چارلز بابېج

چارلز بابېج
(انګلیسي: Charles Babbage د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
چارلز بابېج
چارلز بابېج

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۶ ډيسمبر ۱۷۹۱[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
لندن[۱۲][۱۳]  د (P19) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مړینه 18 اکتوبر 1871 (80 کاله)[۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۴]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د اولادو شمېر 8 [۱۵]  د (P1971) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده فیلسوف
ليکوال[۱۶]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱۷][۱۸]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د کړنې څانګه شمېرپوهنه
شننيزه فلسفه
سولګرپوهنه  د (P101) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کار ورکوونکی د کېمبرېج پوهنتون  د (P108) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
مؤثر ادا لولېس  د (P737) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
چارلز بابېج
چارلز بابېج

  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
چارلز بابېج (زوکړه: د ۱۷۹۱ زکال د ډسمبر ۲۶ مه – مړینه: د ۱۸۷۱ زکال د اکتوبر ۱۸ مه) انګلیسي علامه (ګڼ پوه) و. بابیج چې ریاضي پوه، فیلسوف، مخترع او میخانیکي انجینر و د پروګرام کېدوني کمپیوټر مفهوم یې رامنځته کړ. [۱۹][۲۰]

یو شمېر کسان بابېج د «کمپیوټر پلار» بولي. بابېج د تفاوت ماشین (Difference Engine) په نوم د لومړني میخانیکي کمپیوټر (حساب ماشین) د اختراع اعتبار لري چې له امله یې د هغو پېچلي برېښنايي ډولونه هم رامنځته شول؛ ورته مهال د معاصرو کمپیوټرونو ټول اړین نظریات د بابېج په تحلیلي ماشین کې موندل کېدای شي چې د ژاکارد د اوبدلو د ماشین د پروګرام له بنسټیزې نظریې څخه په کې کار اخیستل شوی. بابېج په کمپیوټرونو باندې د لا زیات کار کولو سره ډېره لېوالتیا لرله هماغه ډول چې هغه د صنایعو او ماشینونو د اقتصاد (Economy of Manufactures and Machinery ) په نامه خپل اثر کې توضیح کړې. په نورو برخو کې د هغه متنوعه چارې لامل ګرځېدلې چې نوموړی د خپلې پېړۍ د ریاضیاتو په برخه کې د «تر ټولو مخکښو» پوهانو په کتار کې توصیف شي. [۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

بابېج د خپلو ډېرو طرحو له بشپړولو وړاندې چې د تفاوت ماشین او همدارنګه تحلیلي ماشین په کې شاملېږي ومړ او په دې سره نوموړي د محاسباتو په برخه کې د پام وړ نظریه ورکوونکو ترمنځ ځای وموند. د بابېج د یو شمېر نا بشپړو میکانیزمونو نمونې د لندن د علومو په موزیم کې نندارې ته اېښودل شوې. په ۱۹۹۱ زکال کې د تفاوت عمل کوونکی ماشین د بابېج د لومړنۍ طرحې پر بنسټ جوړ شو. لاسته راتلونکي تلورانس ته په پام د ۱۹ مې پېړۍ پر مهال د رامنځته شوي دغه ماشین بریا د دې څرګندويي کوله چې د بابېج ماشین په سمه توګه کار کوه.

لومړنی ژوند سمول

د بابېج د زیږون ځای اړوند بحثونه شتون لري، خو د اکسفورډ د ملي بیوګرافي قاموس ته په پام نوموړی په ډېر احتمال سره د انګلستان د لندن ښار د والورث واټ په ۴۴مه کراسبي رو کوڅه کې زېږېدلی. د لارکوم کوڅې او والورث واټ په تقاطع ځای کې یوه آبي لوحه د همدغه مورد څرګندويي کوي. [۲۷][۲۸]

د نوموړي د زیږون نېټه د ټایمز په مجله کې د هغه د مړینې په اعلان کې د ۱۷۹۲ زکال د ډسمبر ۲۶ مه ښوول شوې؛ خو وروسته یې یوه وراره لیکلي چې بابېج له دغې نیټې یو کال وړاندې په ۱۷۹۱ زکال کې زېږېدلی. د لندن د نیونګټون د سنت مري کلیسا د ثبت راجستر ښيي چې بابېج ته د ۱۷۹۲ زکال د جنوري په ۶ مه د تعمید غسل ورکړل شوی او د زیږون کال یې هم ۱۷۹۱ زکال دی. [۲۹][۳۰][۳۱]

