د "محمد رباني" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
ما ورته اضافه کړی ول، خو ټوله کاپی او ویکی‌پيډيایی ندي!
۱ کرښه:
ملا '''محمد رباني''' ''([[انگرېزيانګرېزي ژبه|په انگرېزيانګرېزي]]: Mohammad Rabani)'' د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې د افغانستان لومړی وزير و. دی د پاکستان د استخباراتو لخوا په اسلام اباد کې د يوې حکومتي مېلمستيا په لړ کې د خوړو پر مهال زهر ورکړل شوي و چې بيا روغتون کې مړ شو.
 
 
 
 
 
 
 
 
 
== مخینه ==
ملا محمد رباني د الحاج ملا امیرمحمد زوی د نیک محمد لمسی په 1377هـ ش کال چې د 1958م زېږيز کال سره سمون لري د کندهار ولایت مركز کې وزېږېد.
د ملا محمد رباني پلار د کندهار ولایت د علماؤ او منورینو له ډلې څخه گڼل کېده. همدارنگه د یوه فاضل او متقي انسان په توگه د خلکو په منځ کې مخور نوم درلود. له همدې کبله ده د خپل زوی د علمي روزنې په هکله ډیر هاند و هڅه درلوده. د ملا محمد رباني د زده کوونکيو له خولې چې وايي ٫٫نوموړي هم د خدای ورکړې سرشار علمي استعداد له لامله د ښه لیاقت څښتن و٬٬.
== زده کړې ==
پلار یې هم د دیني علومو د زده کړې او حصول لپاره ونوماوه او د شرعي تعلیماتو د ترلاسه کولو لپاره یې ديني مدرسې کې شامل کړ.
معمولاً په [[افغانستان]] کې ددیني علومو د حصول طریقه د رسمي او حکومتي مدارسو له لارې نه، بلکې د نوموړي هیواد د مخورو ديني علماؤ، استاذانو او مشایخو په وسیله په ځانگړې توگه ترسره کیږي . هر عالم او فقیه په خپل مسجد کې یو څه شمیر زده کوونکي (طالبان) راټولوي او بیاهغوی ته د دود سره سم د شرعي علومو تدریس او زده کړه پیلوي.
په دغو دودیزه [[علوم]]و کې [[صرف]]، [[نحوه]]، [[معاني]]، [[فقه]]، [[اصول الفقه]]، [[علم التفسیر]] او [[حدیث]] شامل وي.
دغه سلسله تقریبا له کال 2۰2 هجري څخه په افغانستان کې د[[اسلامي نړۍ]] دسترو [[مشاهیر]]و او دپخواني خراسان سيمو له اعلامو لکه [[امام ابوداودالسجستاني]]، [[شیخ الاسلام محمد بن محمد بن بکرالخلمي]]، [[امام ابواللیث السمرقندي البلخي]] او همداسې نورو څخه په میراث پاتې ده.
 
==سیاسي اړخ او ژوند==
که څه هم چې په دې وروستیو درې ؤ لسیزو کې په رسمي او حکومتي لحاظ دغه ديني تعلیمي لړۍ ته تر ډیره د چارواکو له خوا پاملرنه نه کیده، خو نوموړې علمي لړۍ د متدینو وگړو په مرسته تر دا نن ورځې پوري په افغانستان کې داسلامي علومو په ترویج او د افغانستان په تاریخ کې د جهادي خوځښتونو د پرمختگ او د هغوی په ژوندي ساتلو کې ېې بنسټيز رول لوبولی.
دبېلگې په توگه په کال ۳77 هـ ش کې [[سلطان محمود غزنوي]] دهند لویه فتحه او د اسلام خپرول د همدغو علماؤ په مرسته او لارښوونه ترسره کړه.
په کال 55۹ هـ ش کال کې چې [[سلطان شهاب الدین غوري]] له افغانستان څخه د هند په نیمه وچه حکومت کاوه، همدغو علماؤ د هغه د حکومت په لوړو واگيؤ او چارو کې مهمې ونډې او مسولیتونه درلودل.
