مونټي ویډو
مونټي ویډو د یوراګوای پلازمېنه او تر ټولو ستر هېواد دی. د ۲۰۱۱ کال د احصائیې له مخې، دا ښار په ۲۰۱ کیلومتر مربع ځمکه کې ۱۳۱۹۱۰۸ وګړي لري (د ټول هېواد د وګړو ۱ پر درېیمه برخه). مونټي ویډو د هېواد په سویلي ساحل کې پروت ښار دی چې د ریو ډي لا دښتې له شمال ختیځې څنډې سره پوله لري.[۱]
دغه ښار په ۱۷۲۴ ز کال کې د یوه هسپانوي سرتیرې، برونو ماوریچیو ډي زبالا له خوا د پلاتین سیمې پر سر د هسپانې او پرتګال د شخړو پر مهال د یوه ستراتیژیک حرکت په توګه جوړ شو. همداشان په ۱۸۰۷ ز کال کې د لنډې مودې لپاره د بریتانیا تر کنترول لاندې راغی، خو بالاخره دا ښار د هسپانوي کریولونو په مټ بریتانیايي ځواکونه بیرته وشړل شول. مونټي ویډو د Mercosur او ALADI اداري مقر هم دی، دا دواړه په لاتینه امریکا کې پرمختلونکي سوداګریز بلوکونه دي، داسې بلوکونه چې په اروپا کې د بروکسیل له رول سره د پرتلې وړ دي.[۲]
په ۲۰۱۹ ز کال کې د ژوند د کیفیت په اړه د Mercer رپوټ، موڼټي ویډو په لاتینه امریکا کې په لومړي کتار کې راوست، چې دا مقام له ۲۰۰۵ ز کال راهیسې د دې ښار له خوا ساتل شوی دی. له ۲۰۱۰ ز کال راهیسې، مونټي ویډو په دغه قاره کې ۱۹ تر ټولو ستر اقتصاد درلود او په سترو ښارونو کې د ستر عاید د تر لاسه کوونکو په ډله کې په ۹م مقام کې و. په ۲۰۲۲ ز کال کې، اټکل کېږي چې دا ښار به ۵۳.۹ میلیارد ډالره GDP ولري، چې د سړي سر کلنی عاید به یې ۳۰.۱۴۸ امریکايي ډالر وي.[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
په ۲۰۱۸ ز کال کې، دا ښار د بیټا نړیوال ښار په توګه ډلبندي شو چې په لاتینه امریکا کې یې اتمه درجه او په نړۍ کې په ۸۴ درجه راغلی و. مونټي ویډو په ۱۹۳۰ ز کال کې د فیفا د نړیوال لومړني کپ سیالیو په درشل کې د هر لوبې کوربه وه. مونټي ویډو د یوه له بیروباره ډک ځای په توګه چې د ژوند کولو بډایه کلتور لري او د تکنالوجۍ او د کارزېږونې د کلتور لرونکي ښار په توګه ستایل شوی دی. په ۲۰۱۳ ز کال کې د ماسټر کارت نړیوال مقصد لرونکو ښارونو د یوې سروې له مخې مونټي ویډو په لاتینه امریکا کې اتم مقام تر لاسه کړ.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
په ۲۰۱۴ ز کال کې، په نړۍ کې د ګي-دوستانه (Gay-friendly) له اړخه پنځم او په لاتینه امریکا کې لومړی ښار وګڼل شو. دا ښار په یوراګوای کې د سوداګرۍ او لوړو زده کړو مرکز ګڼل کېږي. دغه ښار همداشان د یوراګوای کلتوري مرکز دی چې په میتروپولیټن سیمه کې یې د وګړو شمېر ۲ میلیونو ته رسیږي.[۱۵][۱۶]
ایتمولوژي
سمولد مونټي ویډو په اړه ګڼ شمېر تشریحات شته. ټول پر دې هوکړه لري چې د “Monte” اشاره Cerro de Montevideo ته ده، هغه غونډۍ چې د مونټي ویډو په خلیج کې موقعیت لري، خو د “Video” په اړه بیا اختلافات شته.[۱۷]
تاریخ
سموللرغونی تاریخ
سمولله ۱۶۸۰ تر ۱۶۸۳ ز کلونو پورې، پرتګال د بوینوس ایریس د خلیج په سیمه کې د کولونیا ډو ساکرامنټو ښار جوړ کړ. دغه ښار تر ۱۷۲۳ ز کال پورې کله چې هغوی د مونټي ویډو د خلیج شاوخوا په لوړو سیمو کې د مورچو پر جوړولو لاس پورې کړ د هسپانویانو له مقاومت سره مخ نشو. د ۱۷۲۳ ز کال د نوامبر په ۲۲مه، د پرتګال فیلډ مارشال مانویل ډي فریټاس ډا فونسیکا د مونتیویو کلا جوړه کړه.
د برونو ماوریچیو ډي زبالا د ښار د هسپانوي والي له خوا له بوینوس ایریس څخه یوه هسپانوي لښکرکشي ولیږل شوه. د ۱۷۲۴ ز کال د جنوري په ۲۲مه، هسپانویانو وکولای شول چې پرتګالیان اړ کړي تر څو دا سیمه پریږدي او په دې ښار کې یې د خپلو وګړو پر زیاتوالي باندې لاس پورې کړ، په لومړي سر کې یې شپږ کورنۍ له بوینوس ایریس نه هلته یوړي او ډېر ژر له هغه وروسته د قناري جزایرو کورنۍ چې په ګوانچ یا قناري باندې مشهور وو، دې ښار ته ور دننه شول. همداشان په دې ښار کې له پخوا نه د خورخه بورګیس په نوم یو ایټالوي کس اوسېده.[۱۸]
۱۹مه پېړۍ
سمولد ۱۸۰۷ ز کال د فبروري په ۳مه، د جنرال سامویل اوچماتي او سمندرسالار چارلیز سټیرلینګ تر مشرۍ لاندې بریتانوي ځواکونو دغه ښار د مونټي ویډو د جګړې (۱۸۰۷) پر مهال ونیو، خو په هغه کال د سپټمبر په ۲مه بیرته د هسپانویانو له خوا هغه مهال ونیول شو کله چې جان وایټ لوک اړ شو چې خپل ځان هغو ځواکونو ته تسلیم کړي کوم چې د بانډا اورینټال له خوا تشکیل شوی و – د نن ورځي ټول یوراګوای او د بوینیس ایریس اوسنۍ سیمه. له دغې جګړې وروسته، د مونټي ویډو والي فرانسیسکو ژاویر ډي ایلیو له نوي وایسرای سانټیاګو ډی لاینیرس سره مخالف وښود او کله چې په هسپانیا کې د جزیرې جګړه پیل شوه نو د لاینیریس په دفاع کې یې حکومتي جانتا رامنځته کړه، ایلیوس بېرته دا جانتا هغه مهال له منځه یوړه کله چې د لاینیریس پر ځای بلتازر هیډالګو ډي سینیروس راغی. [۱۹][۲۰]
سرچينې
سمول- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).

- ↑ (((61/33)^(1/15))^12)*33 and (((33/21)^(1/15))^12)*21.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ https://nomadlist.com/gay-friendly-cities-in-south-america [مړه لينکونه]
- ↑ Lua error in package.lua at line 80: module 'Module:Citation/CS1/Configuration ltr' not found.