بابېج د بنجامین بابېج او بتسی پلاملی تیپ له څلورو ماشومانو څخه یو و. د هغه پلار په ۱۸۰۱ زکال کې د لندن په فلیت کوڅه کې د پریډز کمپنۍ په پرانیستو کې د ویلیام پرید شریک و. په ۱۸۰۸ زکال کې د بابېج کورنۍ په ختیځ تیګنموث کې خپل پخواني رودنز کور ته کډه وکړه. د اته کلنۍ په عمر بابېج اکستر ته څېرمه په الفینګتون کې دولتي ښوونځي ته ولېږل شو څو د ژوندانه له ګواښوونکې تبې څخه خلاص شي. هغه د لنډ مهال لپاره په توتنز کې د پاچا شپږم اډوارډ ګرامر ښوونځي (په بریتانیا کې د ښوونځي یو ډول دی) ته ولاړ، خو روغتیايي حالت یې اړ کړ څو د یو مهال لپاره د خصوصي ښوونکو سره زده کړې وکړي. [۳۲][۳۳]

له دې وروسته بابېج د میډلسکس، انفیلډ په بېکر واټ کې د ۳۰ زده کوونکو لرونکې هولمووډ اکاډمۍ ته لاړ او د کشیش سټیفن فریمن تر نظر یې لاندې زده کړې پیل کړې. دغې اکاډمۍ کتابتون درلود او له ریاضیاتو سره د بابېج د لیوالتیا لامل وګرځېد. د دغې اکاډمۍ له پرېښودو وروستو هغه له دوه نورو خصوصي ښوونکو سره زده کړې وکړې. لومړنی یې کامبرېج ته څېرمه یو روحاني و؛ د هغه له لارې بابېج له چارلز سیمئون او د هغه له انجیلي نورو پیروانو سره ولیدل خو فیس یې دومره لوړ و چې نور یې وس ورته نه رسېد. هغه خپل کورته راوګرځول شو څو په توتنس ښوونځي کې زده کړې وکړي؛ دغه مهال نوموړی ۱۶ یا ۱۷ کلن و. دویم خصوصي ښوونکی یې د اکسفورډ ښوونکی و چې د هغه تر نظر لاندې بابېج تر هغې کچې کلاسیک زده کړې وکړې چې په کمبرېج پوهنتون کې د شمولیت لپاره کافي وې. [۳۴][۳۵][۳۶]

په کمبرېج پوهنتون کې سمول

بابېج د ۱۸۱۰ زکال په اکتوبر میاشت کې د کمبرېج په ترینیتي کالج کې شامل شو. هغه له وړاندې څخه د معاصرو ریاضیاتو اړوند له ځانه سره زده کړې کړې وې؛ هغه د رابرټ ووډهاوس، ژوزف لوئیس لاګرانژ او ماري اګنسي آثار لوستي و. په پایله کې نوموړی په پوهنتون کې د ریاضي له معیاري تدریس څخه ناهیلی شو. [۳۷][۳۸][۳۹]

په ۱۸۱۲ زکال کې بابېج، جان هرشل، جورج پیکاک او څو تنو نورو ملګرو یې په ګډه تحلیلي ټولنه رامنځته کړه؛ دوی همدارنګه اډوارډ رایان ته نږدې و. د یو زده کړیال په توګه بابېج همدارنګه د نورو ټولنو لکه د ګوسټ کلب غړیتوب هم درلود چې د ماورا طبیعت پېښو اړوند یې څېړنې کولې؛ له دې سربېره نوموړي د استخراج کوونکو د ګروپ غړیتوب درلود چې له میډهاوس (دارالمجانین) څخه یې د خپلو هغو غړو د خوشي کولو هڅې کولې چې دوی ته ژمن و. [۴۰][۴۱][۴۲]

