډېر اغېزمن شو او هغه دا چې د پرتګالي ډېریو سوداګرانو د مکسیکو له‌خوا د عقایدو له تفتیش سره مخ شول او همدا راز په ګوایاکیل کې د کاکاو د تولید کچه ډېره لوړه شوه. دا او ترڅنګ یې د ۱۶۴۱ز کال زلزله، ښار له انحطاط سره مخ کړ، هغو په ډېر احتمال سره د هالنډ له ټولواکمنۍ سره غیرقانوني سوداګري پیل کړه چې وروسته کاراکوېنوس هم ورته مخه کړه؛ د ۱۶۷۰ز لسیزې په رارسېدو سره، کاراکاس د کاراساو له‌لارې یوه سوداګریز دهلېز درلود.[۲۳][۲۴][۲۵]

جغرافیه سمول

کاراکس په بشپړه توګه د وېنزوېلا مرکزي سیمې په یوې دره کې واقع شوی او له کاربین سمندرګي څخه د اېل اویلا ملي پارک کابو ۱۵ کیلومترۍ (۹ مایله) پراخوالي سره له کاربین ساحل څخه جلا شوی دی. دغه دره په نسبي توګه کوچنۍ او په بشپړ ډول نامنظمه ده او د سمندر له سطحې څخه یې ارتفاع د ۸۷۰ او ۱،۰۴۳ مترو (۲،۸۵۴ او ۳،۴۲۲ فوټه) ترمنځ بدلون مومي؛ تاریخي مرکز د سمندر له سطحې څخه کابو ۹۰۰ متره (۳،۰۰۰ فوټه) ارتفاع لري. د وګړو شمېر یې په چټکۍ سره مخ په وده دی او په‌دې توګه د ښار، ښاري پراختیا په کلکه اغېزمنه شوې ده. د پلازمېنې تر ټولو لوړ ټکی، چې ښار په کې واقع شوی، «پیکو اېل اویلا» دی چې ارتفاع یې ۲،۱۵۹ مترو (۷،۰۸۳ فوټه) ته رسېږي.[۲۶][۲۷]

له جیولوجیکي اړخه، کاراکاس او د کاربین ډېري سیمې د تباشیر په وروستي پېر کې رامنځ‌ته شوي دي او د متحوله ډبرو په سیمه کې واقع شوی دی. په یاد پېر کې د ځمکې د بڼې بدلون له‌امله نوموړې سیمه رامنځ‌ته شوې ده.[۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې سمول

