ټولنیز معیار

ټولنیز معیارونه د هغه چلند مشترک سټنډرډونه دي چې ډلو ته د منلو وړ وي. ټولنیز معیارونه کېدای شي د یوې ټولنې د غړو پر چلند حاکم غیر رسمي تفاهم وي او یا هم کېدای شي د اصولو او قوانیو په چوکاټ کې ترتیب شي. ټولنیزې معیاري اغېزې یا ټولنیز معیارونه د انسان د چلندي بدلونونو پیاوړي محرکونه ګڼل کېږي او په هغو تیوریو کې په ښه ډول منظم شوي او ځای پر ځای شوي دي چې د انسان چلند تشرېح کوي. سازمانونه له ګڼو معیارونو څخه جوړ شوي دي. معیارونه د چلند په اړه ګډ او ټولنیز باورونه دي. پر دې بنسټ، معیارونه له هغو «نظرونو»، «انګېرنو» او «ارزښتونو» سره توپير لري چې پټ ساتل کېدای شي او له چلند سره اړه نه‌لري. معیارونه له حالت، ټولنیزو ډلو او تاریخي شرایطو سره تړلي دي.[۱][۲][۳][۴][۵][۶]

څېړونکي د تنظیمي معیارونو (چې چلند محدودوي)، جوړوونکو معیارونو (چې لېوالتیاوې رامنځته کوي) او تجویزي معیارونو (هغه کارونه تجویزوي چې یو څوک یې باید وکړي) تر منځ توپیر کوي. د معیارونو اغېزې د تناسب په منطق او د پایلو په منطق سره معلومولی شو؛ په لومړني منطق کې اړتیا ده چې خلک د معیارونو پیروي وکړي، ځکه چې له ټولنیز نظره مناسب دي او په دویم منطق کې اړتیا ده چې خلک د لګښت-ګټې محاسباتو ته په کتو سره د معیارونو پیروي وکړي.[۷][۸]

د هر معیار د ژوند دوره درې پړاوونه لري: (۱) د معیار پیدایښت – د معیار پنځوونکي د ځانګړو چلندونو د مناسبوالي او ګټورتیا په اړه نورو ته د قناعت ورکولو په لټه کې دي. (۲) د معیار لویوالی – کله چې یو معیار په پراخه کچه د منلو وړ ګرځي. او (۳) د معیار باطني کول – کله چې یو معیار «ټاکل شوی» کیفیت خپل کړي. د معیارونو قوت بېلابېلې درجې لري: ځینې معیارونه ډېری وخت تر پښو لاندې کېږي، په داسې حال کې چې ځینې نور دومره باطني شوي دي چې تر پښو لاندې کول یې ډېر کم پېښېږي. [۹]

د ټولنیزو معیارونو تعریف سمول

د ټولنیزو معیارونو بېلابېل تعریفونه شته، خو څېړونکي په دې سره یوه خوله دي چې معیارونه دا دي:[۱۰]

  1. چې ټولنیز وي او د یوې ډلې د غړو تر منځ مشترک وي،
  2. د چلندونو اړوند وي او پرېکړې رامنځته کوي،
  3. تنظیمي یا تجویزي وي،
  4. په یوه ټولنه کې د اشخاصو د یوې ډلې د ژوند داسې طریقه وي چې په ټولنیزه کچه منل شوې وي.

رونالډ جپرسون، پيټر کاټزنشټاین او الکساندر ونټ وايي: "معیارونه د یوه مشخص هویت لپاره د مناسب چلند په اړه ټولیزې تمې دي." وین سنډهولټز له دغه تعریف سره مخالفت کوي او لیکي چې ټولیزې تمې د معیارونو ذاتي کیفیت نه دی بلکې د معیارونو اغېزې دي. سنډهولټز، مارټا فینمور او کاټرین سیکینک معیارونه «د مشخص هویت لرونکو اشخاصو لپاره د مناسب چلند د سټنډرډونو» په توګه تعریفوي. په دغه تعریف کې معیارونه د «بایدوالي» کیفیت لري. له یوه معیار سره د تطابق نشتوالی ښايي د هغه معیار د قوت ښکارندويي وکړي.[۱۱][۱۲]

مایکل هچټر او کارل-ډيټر اوپ معیارونه د «هغو فرهنګي پدیدو په توګه تعریفوي چې په ځانګړو شرایطو کې چلند تجویزوي یا یې منع کوي». ټولن‌پېژندونکي «کیسټین هورن» او «سټفاني مولبورن» معیارونه د ډلې په کچه د چلند د اروزنې په توګه تعریفوي. دا څرګندوي چې معیارونه د ټولنیز چلند د تایید یا رد پراخې تمې دي. همدا راز څېړونکي پر دې بحثونه کوي چې ټولنیز معیارونه فردي جوړښتونه دي که ټولیز.