په ۱۸۱۲ زکال کې بابېج د کمبرېج پیټرهاوس کالج ته ځان تبدیل کړ. نوموړی په دغه کالج کې له مخکښو ریاضي پوهانو څخه و خو په عالي درجه ترې فارغ نه شو. نوموړي په ۱۸۱۴ زکال کې له ازموینې پرته سند ترلاسه کړ. ده له داسې پای لیکنې دفاع وکړه چې په عمومي مقدماتي بحث کې سپکاوي کوونکی بلل کېده، خو دا څرګنده نه ده چې آیا دغه واقعیت په ازموینه کې د هغه نه ګډون ته اړوندېږي او که بل لامل لري. [۴۳][۴۴]

له کمبرېج وروسته سمول

بابېج خپل شهرت ته په پام په ډېرې چټکۍ وده وکړه. نوموړي په ۱۸۱۵ زکال کې د ستور پوهنې اړوند سلطنتي بنسټ ته وینا وکړه او په ۱۸۱۶ زکال کې د سلطنتي ټولنې د همکار غړي په توګه وټاکل شو. بل پلو، له فراغت وروسته یې د یو شمېر نابریالیو کاري فرصتونو لپاره غوښتنه ورکړه چې د هغه د مسلک په برخه کې یې ډېره لږ ګټه لرله. په ۱۸۱۶ زکال کې نوموړی په هایلبیري کالج کې د ښوونکي څوکۍ ته ځان نوماند کړ؛ په داسې حال کې چې هغه د جیمز ایوري او جان پلیفیر لارښوونې په یاد لرلې، خو د هنري والټر پر وړاندې یې ماته وخوړه. په ۱۸۱۹ زکال کې بابېج او هرشل پاریس ته سفر وکړ او له ارچیل ټولنې (Society of Arcueil) څخه یې لیدنه وکړه؛ چېرې چې دوی له مخکښو فرانسوي ریاضي پوهانو او فزیک پوهانو سره ناستې وکړې. همدغه کال بابېج د پیر سیمون لاپلاس په لارښوونه په ادینبورګ پوهنتون کې د تدریس په موخه غوښتنه وړاندې کړه، خو دغه څوکۍ ویلیام والاس ته ورسېده. [۴۵][۴۶][۴۷][۴۸][۴۹][۵۰]

له هرشل سره یوځای بابېج د آراګو څرخېدو په الکټروډینامیکونو باندې کار وکړ او په ۱۸۲۵ زکال کې یې د کار پایله خپره شوه. د هغوی توضیحات یوازې انتقالي و چې د مایکل فارادي له خوا یې پراختیا ومونده. دغه پدیده نن ورځ د ګردابي جریانونو د نظریې برخه ده او بابېج او هرشل د الکترومقناطیسي نظریې د یو موټي کولو یو شمېر لومړنۍ نښې له لاسه ورکړې او د آمپر د قوې قانون ته نږدې پاتې شول. [۵۱]

بابېج د جورج بارت، آکچوئري جدولونه او له هغه پاتې شوي نه خپاره شوي آثار په ۱۸۲۱ زکال کې د هغه له مړینې وروسته وپېرل او په ۱۸۲۶ زکال کې یې د ژوندانه د تضمین په موخه د مختلفو بنسټونو په پرتله ئیز لیدلوري (Comparative View of the Various Institutions for the Assurance of Lives) نومي اثر کې د هغو اړوند سروې ګانې ترسره کړې. د هغه دغه لېوالتیا د بیمې د یوه شرکت د جوړولو لپاره د هغې پروژې را وروسته وه چې فرانسس بیلي یې په ۱۸۲۴ زکال کې طرحه وړاندې کړه خو په جوړولو کې یې پاتې راغی. بابېج د دغې چارې په موخه د اکچوئري جدولونو له مخې په ۱۷۶۲ زکال کې د عدالت ټولنې (Equitable Society) د مړینو له شمېرو څخه په ګټنې محاسبه ترسره کړه. [۵۲][۵۳][۵۴]

