د "اقتصادي نظام" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د سمون لنډیز نسته
د سمون لنډیز نسته
۴ کرښه:
 
 
څنګه ممکنه ده داسې یو اقتصادي نظام رامنځته شي چې په دایمي ډول د بشر اقتصادي ستونزو ته د حل لار وګرځي؟
په نړۍ کې مشهور پېژندل شوي اقتصادي نظامونه په لاندې ډول دي:
* پانګوال اقتصادي نظام یا کاپیټلیزم
* اشتراکي اقتصادي نظام یا سوسیالیزم
* د اسلام اقتصادي نظام
==پانګوال اقتصادي نظام==
د '''کاپیټلیزم''' {{Lang-en|Capitalism}} کلمه د لومړي ځل لپاره په کال ۱۸۵۴، د انګلیسي ژبې په یوه ناول کې د پانګې د ملکیت په مانا استعمال شوې. د انګلیسي ژبې قاموس یاده کلمه د Capital څخه اخیستل شوې ګڼي چې د لاتینې ژبې د Caput اوښتې بڼه ده او د (سر) مانا ورکوي.
کاپیټلیزم د لوېدیځ د لیبرال ډیموکراسۍ اقتصادي مفکوره ده، او د هغه نظام نوم دې چې په هغه کې د یوې ټولنې اقتصادي منابع د عامو وګړو په شخصي ملکیت کې وي او ټول خلک د خپلو شخصي ګټو لپاره کار کوي. حکومت د چا په ملکيت، د سوداګرۍ په چارو او فعالیتونو کې هيڅ ډول لاسوهنه نه لري. د اقتصادي فعالیتونو اصلي موخه پکې ګټه ترلاسه کول دي.
منځته راتګ:
په منځنیو پيړیو کې اروپايي ټولنو په هره مانا ډیر وروسته پاتې او تیاره ژوند درلود، هم له مادي او هم له معنوي اړخه. خلک پکې په دریو ډلو ویشل شوي و. لومړۍ ډله یې اشراف و چې پراخه ځمکې یې درلودې او د عیش و عشرت ژوند یې کاوه. دوهمه طبقه پکې د کلیساوو راهبان و. دوی په ټولنه کې د خلکو د ناپوهیو او جهالت څخه په استفادې په هغوی خپل ناقص افکار چلول او د فیوډالانو د ګټو لپاره به یې کار کاوه. دریمه ډله خلک پکې بزګران و چې د ټولنې تر ټولو ټیټه طبقه وه او د ژوند له ټولو مزایاوو بې برخې و. لکه ماشینونه به یې یواځې د اشرافو او راهبانو په چوپړ کې شپې، ورځې تیرولې.
د وخت په تیریدو، د ټولنې ټیټه طبقه خلک (بزګران) د دیني راهبانو او اشرافو له ظلمونو او سلطې په تنګ شول؛ په حقونو یې تعرضات کیدل او له ستونو یې مړۍ ویستل کېدې. همدا وخت و چې د دریمې طبقې په منځ کې د شخصي ازادۍ نارې اوچتې شوې، او پانګوال اقتصادي نظام رامنځته شو. فردي ازادي چې ددغه نظام فکري بنسټ تشکیلوي د لاندې عواملو په اساس په ډیر ګړندي ډول پراختیا ومونده:
 
** د قومي دولتونو منځته راتګ
* د جغرافیایي اکتشافاتو جوړښت
* علمي او فکري نهضتونه او ددیني تحریک اصلاح
* صنعتي انقلاب
* د فیوډالي نظام کمزورتیا او ښارونو ته د غلامانو تېښته
د کاپیټلیزم اقتصادي نظریه د منځنیو پیړیو له ختمیدو وروسته، له اولسمې پیړۍ راپدیخوا رامنځته شوې چې په اوایلو کې یې د سوداګرۍ بڼه درلوده، وروسته یې صنعتي شکل خپل کړ او په شلمه پیړۍ کې د پانګوال اقتصادي نظام په نامه شهرت ته ورسید.
په دغه نظام کې فردي ملکیت ته مطلقه خپلواکي ورکړل شوې، هر څوک پر خپل شخصي ملکيت، د توليد پر وسايلو او د هغوی په اړه د هر ډول پریکړو پوره واک او اختيار لري. د تقاضا، عرضې، پانګې اچونې او قیمت ټاکنې په برخه کې افراد مطلقه ازادي لري او د دولت له مداخلې په امان دي. دولت او یا بله کومه مسؤوله اداره په اقتصادي فعالیتونو کې مهم رول نه لري، دندې یې یواځې د امنیت په ساتلو او د قانون څخه د سرغړاوي په مخنیوي پورې محدودې دي.
 
==بڼې==
 
==سرچینې==
* د لومړیتوب سایټ داحمدسینا سباوون لیکنه
[[وېشنيزه:وټه| ]]
[[وېشنيزه:وټیز غونډالونه| ]]