د "پولي سیاست" د بڼو تر مېنځ توپير

Content deleted Content added
د "'''پولي سیاست''' {{Lang-en|Monetary Policy}} هغه سياست دى، چې د مرکزي بانک له خوا د پيسو د وړاندې كولو د..." تورو مخ جوړ شو
 
د سمون لنډیز نسته
۲ کرښه:
 
'''''په بله وينا:''''' پولي سیاست د هغو تدبريونو او تصميمونو له ټولگې څخه عبارت دى، چې د ټاكلو اقتصادي موخو، په ځانگړې توگه د ثبات د ټينگښت، استقرار او پولي ارزښت په موخه نيول کيږي.
==د پولي سیاست موخې==
د پولي سیاست اصلي او معمولي موخې په لاندې ډول دي:
# [[بشپړ استخدام]].
# [[د بيو ثبات]].
# [[اقتصادي وده او پرمختگ]].
# [[د تادياتو بيلانس]].
# [[د پيسو عرضه كول]].
# [[د كرېډېټونو يا اعتبارونو او ټكټانې نرخ برابرول]].
 
==د پولي سیاست عاملين==
[[بانکی سيستم]] له درې ډوله بانكونو څخه جوړ دى، چې په لاندې ډول دي:
===[[مرکزي بانک]]===
په اوس وخت كې مركزي بانك د هر خپلواك او مقتدر هيواد لپاره د يوې مهمې مالي موسسې رول لري، ځكه دا موسسه د دولت د اقتصادي سياستونو په بشپړتيا، په ځانگړې توگه د پولي او مالی سياستونو په چوكاټ كې مهم رول لوبوي او كړنې يې د دولت د سمو اقتصادي او مالي فعاليتونو لپاره اړينې دي او د هيواد د پولي چارو مديريت پر غاړه لري.
{{د اقتصاد پوهه}}