اگوسته ادا کنگ ، کونټس آف لولېس (۱۰م دسمبر ۱۸۱۵م.زـ ۲۷م نومبر ۱۸۵۲م ز) د اگوسته ادا بايرن چې په عمومي توگه د ادا لولېس په نوم پېژندل شوې يوه انگرېزه شمېرپوهانده او د چارلس ببېج د لومړني میخانيکي ماشين چې لومړنيو کمپيوټرونو څخه شمېرل کېږي يو شننيز انجن و د هغه د کاريالونو يوه لیکواله وه . د هغې د هماغه لارښودنيزو نوټونو يا لیکنو څخه داسې څرگندېږي چې شننيز ماشين د لومړني الگورتم په مرسته رغول شوی . د همدې خپرونې لیکنې له کبله ادا لولېس په نړۍ کې تر ټولو لومړنۍ د سولگرپوهنې يا کمپيوټر ساينس پوهنې د خپرونې لیکواله وه .

ادا لولېس

لولېس د دسمبر په ۱۰مه کال ۱۸۱۵م زېږدي کې د انگرېز شاعر لارډ بايرن او آزابلېلا بايرن کاله کې زېږېدلې . د بايرن نور ماشومان د هغه له واده پرته له يوې ښځې زېږېدلي ول . کله چې لولېس وزېږېده نو بايرن له خپلې ښځې بېل شو او بيا يې انگلنډ د تل لپاره پرېښود چې لمخې يې د يونان د خپلواکۍ جگړې په مهال له يوې اوږدمهالې ناروغۍ څخه رنځور مړ شو . دا مهال لولېس د اتو کالو وه . د ادا لولېس مور د بايرن څخه په زړه لرلي ټپ له کبله مختورې شوه او لدې چې نه يې غوښتل چې لور يې د هغې د پلار د لېونتوب په هکله اندېښمنه وي نو خپله لور يې د شمېرپوهنې او منطق زده کړو ته وهڅؤله چې لولېس د پوهنپوهنې په ډگر کې وځلېده . ادا لولېس خپل برلاسيتوب په پويټيکل ساينس او شننيزې پوهنپوهنې کې گڼل . د پېغلتوب په مهال لولېس په شمېرپوهنې کې ډېره برلاسې شوه چې د همدې تکړه والي لمخې دا د خپل انگرېز سيال شمېرپوهاند چارلس ببېج سره ملگرې شوه او د ببېج په شننيز انجن جوړولو پروژې ورسره ملکارې شوه . د ۱۸۴۲م زېږدي او ۱۸۴۳م زېږديزو کالونو په منځ کې لولېس په لومړي ځل يو اټالياوي متن چې د اټاليايي پوځي انجنير لويگي مينابرېا لخوا په يو انجن باندې لیکل شوی و انگرېزي ته وژباړه . پدغه ژباړل شوي متن کې هغې خپل له ځانه ځينې اړونده مالومات ورزيات کړل چې لورايه د هغې لخوا نوټونه نومېدلي . دغو نوټونو ته په کتلو او په الگورتمي غونډال جوړ شوي انجن ته ، ډېر وگړي دا لومړنۍ د کمپيوټر خپرونه ليکونکې گڼي . د لولېس دغه نوټونه اوس هم د کمپيوټرونو د تاريخ اهمې لیکنې گڼل کېږي . نوموړې پدغه شننه کې لا مخته وتلې او د نويو پرمختگونو په درشل کې يې د شمېرلو او شمېر کارولو نورې لارې چارې هم برسېره کړي ، چې لمخې يې ځينې داسې گڼي چې ببېج هم پدغو کې ورسره ملکاری دی او د نورو وړتياؤ لارې يې هم روښانه کړي . د هغې د پويټکل ساينس وړتيا د ځينو شننيزو انجنونو په هکله پوښتنو له کبله پدې کې مرسته کړې چې څنگه په يوې ټولنې کې فرد او تخنيک سره يو لاس غبرگې اړيکې جوړولای شي .

مخينه

زده کړې

لولېس برسېره په دې چې ناروغي يې هم درلوده خو خپلو زده کړو ته به يې مخه کوله . مور ېې دا د شمېرپوهنې زده کړې ته ډېره هڅووله ځکه چې مور يې د هغې له نوغنيزې ريښې له کبله په ډار کې وه چې گواکې د پلار لېونتوب په نوغي کې ورنشي . لولېس ته په شخصي توگه د ويليم فرېنډ لخوا د شمېرپوهنې لوستونه ورکول کېدل .


دندې

لومړنيو خپرونو په هکله

فکري پنځونې

سرچينې