په ټوله دغه دوره کې بابېج د خپل پلار هغه غوښتنې ته په پام چې باید ژر واده وکړي په زړه نا زړه توګه یې په ۱۸۱۴ زکال کې واده وکړ ځکه هغه د خپل پلار ملاتړ ته اړ و؛ هغه او اډوارډ رایان د ویتمور له خویندو سره واده وکړ. هغه د لندن په مریلبون کې ځانته کور جوړ کړ او د لویې کورنۍ بنسټ یې کېښود. په ۱۸۲۷ زکال کې د پلار له مړینې وروسته ورته پریمانه شتمني په میراث پاتې شوه (د ۱۰۰ زره پونډه په ارزښت چې اوس مهال له ۹.۲۱ میلیونه پونډه او یا هم ۱۲.۶ میلیونه ډالرو سره برابرېږي) او په دې توګه هغه له مالي پلوه خپلواک شو. همدغه کال د خپلې مېرمنې له مړینې وروسته هغه یو مهال سفر کولو ته ځانګړی کړ. هغه په ایټالیا کې د توسکاني له لوی دوک دویم لئوپولډ سره ولیدل چې پیمونټ ته د هغه د راتلونکي سفر لپاره یې زمینه برابره کړه. په ۱۸۲۸ زکال کې هغه مهال چې په روم کې و او له هرشل سره یې د تفاوت د ماشین په پروژه کار کاوه؛ خبر شو چې په کمبرېج کې د ښوونکي په توګه منل شوی، هغه ځایګی چې نوموړی ورته درې ځله (۱۸۲۰، ۱۸۲۳ او ۱۸۲۶ زکال) هڅه کړې وه خو پاتې راغلی و. [۵۵][۵۶][۵۷][۵۸]