اقتصادپوه او د لوبو تیورېست پيټون یانګ معیارونه د هغو چلندي بېلګو یا الګوګانو په توګه تعریفوي چې په یوه ډله کې اجباري دي. دی ټینګار کوي چې معیارونه د ګډو تمو له مخې مخته ځي: "ټول انتطباق‌منونکي دي، له ټولو تمه کېږي چې مطابقت ولري او ټول غواړي چې څنګه له نورو تمه لري دوی هم مطابقت ولري." دی معیارونه د داسې وسایلو په توګه تعریفوي چې "د خلکو تمې په هغو تعاملاتو کې همغږې کوي چې ګڼ تعادلات لري."[۱۳][۱۴]

سازمانونه یا مؤسسې د ګڼ‌معیاري مجموعو په توګه په پام کې نیولی شو. قوانین یا معیارونه متفاوتې پدیدې نه دي: دواړه چلندي معیارونه دي چې د ځانګړتیا او رسمیت بېلابېلې کچې لرلای شي. قوانین د معیارونو ډېره رسمي بڼه ده. قوانین، اصول او معیارونه ښايي سره په ټکر کې وي. د بېلګې په توګه یو قانون ښايي کوم شی ممنوع کړي، خو معیارونه یې بیا هم مجاز ګڼي. معیارونه د فردي انګېرنو له مجموعې سره نه دي برابر. نظرونه، انګېرنې او ارزښتونه معیارونه نه دي، ځکه دغه شیان په چلند پورې اړه نه‌لري او ښايي په خصوصي ډول وساتل شي. «دود چلندونه» او د چلند اصول هم معیارونه نه دي. غریزوي یا بیولوژيکي غبرګونونه، شخصي سلیقې او شخصي عادتونه هم معیارونه نه دي.[۱۵]

د معیارونو پیدایښت او لېږد سمول

ډلې ښايي معیارونه په بېلابېلو لارو ومني.

ځینې ثابت او ځان پیاوړي کوونکي معیارونه ښايي په‌خپله او د انسان له طراحۍ پرته را پیدا شي. پيټون یانګ وايي: «معیارونه په معمولي ډول له دې پرته چې له پاس څخه لاندې ته راشي... د انسان له‌خوا د جوړېدو پر ځای د افرادو د تعاملاتو له لارې بشپړېږي». معیارونه کېدای شي په غیر رسمي ډول رامنځته شي او د بیا بیا کارونې په پایله کې د چلند د کنټرول لپاره له اختیاري محرکونو څخه راڅرګند شي. غیر رسمي معیارونه داسې قوانین نه دي چې په لیکلي ډول تنظیم شي، بلکې د هغو منل شویو تعادلاتو ښکارندويي کوي چې خلک یې په ورځني ژوند کې پیروي کوي. دغه غیر رسمي معیارونه که مات شي، ښايي پایله یې جزا یا رسمي قانوني جزا نه وي، خو په بدل کې یې غندنه، خبرداری یا نور موارد شته؛ د بېلګې په توګه له محارمو سره جنسي اړیکې په ټولنه کې ناسم کار ګڼل کېږي، خو ډېری قانوني مراجع یې نه منع کوي.[۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

همدا راز کېدای شي معیارونه د انساناني شعور له لارې د معیارونو د پنځوونکو له‌خوا جوړ شي او پرمختګ وکړي. معیارونه په رسمي ډول جوړېدای شي، چېرته چې ډلې د چلند تمې په څرګند ډول انځوروي او اجرا کوي. قانوني معیارونه په معمولي ډول د انساني شعور له لارې راپیدا کېږي. موږ په طبیعي ډول د دغه ډول ډېرو معیارونو پیروي کوو؛ لکه په متحدو ایالتونو کې د واټ ښۍ خوا ته موټر چلول او په بریتانیا کې چپ لوري ته موټر چلول، یا هم د جریمې له وېرې په ډېر سرعت موټر نه چلول.

مارټا فینمور او کاټرین سینیک د یوه معیار د ژوند درې پړاوونه را پېژني:[۲۵]

  1. د معیار پیدایښت: د معیارونو پنځوونکي په دې لټه کې دي چې د ګټورو او مناسبو شیانو په اړه نورو ته د خپلو نظرونو د منلو لپاره قناعت ورکړي.
  2. د معیار لویوالی: کله چې یو معیار په پراخه کچه منل شوی وي او د اوج کچې ته رسېدلی وي، د معیار لارښوونکي پر نورو فشار راوړي تر څو دغه معیار ته ژمن پاتې شي.
  3. د معیار باطني کول: کله چې معیار یو «څرګند» کیفیت خپل کړي چې په هغه کې له معیار سره تطابق تقریباً اوتومات یا خپل‌سری دی.

