د "ویرا غیر فعال څارونکی سیستم" د بڼو تر مېنځ توپير

و
و
و (Typo fixing using AWB)
 
[[دوتنه:Verasm 2.jpeg|بټنوک|400px|کيڼ|ویرا غیر فعال څارونکی سیستم]]
'''ویرا غیر فعال څارونکی غونډال''' ( [[چيکی ژبه|په چېکی]] :Pasivní sledovací systém Věra ) یو ډول اېلېکترونیکی غونډال دی چې [[ چېک جمهوريت|د چېک په جمهوریت کې]] جوړېږی . دغه څارونکی غونډال د الوتکو او نورو موخو د څارلو لپاره کارېږی.د ویرا غیر پوځي ماډل په هوایي سرویس کې کارېدلای شي. دغه غونډال د سمندري سرویس د څارولو لپاره هم کار کولای شي. دغه څارونکی غونډال [[اېسټونيا]]، [[پاکستان]] او [[د امریکا متحده ایالات|امریکا]] ته لېږل شوي . [[ چېک جمهوريت|چېک]] حکومت غوښتل چې د ویرا څارونکی غونډال د [[د خلکو جمهوري چين|چېن]] هېواد ته هم ولېږدي، خو [[جورج واکر بوش|امریکایی حکومت]] پر چېکي سیاستوالو سیاسي فشار وغورځاوه او چېک سیاستوالان اړ شول چې له دغه سوداګريسوداگري څخه ډډه وکړي.
== څارونکی غونډال ==
د غیر فعال څارونکي غونډالونه [[ چېک جمهوريت|د چېک په جمهوریت]] کې د ۱۹۵۵ز. کال څخه جوړېږي او د ویرا غیر فعال څارونکي غونډال د هغو غونډالونو څخه وروستي موډل يا بڼې دي. د ویرا غیر فعال څارونکی غونډال د ۱۹۹۴ ز. کال څخه راپه دېخوا جوړېږي اود [[چېک جمهوريت|چېکي]] پوځ په ۱۹۹۵ز. کال کې له دغه غونډال څخه په رسمي توگه کار واخیست. د ویرا غیر فعال څارونکی غونډال د درې (اې اس ام) (ESM) دانتنونو او یو قبلولو مرکز څخه يي بڼه رامنځته شوې. د انتن وزن ېې ۲۵ کیلوگرام دی. دغه غونډال کولای شي ۳۰۰ موخ ييزې نښې وڅاري. دغه غونډال کولای شي د الوتکې رادارونه، دهواپېژندنې رادارونه، آی اېف اېف غونډال (IFF) او د تاکتیک د هوایي چلوونکي غونډال ( TACAN) وڅاري. د وېرا څارونکی غونډال څخه اېلکټرومګنېټېکاېلکټرومگنېټېک (برېښنايي مقناتيسي ) سیگنالونه (electromagnetic signals) راووځي او د شمېرپوهنې په مرسته د الوتکې او نورو اهدافو موقعت تعینوي. دا پدې مانا چې کله د دښمن الوتکه په جگړې کې خپل رادار یا بل الېکټرونیکي غونډال پرانيزي نو ویرا څارونکی غونډال د دغې الوتکې شتونځای مومي او ملي پوځ کولای شي دغه الوتکه په نښه کړي. په اوس وخت کې ۶ د ویرا موډلونه يا بڼې ېې جوړېږي .
*ویرا اې پي (Vera AP ) غیر پوځي موډل دی چې په هوایي سرویس کې کارېږي.
*ویرا اېي (Vera E ) پوځي موډل دی چې د سوداګريزسوداگريز لېږد لپاره ټاکل شوي.
*ویرا اس/ام ( Vera SM) پوځی موډل دی چې د چېک په جمهوریت کې استعمالېږي.
*ویرا پې ۳ ډې (Vera P3D ) دغه موډل په هوایی ډګرډگر کې کارېږي.
*ویرا ها ام اس (Vera HMS )
*ویرا آی اس څې بې (Vera ASCB )
* [http://www.icao.int/icao/en/ro/apac/2005/ADSB_SITF4/sp06.pdf PDF company presentation]
* [http://www.pasivnisystemy.cz Czech ESM/EW unit site]
 
 
[[وېشنيزه:د چېک پوځي تخنيک]]