سرچينې سمول

  1. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12124143j — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  2. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12124143j — سرليک: Баббидж, Чарльз — ورځپاڼه: IIa — نشرونه لخوا د: Brockhaus and Efron Encyclopedic Dictionary. Volume IIа, 1891
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12124143j — د نشر نېټه: ۲۲ اگسټ ۲۰۱۷ — پیدا کوونکی: John O'Connor او Edmund Robertson
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Encyclopædia Britannica Online ID: https://www.britannica.com/biography/Charles-Babbage — subject named as: Charles Babbage — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6mp5525 — subject named as: Charles Babbage — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  6. ۶٫۰ ۶٫۱ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/12433 — subject named as: Charles Babbage — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/babbage-charles — subject named as: Charles Babbage — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ NL CR AUT ID: https://aleph.nkp.cz/F/?func=find-c&local_base=aut&ccl_term=ica=ola2002150481 — د نشر نېټه: ۲۳ نومبر ۲۰۱۹
  9. ۹٫۰ ۹٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0006459.xml — subject named as: Charles Babbage — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ InPhO ID: https://www.inphoproject.org/thinker/2581 — subject named as: Charles Babbage — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Internet Philosophy Ontology project
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ Proleksis enciklopedija ID: https://proleksis.lzmk.hr/10224 — subject named as: Charles Babbage — سرليک: Proleksis enciklopedija او Opća i nacionalna enciklopedija
  12. https://www.britannica.com/biography/Charles-Babbage — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
  13. http://www.bbc.co.uk/history/historic_figures/babbage_charles.shtml — د نشر نېټه: ۳۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
  14. Accademia delle Scienze di Torino ID: https://www.accademiadellescienze.it/accademia/soci/charles-babbage — د نشر نېټه: ۱ ډيسمبر ۲۰۲۰
  15. http://www.nndb.com/people/913/000031820/ — د نشر نېټه: ۱۵ مې ۲۰۱۸
  16. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  17. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12124143j — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  18. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/246841187
  19. Terence Whalen (1999). Edgar Allan Poe and the masses: the political economy of literature in antebellum America. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 254. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-00199-9. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Copeland, B. Jack (18 December 2000). "The Modern History of Computing (Stanford Encyclopedia of Philosophy)". Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. 
  21. Copeland, B. Jack (18 December 2000). "The Modern History of Computing (Stanford Encyclopedia of Philosophy)". Stanford Encyclopedia of Philosophy. Metaphysics Research Lab, Stanford University. 
  22. Halacy, Daniel Stephen (1970). Charles Babbage, Father of the Computer. Crowell-Collier Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-02-741370-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Charles Babbage Institute: Who Was Charles Babbage?". cbi.umn.edu. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Swade, Doron (2002). The Difference Engine: Charles Babbage and the Quest to Build the First Computer. Penguin. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780142001448. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Newman, M.H.A. (1948). "General Principles of the Design of All-Purpose Computing Machines". Proceedings of the Royal Society of London, Series A. 195 (1042): 271–274. Bibcode:1948RSPSA.195..271N. doi:10.1098/rspa.1948.0129. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Herman H. Goldstine (1972). The Computer: from Pascal to von Neumann. Princeton University Press. د کتاب نړيواله کره شمېره 0-691-02367-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. کينډۍ:Openplaque
  28. کينډۍ:Cite ODNB
  29. Hyman 1982, p. 5
  30. Moseley, Maboth (1964). Irascible Genius, The Life of Charles Babbage. Chicago: Henry Regnery. د کتاب پاڼې 29. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. . [{{{url}}} The Late Mr. Charles Babbage, F.R.S]. The Times.
  32. Members Constituencies Parliaments Surveys. "Praed, William (1747–1833), of Tyringham, Bucks. and Trevethoe, nr. St. Ives, Cornw". Historyofparliamentonline.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جون ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Moseley 1964, p. 39
  34. "Reverend Stephen Freeman's Schools Ponders End". 74 – London Metropolitan Archives: City of London. UK: The National Archives. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. Hyman, Anthony (1985). Charles Babbage: Pioneer of the Computer. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 17. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-02377-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. Collier, Bruce; MacLachlan, James (2000). Charles Babbage: And the Engines of Perfection. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 11. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-514287-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. کينډۍ:Acad
  38. Leedham-Green, E. S. (1996). A Concise History of the University of Cambridge. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 142. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-43978-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. کينډۍ:Cite ODNB
  40. Wilkes (2002) p.355
  41. Hofstadter, Douglas R. (2000) [1979]. Gödel, Escher, Bach: an Eternal Golden Braid. Penguin Books. د کتاب پاڼې 726. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  42. "Charles Babbage'S Computer Engines". د اصلي آرشيف څخه پر ۳۰ اپرېل ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ مارچ ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  43. کينډۍ:Acad
  44. کينډۍ:Cite ODNB
  45. Essinger, James (2007). Jacquard's Web. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 59 and 98. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-280578-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  46. George Green: Mathematician and Physicist, 1793–1841: The Background to His Life and Work. SIAM. 2001. د کتاب پاڼې 255 note 19. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-89871-463-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  47. Hahn, Roger (2005). Pierre Simon Laplace: 1749–1827; a Determined Scientist. Harvard University Press. د کتاب پاڼي 295 note 34. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-674-01892-1. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ مې ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. کينډۍ:Cite ODNB
  49. The Edinburgh magazine, and literary miscellany, a new series of The Scots magazine. 1819. د کتاب پاڼې 369. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. Flood, Raymond; Rice, Adrian; Wilson, Robin (2011). Mathematics in Victorian Britain. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 145. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-960139-4. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  51. Williams, L. Pearce (1965). Michael Faraday. Da Capo Press. د کتاب پاڼي 170–172. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-306-80299-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  52. Collier, Bruce; MacLachlan, James (2000). Charles Babbage: And the Engines of Perfection. Oxford University Press. د کتاب پاڼي 29–30. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-514287-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  53. کينډۍ:Cite ODNB
  54. Hyman, Anthony (1985). Charles Babbage: Pioneer of the Computer. Princeton University Press. د کتاب پاڼې 59. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-691-02377-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  55. James (25 February 2010). Remarkable Engineers. Cambridge University Press. د کتاب پاڼې 45. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-139-48625-5. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  56. Knox, Kevin C. (6 November 2003). From Newton to Hawking: A History of Cambridge University's Lucasian Professors of Mathematics. Cambridge University Press. د کتاب پاڼي 242, 258–72. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-521-66310-6. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اپرېل ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  57. Essinger, James (2007). Jacquard's Web. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 59 and 98. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-280578-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  58. کينډۍ:Cite ODNB