همدا راز کله چې دافغانستان ستر واكمن [[احمد شاه دراني]] په کال 11۶۰ هـ ش کال کې د هندي مسلمانانو د مرستي په موخه هند ته خپل پوځونه واستول؛ د دغه جهادي اقدام د ترسره كولو لامل یې د همدغو دیني علماؤ توجیه او لارښوونه وه.
په کال 1254 هـ ش کې په افغانستان باندې دانگرېز یرغل په مقابل کې د [[امير امان الله خان]] مقاومت کوونکو [[مجاهد]]ینو مسؤلیت د همدغو جهادي عالمانو په غاړه و.
ملا محمد رباني د همدغو جهادي او علمي شخصيتونو چې د هغوی له جملې څخه د طالبانو اسلامي امارت د حاکمیت د وخت ستر مفتي او متبحر عالم [[شیخ عبدالعلي دیوبندي]] هم دی تر علمي روزنې او تربیې لاندې خپل دیني تعلیمات ترسره کړل.
 
== جهاد کې ېې ونډه او مبارزه==
نوموړی لا د علم او تحصیل له بهیره نه ؤ فارغ شوی چې په کال 1357 هـ ش کې كمونستانو د یوې پوځي کودتا له لارې د افغانستان سیاسي واگی ترلاسه کړی.
په افغانستان کې د کمونسټانو له واک ته رسیدو سره سم په ټول هیواد کې د هغوی په ضد ولسي پاڅونونه پیل شول او ددغه ولسي پاڅونونو د قیادت او مشرۍ مسؤلیت بیاهم د افغاني دیني علماؤ په غاړه و. ملا محمد رباني چې مخکې له مخکې ېې لا د علم او جهاد په مدرسه کې له خپلو استادانو څخه د جهاد او سرښندنې سبق ترلاسه کړی و، تر ټولو دمخه د جهاد او له وطن څخه په دفاع سنگرونو ته لاړ.
نوموړی دا مهال یوویشت کلن و خو په جهاد او فداکارۍ کې د ټولو مجاهدینو په منځ کې په يوه ډیر زړور، غیرتي او فداکاره مجاهد سره مشهور و.
نوموړي د قندهار ولايت د څو تنو نورو مشهورو مجاهدینو سره د خپل جهادي فعالیت پیل د هیواد په جنوب لویدیځ زون کې د جهاد د مؤسس شهید ملا موسی کلیم له جهادي جبهې څخه پیل کړ. له هغه وروسته د کندهار ولایت دارغسان ولسوالۍ ته راغی اوهلته یې د روسانو خلاف د سیمې د مجاهدینو په انسجام او ترتیب لاس پوري کړ.
د ارغسان ولسوالۍ په چغنی نومي غره کې جهادي مرکز تأسیس او له همدغه ځایه یې د کندهار ولایت په مختلفو سیمو کې جهادي فعالیت شروع کړ.
دارغسان ولسوالۍ په چغني، تورتاک، شابیگ او سنگر نومي سیمو کې د روسانو په مقابل کې په ډیرو سختو عملیاتو كې په خپله گډون درلود.
که څه هم چې د چغني د جبهې قیادت د قومندان عبدالرازق په غاړه و، خو د جگړې پر مهال به د مجاهدینو مشري دده پر غاړه وه.
په ټولو جهادي او پوځي عملیاتو کې د ملا محمد رباني دهمیشني مشارکت له امله په وروسته کې د دغې جبهې د مجاهدینو د مرستیالۍ مسؤلیت ورته وروسپارل شو چې له هماغه وخته را هیسې یې د مجاهدینو په منځ کې د حاجي معاون صاحب په نوم شهرت پیداکړ.
=== په جهادي بهیرکې یې پوځي اواداري مسؤلیتونه ===
له روسانواودهغوي له لاسپوڅوکمونستانوسره دقندهاراوجنوب لویدیځې حوزې دفاتحومجاهدینوکلک مقاومت دغې سیمې ته دافغاني مقاومت دیوه مضبوط جهادي سنگرحیثیت ور کړاو الحاج ملامحمدرباني دنورومجاهدینوترڅنگ ددغې سیمې دیوه ډیرماهر،مجرب جهادي اوعسکري شخصیت په توگه پکې ښه تبارزوکړ.
