د "یونان" د بڼو تر مېنځ توپير

۶ تورى ورگډ شول ،  ۲ کاله مخکې
د سمون لنډيز پرته
نښلنونه: د موبايل سمون د موبايل گورت سمون
د ارتقا دوهم ډول د [[یونان]] مدنيهیواد [[دولت]] ؤ او هغه په دوؤ بنسټيزو اصولو باندې ولاړ ؤ. هرښار په سیاسي ډول باندی یو منظم او له نورو څخه یو خپلواک دولت ؤ. او هغوی به په خپله خپلواکۍ باندې فخر کاوه. او هم به په شعوري ډول د هرمدني دولت ساحه او نفوس محدود ساتل کيدل.
 
د یونان د سیاسي مفکرینو په آند په یوه مرکزي ښار کې د سیاسي ، کلتوري او ذهني ژوند یو ځای ساتلو لپاره د دولت کوچنیوالی ډېر اړین دی. د یونان مدني دولت د ازادۍ او مساوي قوانینو په حاصلولو کې تر یوه حده پورې شعوري پرمختگ وکړ. د یونانیانو په نزد د یوه دولت د اتباع کېدلو مطلب یواځې د مالیو او وټونو ورکول نه بلکه دملکي او نظامي ژوند په ټولو کارونو کې په مستقیم او فعال ډول گډون کول و. مانا دا چې دولت د کلتور مترا د ف و او ټول ژوند د دولت په واک کې و.