د "ایتا جینېرو" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
 
۱ کرښه:
'''ایسټېټ جنرل''' په فرانسه کې --- ایتا جېنېرو Estates-General of French Monarchy -États-Généraux په [[فرانس]] کې له انقلاب نه مخکې سلطنتي حکومت له درې ډلو جوړ وو: دستور ورکونکي چې روحانیون او اشراف وو، اقلیت خو تر نورو ېې زېات امتیاز لاره او درېمه ډله 'خلک ' وو چې اکثریت وو. دلته په ۱۳ پېړی کې د وکیلانو په مشوره او دودونو سنتي کړنو ته په کتو د لوی ګډونگډون په ذریعه اساسي قانون جوړېده چې د همدې مقننه قوې نوم اېتا ژېنېرل یا جېنېرل وو. د اېتا جېنېرل بنسټ په ۱۳ پېړي کې کېښودل شوي وو او تر ۱۷۸۹ تر د فرانسې انقلاب پورې ېې دوام وکړ. دغه مقننه قوه چې له درې ډلو جوړه وه په اول ځل د پاریس په نوتر دام چې په فرانسي نتخ دام تلفظ کېږي د اپریل په ۱۰ کال ۱۳۰۲ کې جوړه شوه. او د بحث موضوع د پادشاه څلورم فیلیپ او د کتو لیک عیسویان پاپ اتم بونیفاس تر منځ مخالفت په اړه وه. د پرېکړې لپاره د ټول فرانسوي ملت نظر هم راغونډ شوی وو. دغې جرګېجرگې د پادشاه ملاتړ وکړ. په دوېم ځل ۱۳۰۸ کې د اغونډه په تور چې په فرانسوی توغ تلفظ کېږي جوړه شوه, موضوع ېې د عیسویانو د مذهبي جنګيجنگي لښکر ختمول وو په پخوانی وخت کې پادشاه هم لښکر لاره او کلیسا هم مذهبي لښکر تر څو له عیسویت نه دفاع وکړی.په ۱۳۲۰ کال کې داېتا جېنېرال یا جېنېرل ایسټېټ غونډه په پونتواز او پوانتیی کې وشوه او په دواړو غونډو کې خلکو خپله مرسته له پادشاه پنځم لویي سره وکړه د مرستې موخه د سلطنتي خزانې تقویت وو. په کال ۱۳۵۵ کې دا غونډه د دوېم جان له لوري جوړه شوه تر څو د خلکو مالي مرسته د انګلستانانگلستان په ضد د جنګجنگ لپاره راغونډه کړي. کله چې په فرانسه کې ځنې اصلاحات را منځ ته کېدل نو د اېتا جېنېرل مقننه قوې ورسره مخالفت وکړ خو د داوفین چې په فرانسوی داوفه تلفظ کېږي د دوی مخالفت رد کړ. دا غونډه په ۱۴۴۸ کې جوړه شوه تر څو په اول ځل د کلیو لپاره استازي وټاکي. خو د پادشاه دولسم لویي په وخت کې چې ۱۷ کاله د فرانسې پادشاه وو او په ۱۷ کلو کې ېې صرف یو ځل دا غونډه په کال ۱۴۸۶ کې را وبلله. له دې وروسته اول فرانسیس چې په فرانسې له ۱۵۱۵ تر ۱۵۴۷ حاکم وو دا غونډه را ونه بلله. په ۱۶ پېړی کې دیارلسم لویي د سلطنت دوره کې مذهبي جنګجنگ جوړ شو او په ۱۶۱۴ کې دا غونډه را وبلل شوه خو د دې غونډې کمزورتیا هم په ګوتهگوته شوه هغه کمزورتیا د خلکو د نظر اختلاف د خپلو شخصي ګټوگټو ساتنې لپاره. په دې غونډه کې جرګېجرگې د دفترونو خرڅول رد کړل او په دې سره ېې اشراف په دې مجبور کړل چې له خپلو ځنې امتیازاتو تېر شي خو جرګهجرگه هم بې پرېکړې پای ته ورسېده. له دې وروسته د دې ډلې خلک هم په سلطنتي حکومت کې یا د قاضي په حیث او یا هم کوم اداري کار نیولی وو چې دا جرګهجرگه کمزورې شوه او وګړيوگړي ېې کم شول د دې جرګېجرگې بله او اخري غونډه په کال ۱۷۸۹ وشوه چې په دې وخت کې سلطنتي حکومت له ډېرو ستونزو سره مخ وو او د فرانسې د انقلاب پېل وو ؛ ستونزې لکه مالي کمزورتېا، د پادشاه قدرت کې کمی. چې بلاخره د انقلاب ملي شورا جرګېجرگې په ۱۷ جون د اېتا جېنېرل لغوه کېدل اعلان کړل چې د ټولنیزو او سنتي ډلو د دولت په چارو کې د ګډونگډون پای ته ورسېد
 
==تړلې لیکنې==