نوموړی دخپل همدغه جهادي اوعسکري مهارت اونبوغ له مخې دټول جنوب لویديځ زون دمجاهدینودیوه تکړه قومندان په توگه له 13۶۰ تر13۶۹ هجري شمسي کال پورې دروسانوپه ضد دډیروبریالیوپوځي عملیاتوقومانده په غاړه لرله چې له امله یې روسانوته دسراومال ډیردرانه تلفات ورسیدل اوخپله ملامحمدرباني هم تر۳ ځله زیات پکې سخت ټپي شویدي.
په دغوپوځي عملیاتوکې دنوموړي فاتحانه قیادت ددې لامل شوچې هغه په ملي کچه دافغانستان دجهاد دمشهورو عسکري قومندانانوپه کتارکې شامل اودهغه وخت دجهادي تنظیمونودرهبرانودپاموړشخصیت وگرځي .
داهغه وخت وه چې دافغانستان دجهاد د (7)جهادي تنظیمونورهبرانو په پاکستان کې دمجاهدینوعبوري جلاوطنه حکومت اعلان کړی وه .
په دغه عبوري حکومت کې دجهادي رهبرانوترمنځ داپریکړه وشوه چې دهیواد دداخل مشهوروجهادي قومندانانوته به هم په دغه حکومت كي فعال سهم ورکول کیږي .
دمجاهدینودغه عبوري حکومت په ریس اولومړي وزیرسربیره مکمله حکومتي کابینه لرله چې په هغې کې ښاغلی ملامحمدربانی ته دحج اواوقافودوزارت دمرستیالۍ دنده سپارل شوې وه.
که څه هم چې ملامحمدرباني په دغه وخت کې په تنظیمي لحاظ دښاغلی مولوی محمدیونس (خالص)تر رهبري لاندې له اسلامي حزب سره تعلق درلود خوپه جهادي لحاظ یې دټولوجهادي رهبرانوپه زړه کې خاص ځای درلود.
نوموړي له دغه لوي اداري مسؤلیت سره سره بیا هم دهیوادپه داخل کې دخپلومربوطه مجاهدینودجهادي فعالیتونواوددښمن په ضددنظامي عملیاتوقومانده شخصاپه خپله غاړه لرله چې په ډیروځایونوکې یې دوزارت دمرستیال په توگه له دښمن سره په مخامخ جگړه کې برخه اخیستي.
==د طالبانو داسلامي تحریک په تأسیس کې رول==
په 13۶۹ هجري لمریزکال کې له افغانستان څخه دروسي ځواکونوله تیښتې اوبیا په 1371هجري شمسي کال کې دهغوﺉ دلاسپوڅي حکومت ترسقوط وروسته ملامحمدرباني دهیواد دیوه مخلص اومصلح شخصیت په توگه دتنظیمي ډلوټپلو دخپل منځي شخړوپه هوارولوکې خپلې ټولې هڅې په کارواچولې اوپه دې لاره کې یې نه ستړې کیدونکې هلې ځلې وکړې.
جنوب لویدیځ زون چې یومهال دروسانوپه ضد د جهاد او مقاومت تر ټولو محکم او پیاوړی جهادي سنگربلل کیدوله بده مرغه چې دروسانوله عقب نشیني اود ډاکترنجیب په مشرۍ دکمونستي حکومت ترړنگیدو وروسته دتنظیمي اختلافاتو اوجگړه ماروډلودخپل منځي جگړوپه میدان بدل شو.
دغه خپل منځي اختلافات اوجگړې یواځې په جنوب لویدیځ زون کې نه بلکې په تدریجی ډول دهیوادله مرکزنه پیل اوپه ډیرلیږوخت کې دهیوادشمال ،جنوب،ختیځ اولويدیځ ته وغزیدې ،چې له امله یې دمقدس څوارلس کلن اسلامي جهادپایلې اوپه هغه کې دیونیم ملیون سورکفنه شهیدانوټولې هیلې اوارمانونه دنفاق اواختلاف په كورورانوونكي اورکې وسوځیدې .
دغه زړه دردوونکی حالت هیڅ مسلمان ته دتحمل اومنلووړنه وه خودهغه دمخنیوي توان بیا هیچاهم په ځان کې نه لیدو .