  1. پیوستون : 3646738  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  2. http://mail.camara.rj.gov.br/APL/Legislativos/contlei.nsf/50ad008247b8f030032579ea0073d588/3f4147a57ed8aa3483257e8800663664?OpenDocument
  3. https://www4.honolulu.gov/docushare/dsweb/Get/Document-114390/99-10.pdf
  4. "Caracas, Presente y Futuro: Ideas para Transformar una Ciudad". Alcaldía de Caracas. 1995. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Martín Frechilla, Juan José (2004). Diálogos reconstruidos para una historia de la Caracas moderna. Caracas, Venezuela: CDCH UCV. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. (په 2 January 2010 باندې). Plaza Venezuela (Caracas) - Ciberturista. Ciberturista.
  7. Rodríguez, Verónica; Valero, Carla. "Una rayuela que se borra y se vuelve a dibujar cada día. Semblanza de lugar sobre la transformación urbanística y cultural de Sabana Grande" (PDF). Tesis de Grado. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۰ سپټمبر ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Caracas". Caracas.eluniversal.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ سپټمبر ۲۰۰۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۱۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "The Skyscraper Center". www.skyscrapercenter.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۳ مې ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۳ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Caracas The Skyscraper Center". www.skyscrapercenter.com. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۲ مې ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Valentina Quintero. 1998. Venezuela. Corporación Venezolana de Turismo. Caracas. 118p.
  12. "The Most Dangerous Cities in the World". 3 December 2021. مؤرشف من الأصل في ۱۲ ډيسمبر ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. کينډۍ:Cite EB1911
  14. Ferry, Robert J. (1989). The colonial elite of early Caracas: formation & crisis, 1567–1767. Berkeley, Calif.: University of California Press. OCLC 45728929. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-585-28540-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Layrisse, Miguel; Wilbert, Johannes; Arends, Tulio (1958). "Frequency of blood group antigens in the descendants of Guayquerí Indians". American Journal of Physical Anthropology. 16 (3): 307–318. doi:10.1002/ajpa.1330160304. ISSN 0002-9483. PMID 13649899. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Straka, Tomás; Guzmán Mirabal, Guillermo; Cáceres, Alejandro E. (2017). Historical dictionary of Venezuela. Rudolph, Donna Keyse (الطبعة Third). Lanham: Rowman & Littlefield. OCLC 993810331. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5381-0949-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. کينډۍ:Cite EB1911
  18. Straka, Tomás; Guzmán Mirabal, Guillermo; Cáceres, Alejandro E. (2017). Historical dictionary of Venezuela. Rudolph, Donna Keyse (الطبعة Third). Lanham: Rowman & Littlefield. OCLC 993810331. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5381-0949-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Ferry, Robert J. (1989). The colonial elite of early Caracas: formation & crisis, 1567–1767. Berkeley, Calif.: University of California Press. OCLC 45728929. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-585-28540-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. McCudden, Mary Rose (May 2014). Britannica Student Encyclopedia : an A to Z Encyclopedia. [Chicago, Illinois]. د کتاب پاڼې 36. OCLC 882262198. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-62513-172-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Straka, Tomás; Guzmán Mirabal, Guillermo; Cáceres, Alejandro E. (2017). Historical dictionary of Venezuela. Rudolph, Donna Keyse (الطبعة Third). Lanham: Rowman & Littlefield. OCLC 993810331. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-5381-0949-6. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. Ferry, Robert J. (1989). The colonial elite of early Caracas: formation & crisis, 1567–1767. Berkeley, Calif.: University of California Press. OCLC 45728929. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-585-28540-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. John Lombardi, Venezuela, Oxford, England, 1982, p 72.
  24. "George Somers, Amyas Preston and the Burning of Caracas". The Bermudian. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۳ مې ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Ferry, Robert J. (1989). The colonial elite of early Caracas: formation & crisis, 1567–1767. Berkeley, Calif.: University of California Press. OCLC 45728929. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-585-28540-3. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Parsons, James J. (1982). "The Northern Andean Environment". Mountain Research and Development. 2 (3): 253–264. doi:10.2307/3673089. JSTOR 3673089. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Morris, A.S. (1978). "Urban Growth Patterns in Latin America with Illustrations from Caracas". Urban Studies. 15 (3): 299–312. doi:10.1080/713702382. ISSN 0042-0980. S2CID 153430807. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. "Guaire River". Encyclopedia Britannica (په انګلیسي ژبه کي). مؤرشف من الأصل في ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Jaffe, Rudolf; Leal, Ivan; Alvarado, Jose; Gardinali, Piero; Sericano, José (1 December 1995). "Pollution effects of the Tuy River on the central Venezuelan coast: Anthropogenic organic compounds and heavy metals in Tivela mactroidea". Marine Pollution Bulletin (په انګلیسي ژبه کي). 30 (12): 820–825. doi:10.1016/0025-326X(95)00087-4. ISSN 0025-326X. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Aloui, Fethi; Dinçer, İbrahim (22 August 2018). Exergy for a better environment and improved sustainability. 2, Applications. Cham, Switzerland. د کتاب پاڼې 716. OCLC 1049802575. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-3-319-62575-1. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Steward, Julian Haynes (1946). Handbook of South American Indians. U.S. Government Printing Office. د کتاب پاڼې 475. مؤرشف من الأصل في ۱۵ اپرېل ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۷ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)