'''لمر''' هغه ستورۍ دی چی د [[لمريز غونډال]] په منځ کی قرار لری. تقریبا کروی او ګردگرد شکل لری. او د پلازما او وودل شوی مګنیټیمگنیټی ساحی څخه تشکیل شوی دی. قطر یی ۱۳۹۲۰۰۰ کیلومتره دی چی د څمکی څخه ۱۰۹ څله لوی دی او کتله یی ۲۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰۰ کیلوګرامهکیلوگرامه ده چی د څمکی څخه ۳۳۰۰۰۰ څله لویه ده.
د کیمیاوی اړخه دری پر څلور برخه یی هایدروجن څخه جوړه شوی ده او پاتی برخه یی تقریبا په ټولیز ډول سره هیلیوم دی.
== دلمر نوم او د هغه منشأ==
په انګریزیانگریزی کی ورته Sun وایی چی پخوا وختونو کی په زړه انګریزیانگریزی کی ورته Sunne ویل کیده چی د جنوب معنی تری اخستل کیږی، په جرمنی ژبو کی د جرمنی خدایانو په نامه چی ورته به یی sol یا Sunna ویل یادیده. په لاتین کی ورته Sol وایی، پدی آخری وختونو کی د ستورپیژندونکی لخوا دا کلمه د ورځی د اوږدوالی لپاره استعمال شوی ده چی یوه ورځ ۲۴ ساعته ۳۹ دقیقی او ۳۵،۲۴۴ ثانیی اوږدوالی لری.
== دلمر مشخصات==
لمر د G-type ستورو د سلسلی څخه دی او د لمریز نظام ۹۹،۸۵ سلنه جوړوی. کابو بشپړ کروی شکل لری مګرمگر په قطبونو کی وتلی برخه لری چی د هغه قطر د منځنیو خطونو څخه د ۱۰ کیلومترونو په اندازه توپیر کوی. داخل یی د پلازما څخه جوړ شوی دی معنی یی دا چی لمر جامد ندی. منځنی برخی یی نسبت د قطبونو څخه سریع حرکت کوی. دی نوع دوران ته اشتقاقی دوران یا Differential rotation وایی.
د لمر هسته د ۲۰ څخه تر ۲۵ سلنی د لمریزی شعاع په اندازه په داخل کی پرته ده. کثافت یی ۱۵۰ ګرامهگرامه پر سانتی متر مکعب سره دی چی د اوبو د کثافت څخه ۱۵۰ څله لوی دی. او پدی ځای کی حرارت ۱۵،۷ میلیونه کالوین دی. مګرمگر د لمر په سطح باندی حرارت ډیر کم دی چی مقدار یی ۵۸۰۰ کالوینه ته رسیږی.