یوشمیرهغوکسانوچې دخپل اسلامي جهادپه حقانیت یې ایمان اوباوردرلود؛ دالله تعالی په دغه مقدس ارشاد باندې په باور : (ان الله لایضیع اجرالمحسنین) اوله هغه څخه په الهام اخیستلوسره داسلامي جهاد دنیمگړیوآرمانونودتحقق لپاره بیا خپله مجاهده اومبارزه پیل کړه .
دغو دالله دلارې نه ستړي کیدونکومجاهدینوپه داسې حال کې چې دپخواني جهادله ستړیاوواوستومانیوڅخه لا نه وه هوساشوي اوهمداراز دهغه جهادپه مهال کې په صورت لگیدلي زخمونه لاپوره نه وه جوړشوي ، بیایې په هغه ستړي اوستومانه حالت کې دخپل رنځیدلي ولس دآرامۍ په غرض دمفسدینواومنافقینوپه خلاف جهاد پیل کړ.
ددغوباعزمه مجاهدینوپه جمله کې دطالبانوداسلامي تحریک دمشرتابه ترڅنگ دملامحمدرباني رول اوفعالیت دهغه یو نیږدې ملگري محترم ملامحمد اخوند چې داسلامي امارت دحاکمیت په مهال یې هم دهغه ترڅنگ مهم اداري مسؤلیتونه سرته رسولي داسې بيانوي ..
ملامحمدرباني يوداسې علمي اوجهادي جامع شخصیت وو چې دهغه دجهادي کارنامو اواجتماعي خدمتونوتشریح په دغوڅو محدودوجملوکې نشي کیدلای.
نوموړی دخپلوتیروجهادي فعالیتونوترڅنگ دطالبانو داسلامي تحریک له مؤسیسینوڅخه هم گڼل کیږي.
دطالبانوداسلامي تحریک دتأسیس پرمهال به چې کله دکوم ولایت یاکومې سیمې دتصفیه کیدوموضوع رامنځته شوه نوملامحمدرباني به لومړی شخص وه چې دهماغې سیمې دسوله اییزې تصفیې په ترسره کولو به یې غورکاوه .
نوموړي به همیشه ددې کوښښ کاوه چې څرنگه وکولای شي هماغه سیمه په سوله اییزه توگه دطالبانوترکنترول لاندې راشي.
کله چې په 10/10/1995 طالبان دکابل تردروازو ورورسیدل ملامحمدرباني دمخالفینومشر احمدشاه مسعودته دخبرو دعوت ورکړ هماغه وه چې مسعود هم د ده په دعوت باور وکړ اوله ده سره دخبرو لپاره له کابل څخه میدان ښارته راغی .
د ملامحمد رباني لومړۍخبره له مسعودسره داوه چې په دې وطن کې داسلامي حکومت دنافذیدولپاره یونیم ملیون شهدانو قربانۍ ورکړي باید دهمدغو شهیدانو دوینو درناوی وشي اوپه افغانستان کې بی له کوم قید اوشرط څخه اسلامي حکومت عملي شي ،
اود دې کاردترسره کیدولپاره دطالبانواسلامي تحریک ټینگ عزم کړی لهذا ته هم باید ورسره خپله ټوله همکاري ترسره اوپه افغانستان کې دیوه مستحکم اسلامي حاکمیت لپاره دعملي کیدوزمینه میسره کړي.
ملامحمد اخوند زیاتوي:
له شمالي ولایاتونه بغیردافغانستان نورټول مرکزي ، جنوب لویدیځ ،جنوبي اوختیځ ولایتونه د ملامحمد رباني په صلح امیزه هلوځلو دطالبانوترکنترول لاندې راغلي.
==دطالبانوپه اسلامي تحریک کې دده مسؤلیتونه ==
سره له دې چې ملامحمدرباني ته دطالبانوپه تحریک کې ټولولوړرتبه مسؤلینواومجاهدینودجهادي استاذ اودتحریک له مشرتابه راپه دیخوا ددوهم مسؤل شخص په سترگه کتل خو ده بیادخپل میل اومزاج له مخې په هیڅ صورت دمسؤلیت اومشرۍ نشه په سرکې نه ساتله .
