څوکه ور لکۍ لرونکې ژوې

Xiphosura
څوکه ور لکۍ لرونکې ژوې
مملکه ژوی
څانگه بند پښه لرونکی ژوي
لاندي څانگه نوسی لرونکې ژوې
طبقه ورون خوله ژوي
طايفه تېغ لکۍ لرونکي ژوي

څوکه ور لکۍ لرونکې ژوې (په لاتين: Xiphosura) د نوسی لرونکو ژويو څخه دي چې په سمندرونو کې ژوند کوي. نوموړي ژوي تقريبا ۴۳۰ میلیونه کاله مخکې د سيلورين په دوره کې رامنځ ته شوې وي.

توصيف سمول

که چې هم د اوسنيو څوکه ور لکۍ لرونکو ژوېو اوږدوالي ۶۰ سانتيمتره دي. خو د دي ژويو د سیلورين ډولونو اوږدالي یوازې څو سانتیمتره وو.د څوکه ور لکۍ لرونکې ژوېو ټول بدن د کلک پوستکی چې د کیتین محتوی لري، پوښ شوي دي. وينه یې آسماني (شین) رنگ لري. نوموړي ژوي کوچنۍ سمندري ژوي خوري. په اوس وخت کې د دي ژوي ۴۲ ډوله( د هغو ډولونو څخه ۳۸ فوسيلي ډوله شته) ژوي پېږندل شوي دي

د څوکه ور لکۍ لرونکو ژوېو ډولونه سمول

  • Limulus polyphemus

د هغو ژويو څخه دي چې د مکسيکو په خليج کې او د اتلانتيک سمندر په شمالي سیمو کې ژوند کوي.

  • Trachypleus tridentatus

د هغو ژويو څخه دي چې په جنوب ختيځي آسیا کې چين، جاپان او سوېلي کوريا ته نژدي ژوند کوي.

  • Tachypleus gigas

د هغو ژويو څخه دي چې په جنوب ختيځي آسیا کې په گرمو سمندرونو کي ژوند کوي. اوږدوالي یې ۳۹ سانتيمتره دي.

  • Carcinoscorpius rotundicauda

د هغو ژويو څخه دي چې په جنوب ختيځي او جنوبي آسیا کې ژوند کوي.