د "طالبان" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
۴۵ کرښه:
په۱۹۹۴ز کال کې د طالبانو پوځي قواوې چې د پاکستان لخوا وسله والې شوې افغانستان ته د کورنيو جگړو د له منځه وړلو د اړتيا په موخه ورغلې . دغه اړتيا ځکه پېښه شوه چې د ۱۹۹۲زــ ۱۹۹۵زکال پورې اتو ، نهو په نوم مجاهدينو ډلو ټپلو د افغانستان د حکومتي واک پر سر په هغه هېواد کې د چور ، تاړاکونو، خلک وژنو او په ښځينه او ماشومانو باندې تريو باندې لاس پورې کړی و . عامه وگړو لپاره گرانه وه چې د افغانستان دننه ېې نظم راوستلای وی او بهرنيو هېوادونو هم د ناکامه تېرمهال کړنو له کبله ځان بې خبره ښوده ځکه د شر او پساد ډلو هرڅه د اسلام تر نوم لاندې ترسره کول . د افغانستان لږه کيو د وحدت ډلې ، نظار شورا ، جمعيت اسلامي ، جنبش تر نومونو لاندې د گاونډيو تاجکستان، اوزبکستان ، تورکيې ، پاکستان ، ایران ، روسيې او هند گټې ساتلې ځانونه ېې په ژبه بېل کړي و . طالبانو د سیمو قوماندانان چې پر افغانانو یی ډیر ظلمونه کول، د هلکانو څخه قوماندانانو ناوړه گټه پورته کول، هغوی به ې گډول دغو ناوړو کړنو ته د پای ټکی کېښود . طالبانو په کندهار کې خپل مقر تاسیس کړ. طالبانو تر ۱۹۹۵ کال وروسته په سلو کې دېرش د افغانستان خاوره لاس ته راوړل. په ۲۶ د سپتامبر ۱۹۹۶ کال کښې طالبان د کابل پایتخت ته ورسېدل. په دې وخت کې ملا محمد عمر چې د طالبانو مشر و په افغانستان کې [[د افغانستان اسلامي امارت|د افغانستان اسلامی امارت]] رامنځته کړ او شریعت د ملا عمر لخوا اعلان شو. خو [[د افغانستان اسلامي امارت|د افغانستان اسلامی امارت]] تر تاسیسولو وروسته یوازې د [[پاکستان]]، سعودی عربستان او د عربي متحده امارات لخوا په [[افغانستان]] کښې سفارت خانې پرانستل شوی.
 
== د طالبانو واکمني ==
[[دوتنه:152481786.jpg|بټنوک|250px|کيڼ|طالبان]]
د طالبانو مشرانو په مطابق هر نارینه باید ږیره درلودلای. چاته اجازه نه وه چې وگډېږي او سندرې ووایی. خلکو اجازه نه درلوده چې تلویزیون، فلم یا سندرې واوري. ښځو باید برقه اغوستلای وای. ښځو ته اجازه نه وه چې د بهرنی نارینه سره رابطه ولری او کار وکړی. خلک به یې څارل چې د ورځې پینځه وخته لمونځ کوي او که نه. د دی په سبب غیر مسلمانو باید پر خپلې جامې ژیړه نښه درلودلای .