کله چې په کال 137۳5/11/1994 کې طالبانود دکندهارولایت ترخپلې ولکې لاندې راوست نو ملامحمدرباني ته په دغه وخت کې دطالبانودعالي شورا مسؤلیت وسپارل شو.
په 3/4/1996م او 1374ل کال دحمل دمیاشتې په 13ـ 14نیټه چې کله دهیواد۱۵۰۰ علماو له لوري دطالبانوداسلامي تحریک مشرته دامیرالمؤمنین لقب اعطاء اواسلامي امارت بنسټ کیښودل شو بیاهم دملامحمدرباني رول ځانگړی اهمیت درلود اوداسلامي امارت دامیرترڅنگ یې په پور ه اخلاص اوصداقت خپلو جهادي اواصلاحي فعالیتونوته دوام ورکړ.
 
په 9/5/1995چې دطالبانوفتوحاتودجنوب لویدیځ زون دنورولایاتوهلمند،اروزگان،فراه اوهرات په لوري مخه کړه نوملامحمدرباني په دغوټولوفتوحاتوکې دیوه برمیال فاتح په توگه سهم درلوداو دټول جنوب لویدیځ په تصفیه کولوکې دده تکتیکي هڅې دځانگړي اهميت لرونكې وې .
همداراز په 11/9/1996 چې کله دهیواد دختیځ زون ولایتونه ننگرهارکونړاولغمان داسلامي امارت ترولکې لاندې راغلل نوبیاهم ملامحمدرباني ته دختیځ زون دعمومي مشر مسؤلیت وسپارل شو.
په 27/9/19961375کال دتلې دمیاشتې په شپږمه نیټه چې کله دهیوادپلازمینه کابل په بشپړه توگه داسلامي امارت ترحاکمیت لاندې راغی نوداسلامي امارت دمشرتابه له خوا په کابل کې ددولتي چارودتنظیم اوترتیب په غرض شپږ کسیزه سرپرسته شوراتأسیس اومشري یې بیاهم دملامحمدرباني په غاړه ورواچول شوه.
اوکله چې سرپرسته شوراپه حکومتي تشکیل بدله اوداسلامي امارت په چوکاټ کې ریاست الوزراء تأ سیس شو نوملامحمدرباني دریاست الوزراء درییس په حیث وټاکل شو.
==عقیده اوفکري انتماء یې: ==
ملامحمدرباني په عقیدوي لحاظ داهل سنت والجماعت اوسلف صالحینودسپیڅلې لاري پیروي کوله.
نوموړي له خرافاتواوبدعتونوڅخه ډیره کرکه کوله اوتل به یې خلگ دقرأن اوسنت نبوي پیروي ته دعوتول.
==تقوااوپرهیزگاري یې : ==
ملامحمدرباني دخپلونوروحسنه اخلاقو اوفضایلوترڅنگ دزهد،تقوی اودیندارۍ یوه نمونه وه،
دشپې قیام اللیل اودورځې دڅاښت لمونځ دده له خصوصیاتوڅخه وه.
دپخواني جهادپه دوران کې زه(دلیکنې لیکوال)دزابل په ولایت کې له ښاغلي ملامحمدرباني سره څو ورځې ملگری وم.
دامهال نوموړی دمجاهدینودعبوري حکومت دیوه مسؤل په توگه دزابل ولایت دجهادي اونظامي چارودانسجام په خاطر دغه ولایت ته راغلی وه.
لومړۍ شپه مودتبسخرترڅنگ دسیدجان نومې کلې دمجاهدینوپه یوه مرکزکې تیره کړه .
دمجاهدینودغه مرکز دکلي دمسجدترخواجوړشوی وه ، په پخواني اوهمداراز اوسني جهادکې په کلیوالوسیموکې دمجاهدینو داوسیدنې ځایونه مساجد دي .
ملامحمد رباني به هم دنورو عادي مجاهدینوپه څیر له مجاهدینوسره یوځای په همدغومساجدوکې بي له کوم امتیازه اوسیده .
په همدغه ورځ هم ملامحمدرباني دنورومجاهدینوپه څیردمرکزمسجدته ولاړی اودماخوستن له لمانځه وروسته يي استراحت هم هالته وو.
