Content deleted Content added
۷۶ کرښه:
 
::::: ما خو تل اورېدلي چې اسمان شين دی. بوټي زرغونېږي. تاسو خپل د خبرو د ملاتړ لپاره بايد کره سرچينې را په گوته کړئ. هغه د طالبانو خبرو سپيناوی ځکه نه درکوم چې زه نه پوهېږم چې د زرغون او شين له بحث څخه سياست ته ولې لاړئ او پوره ۳۶۰ درجې د موضوع نااړونده چټياټ مو ولې ليکلي. --[[کارن:ANBI|ANBI]] ([[د کارن خبرې اترې:ANBI|خبرې اترې]]) 21:12, 23 مارچ 2016 (UTC)
 
== ایا تاسې له ګوګل ژباړن ګټه پورته کوئ!؟ ==
 
اغلې طاهر مجیدي سلامونه!
په پښتو ویکي کې ستاسې ګړندۍ ونډې وینم، خوشاله یم چې تاسې دلته لیکنې کوئ. یوې خبرې ته چې ما فکر وکړ ستاسې ځینې لیکنې داسې ښکاره کوي چې د ګوګل ژباړن په وسیله ژباړل شوي اوسي؛ لکه د '''[[زیړ]]''' رنګ په اړه لیکنه مو. زما په خیال د داسې لیکنو چې د ګوګل ژباړن په وسیله ترسره شي؛ د هغې لیکنې بیا ځلې ایډیټ کول د همدې لیکنې له انګلیسي څخه د ژباړې څخه ډېر زیات وخت نیسي. نو ستاسو هیله کوو چې لیکنه دې خیر دی له ۱ کرښې تر ۵ کرښو وي، مګر چې یو څوک یې ولوستلای شي او ګټه ترې واخېستلای شي. ستاسې دا د '''[[زیړ]]''' رنګ په اړه لیکنه هیڅ نه لوستل کیږي او په ډېره سخته ترې یو څوک مفهوم اخېستلای شي.
هیله ده په دې کرښو خپه نه شئ او د اړتیا په وخت له ګوګل ټرانسلیټر څخه ګټه پورته کړئ. په درنښت --[[کارن:عثمان منصور انصاري|عثمان منصور انصاري]] ([[د کارن خبرې اترې:عثمان منصور انصاري|خبرې اترې]]) 20:26, 26 مارچ 2016 (UTC)