مرکزي بانک یو عامه بنسټ دی چې په ټولیز ډول د ارز صدورول، د پیسو خورول او تنظیمول او په هیواد کې د گټو د نرخونو د مهارولو چارې تر سره کوي.

په اوس وخت كې مركزي بانك د هر خپلواك او مقتدر هيواد لپاره د يوې مهمې مالي موسسې رول لري، ځكه دا موسسه د دولت د اقتصادي سياستونو په بشپړتيا، په ځانگړې توگه د پولي او مالی سياستونو په چوكاټ كې مهم رول لوبوي او كړنې يې د دولت د سمو اقتصادي او مالي فعاليتونو لپاره اړينې دي او د هيواد د پولي چارو مديريت پر غاړه لري. مركزي بانك د بانكونو د بانك په نامه هم يادېږي. مركزي بانك په ځينو هېوادونو په ځانگړې توگه مخ پروده هېوادونو كې د حكومت تر مستقيمې ادارې لاندې خپلې دندې تررسه كوي، خو د هر هېواد مركزي بانك له نورو هېوادونو سره د دندو په برخه كې توپیرونه لري. پر دې بنسټ د وخت په اوږدو كې د مركزي بانك د دندو د زياتوالی په پام كې نيولو سره يو لنډ او نه بدلېدونىك تعريف ستونزمن دى. سره له دې مركزي بانك ښايي د مركزي پولي موسسې په توگه چې د سوداگريزو بانكونو د دندو ټاكل، د دولت مالي ستازيتوب او د هېواد د پولي سيستم رهبري كول پر غاړه لري، هم ياد شي. اقتصاد پوهانو هم مركزي بانك په بېالبېلو ډولونو تعريف كړى، د بېلگې په توگه، شو (Shw) مركزي بانك د اعتبارونو د كنټرولوونکي په توگه تعريف كړى دى. همداشان (How Trey) مركزي بانك د پور لپاره د وروستنۍ سرچينې په توگه تعريف كړى. يو شمېر پوهان د مركزي بانك عمده دندې د پولي بنسټ ساتنه او ثبات بولي او يو شمېر بيا د مركزي بانك له خوا د پيسو د نشريدو پر دنده ټينگار كوي. په هر حال كې سوداگريز بانكونه له خلكو څخه امانتونه نه قبلوي، ډېرى كارونه چې سوداگريز بانكونه يې د خلكو پر وړاندې بايد ترسره كړي، نه يې ترسره كوي. مركزي بانك په مخ پر وده هېوادونو كې مستقل طبيعت نه لري، په ځينو هېوادونو كې نيمه مستقل طبيعت لري، لكه په كاناډا او انگليستان كې.په يو شمېر هېوادونو كې مركزي بانك بشپړ واك لري، لكه د امريكا په متحدو ايالتونو كې، چې رئيس يې د ولسمشر او مشرانو جرگې په وړانديز ټاكل كیږي او د بانك رئيس يوازې د مشرانو جرگې (سنا) پر وړاندې مسووليت لري. د مركزي بانك موخه د نورو مالي موسسو په څېر دگټې ترلاسه كول نه دي، بلكې موخه يې د كنټرول له لارې د پيسو د ثبات او ارزښت ساتل او د حجم مراقبت او همداشان د نورو بانكونو او مايل موسسو د ناكامۍ مخنيوى دى او په ځينو هېوادونو كې د مركزي بانك پانگه په خصويص ملكيت پورې تړلې، خو د عامه موسسو په رديف كې راځي.