په مسجدکې دپیره کوونکومجاهدینو دشورماشوراوحرکت له امله ماته هیڅ خوب نه راتو خوچې هرځل به مې دحاجي معاونصاحب لوري ته وکتل نوهغه به په هماغه توره شپه کې په ډیرأرام سره په لمانځه ولاړوه.
 
==ایثاراوخودگذري یې: ==
په 1366 هجري شمسي کال کې دکندهارولایت ته دمجاهدینودجهادي فعالیتونودشنډولوپه غرض دروسانوډیره درنه قوه راغله ،اودکندهارولایت دمحله جات په سیمه کې دملامحمدرباني په گډون یوزیات شمیر مجاهدینومخامخ جگړه ورسره پیل کړه په دغه جگړه کې چې تقریبایوه میاشت یې دوام درلود دجگړې دواړوخواته درانه تلفات وواښتل چې خپله ملامحمدرباني هم په دغې جگړې کې سخت ټپې شو.
دملاعبدالقیوم په نامه یوه مجاهدچې په دغوعملیاتوکې برخه درلوده ماته وویل چې دحاجي معاون صاحب په شمول زمونږدجبهې څلورتنه مجاهدین زخمیان شول .
کله چې نورمجاهدین دجگړې له میدانه څخه دټپیانودراپورته کولوپه نیت راغلونولومړی حاجي معاون صاحب ته ورغلل ،خوحاجي معاون صاحب دوﺉ ته وویل چې زه ښه یم ترماهغه دری تنه نورمجاهدین سخت زخمیان دي لومړی هغه درواخلي .
مجاهدینوچې کله هغه راپورته کړل اوبیاحاجي معاون صاحب ته ورغلل نوهغه دومره سخت زخمي وه چې بلکل دپورته کیدلواوحرکت کولونه وه خوده بیاهم دجنگ له صحنې څخه ترځان له مخه هغه نورمجاهدین چې زخمونه یې هم دده په نسبت ډیرکم وه وایستل .
==داسلامي نړۍ په قضایاویې اهتمام: ==
داسلامي امت اړوندې قضیې ملامحمدرباني دخپل ژونداهمې قضیې بللې اوداسلامي امارت دحاکمیت په مهال یې دفلسطین ،چیچین ،کشمیراونورواسلامي قضایاؤپه هکله ځانگړې بیانیې صادرې کړې .
==ساده گي اوبی تکلفه ژوند یې : ==
ملامحمدرباني سره له دې چې دژوندزیاته برخه یې په لوړواداري اوپوځي مسؤلیتونوکې تیرشوی خوله دې هرڅه سره سره یې په طبیعت اومزاج کې دتکبراوغرورهیڅ نوع نښانې نه لیدل کیدې..
دهغه ناسته ولاړه ،حرکات اوسکنات ټول دیوه ډیرعادي شخص کړو وړوته ورته ول، اود خپلونوروملگرو په مقابل کې ځان ته په هیڅ امتیازنه وه قائل.
درسمي کاراو وظیفې پرمهال به هرعادي سړي له ده سره ډیرپه اساني سره لیدلای شول په خپله دروازه کې به یې مسؤل پیره داریواځې دمراجعینودنوبت دمراعاتولوپه منظوردراوه .
دمجاهدینوپه عبوري حکومت کې د وزارت له مرستیالۍ نه بیاداسلامي امارت دریاست الوزراء ترمشرۍ پوري نوموړي شخصي محافظین اوباډي گارډان نه لرل .
هغه څوک چې له ده سر ه په سفراوحضرکې یوځای اوسیدل اوگرځیدل هغه دده جهادي ملگري اودرسي شاگردان ول ..
یوځلې دریاست الوزراء (دطالبانودواکمنې په مهال دصدارت عظمی دمنصب نوم) دمسؤلیت په مهال کې دځینورسمي کارونودترسره کولوپه غرض دننگرهارولایت ته راغلی وه،هالته له سهاره ترماسپښین پورې دهماغورسمي اجراآتوپه لیدلوبوخت وه ، دماسپښین په یونیمه بجه دجلال ابادښار دقصرپه جامع مسجدکې كوم چې دننگرهارولایت مقرته په لنډه مسافه کې موقعیت لري لمونځ کیده،ده چې ساعت ته وکتل دجماعت دلمانځه وخت ته ډیرکم وخت پاتې وه.
