پوځي تیوري

پوځي تیوري د هغه تیوریو څخه عبارت ده چي د پوځي جګړې اړوند تعریف، خبرتیا، لارښود او نور څیزونه موږ ته راښيي. نظامي تیوري نورمالي پیښي او توضیحي لاملونه دواړه تر څېړني لاندي نیسي ترڅو دا وښيي چي جګړه څه دول ترسره کیږي. [۱] پداسي حال کي چي نظامي تیورۍ کیدای سي د ساینسي میتود له مخي وکارول سي، خو یاده تیوري د نظامي ساینس څخه توپیر لري. د نظامي تیوري موخه د نظامي بریا لاملونه تشریح کول او د دې په اړه لارښود چمتو کول دي چي څنګه باید یوه جګړه وګټل سي. [۲]

نظامي تیوري د سیاسي علومو ، ستراتیژیکو مطالعاتو ، نظامي مطالعاتو او تاریخ د څانګو له لاري د ټولنیزو علومو او بشري علومو په اکاډمیکو برخو کي څو اړخیزه انځور ګڼل کیږي. دا انځور درې کلیدي ساحې معاینه کوي:

  • جګړه څه ده (د ماهیت له مخي)؟
  • جګړه کوم ډولونه په ځان کي رانغاړي (د جګړې کرکټر)؟
  • جګړې څنګه ګټل کیږي (د نظامي ځواک کارول یا خپله جګړه[۳]
  1. Angstrom, Jan and, Widen, J.J. (2015). Contemporary Military Theory: The Dynamics of War. New York: Routledge. pp. 4–9. ISBN 9780203080726.
  2. Angstrom and Wider. Contemporary Military Theory. pp. 8–9.
  3. . 1980. {{cite journal}}: Cite journal requires |journal= (help); Missing or empty |title= (help)