سمدستي دهماغه رسمي کارله منځه په ډیره چټکۍ سره راولاړاونیږدې دمنډې په حالت کې یې دجماعت لومړي صف اوتکبیر اولی ته ځان راورساوه.
هغه نور مسؤلین چې ترده دعمراومسؤلیت په لحاظ ډیرکشران ول ډیروروسته مسجدته په رسیدوبریالي شول.
له خپلوملگروسره یې تعامل اوبرخوردډیر بي تکلفه اوپه خوراک ،څښاک ،ناسته اولاړه کې له هغوﺉ نه هیڅ امتیازنه درلود.
دریاست الوزراء دمسؤلیت په مهال کې به له وزیراکبرخان مینې څخه دکابل دارگ ترماڼۍ دریاست الوزراء تردفترپوري ډیروخت دخپلو دریوـ څلوروملگروسره پیاده روان وه .
له خپلوملگروسره به یې په ټولوجهادي اوسپورتي نشاطاتوکې په ډیره خوښۍ گډون کاوه ،اودهغوي دسپورتي لوبوله منځه به یې دچغ په نامه محلي لوبه ډیره خوښه وله.
==دشخصي ژوند اقتصادي حالت یې: ==
سره له دې چې ملامحمدرباني دخپل مسؤلیت او وظیفې له مخې داسلامي امارت په بودیجه کې دهرقسم استعمال اختیاردرلود خونوموړي په دومره اندازه له دغې بودیجې څخه استفاده کوله چې په ډیره عادي توگه یې امراردژوندورباندې کاوه.
دژوندتراخیره پورې یې په خپل هماغه پلرني عادي کوراكتفاوكړه او دبیت المال له بودیجې څخه یې ځانته شخصي کورجوړنه کړ.
كله چې په 2۰۰۰ میلادي کال کې دملگروملتونودامنیت شوراله خوا په افغانستان ظالمانه اقتصادي بندیزولگیدو اودهمدغې شوری له لوري داسلامي امارت دچارواکوبانکي حسابونوبند اعلان شول په دغوچارواکوکې ملامحمدرباني هغه شخص وه چې په نامه یې هیڅ بانکې حساب شتون نه درلود.
==دخلگوپه زړونوکې یې محبوبیت .==
ملامحمدرباني دخپلونیکواسلامي اخلاقوله وجې دهرچا په زړه کې ځانگړی حیثیت درلود.
دده دوفات په مهال دصوبه سرحد مشهورژورنالیست رحیم الله یوسفزی له بي بي سي راډیوسره دمرکې په وخت وویل :
نن دطالبانودحکومت ترټولولوړرتبه مسؤل ملامحمدرباني په حق ورسیدو...
اوملامحمدرباني دطالبانوپه منځ کې داسې یوجامع جهادي شخصیت وه چې دده په مړینه نن هم دطالبانودوستان اوهم دهغوﺉ مخالفین خفه دي ....
 
== مړينه ==
بالآخره دغه دجهاداومبارزې دلارې نه ستړی کیدونکی لاروی ،دتقوی اوزهدنمونه ،دایثاراوفداکارۍ سمبول ،داخلاقو،شرافت اوفضیلت څلی دالهي تقدیراوفیصلې سره سم دسرطان داوږدې ناروغۍ له امله دپاکستان دروالپنډۍ ښارپه یوه روغتون کې د1422 هق کال د محرم الحرام دمیاشتې په لومړۍ نيټه خپله روح خپل حقیقي مالک ته وسپارله اودتل لپاره یې له دې فاني نړۍ څخه سترگې پټې کړې.
==سرچینې==
* یادونه: دغه لیکنه دطالبانو مربوط دالصمود به نوم له عربي ژبې مجلې څخه کټ مت ژباړل شوې [[وېشنيزه:افغان وزيران]]
{{د افغانستان لومړي وزيران}}
[[وېشنيزه:افغان طالبان]]
[[وېشنيزه:افغان جنگسالاران]]
[[وېشنيزه:ملايان]]
[[وېشنيزه:د کندهار خلگ]]