دوی استدلال کوي چې ښايي ګڼ عوامل د یوه ځانګړي معیار اغېزې ډېرې کړي:

  • مشروعیت: هغه کسان چې د خپل مقام او شهرت له امله ځان نا امنه احساسوي، ښايي د نورو په نسبت د معیار ډېر هرکلی وکړي.
  • لوړوالی یا برتري: هغه معیارونه چې بریالي کسان یې رامنځته کوي، نورو ته ډېر ور انتقالېږي.
  • د معیار ذاتي ځانګړنې: هغه معیارونه چې ځانګړي، اوږدمهالي او نړیوال دي، ډېر احتمال لري چې برجسته شي.
  • تړاو: هغه معیارونه چې له مخکېنیو معیارونو سره تړلي دي، تر نورو ډېر منل کېږي.

سرچینې سمول

  1. Lapinski, M. K.; Rimal, R. N. (2005). "An explication of social norms". Communication Theory. 15 (2): 127–147. doi:10.1093/ct/15.2.127. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Finnemore, Martha (1996). National Interests in International Society. Cornell University Press. د کتاب پاڼي 22–24, 26–27. JSTOR 10.7591/j.ctt1rv61rh. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Pristl, A-C; Kilian, S; Mann, A. (2020). "When does a social norm catch the worm? Disentangling socialnormative influences on sustainable consumption behaviour". Consumer Behav. 20 (3): 635–654. doi:10.1002/cb.1890. S2CID 228807152. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Legro, Jeffrey W. (1997). "Which Norms Matter? Revisiting the "Failure" of Internationalism". International Organization. 51 (1): 31–63. doi:10.1162/002081897550294. ISSN 0020-8183. JSTOR 2703951. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Finnemore, Martha; Sikkink, Kathryn (1998). "International Norm Dynamics and Political Change". International Organization. 52 (4): 887–917. doi:10.1162/002081898550789. ISSN 0020-8183. JSTOR 2601361. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Young, H. Peyton (2015). "The Evolution of Social Norms". Annual Review of Economics (په انګلیسي ژبه کي). 7 (1): 359–387. doi:10.1146/annurev-economics-080614-115322. ISSN 1941-1383. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Tannenwald, Nina (1999). "The Nuclear Taboo: The United States and the Normative Basis of Nuclear Non-Use". International Organization. 53 (3): 433–468. doi:10.1162/002081899550959. ISSN 0020-8183. JSTOR 2601286. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Herrmann, Richard K.; Shannon, Vaughn P. (2001). "Defending International Norms: The Role of Obligation, Material Interest, and Perception in Decision Making". International Organization. 55 (3): 621–654. doi:10.1162/00208180152507579. ISSN 0020-8183. JSTOR 3078659. S2CID 145661726. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Finnemore, Martha; Sikkink, Kathryn (1998). "International Norm Dynamics and Political Change". International Organization. 52 (4): 887–917. doi:10.1162/002081898550789. ISSN 0020-8183. JSTOR 2601361. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. Legros, Sophie; Cislaghi, Beniamino (2020). "Mapping the Social-Norms Literature: An Overview of Reviews". Perspectives on Psychological Science (په انګلیسي ژبه کي). 15 (1): 62–80. doi:10.1177/1745691619866455. ISSN 1745-6916. PMC 6970459. PMID 31697614. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Katzenstein, Peter (1996). The Culture of National Security: Norms and Identity in World Politics (په انګلیسي ژبه کي). Columbia University Press. د کتاب پاڼې 54. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-231-10469-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Sandholtz, Wayne (2017). "International Norm Change".. DOI:10.1093/acrefore/9780190228637.013.588. ISBN 9780190228637. 
  13. Hecher, Michael; Opp, Karl-Dieter (2001). Social Norms. Russell Sage Foundation. د کتاب پاڼي xi. JSTOR 10.7758/9781610442800. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87154-354-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Horne, Christine; Mollborn, Stefanie (2020). "Norms: An Integrated Framework". Annual Review of Sociology (په انګلیسي ژبه کي). 46 (1): 467–487. doi:10.1146/annurev-soc-121919-054658. ISSN 0360-0572. S2CID 225435025. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Young, H. Peyton (2016), "Social Norms", The New Palgrave Dictionary of Economics (په انګلیسي ژبه کي), London: Palgrave Macmillan UK, د کتاب پاڼي 1–7, doi:10.1057/978-1-349-95121-5_2338-1, د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-349-95121-5, د لاسرسي‌نېټه ۲۲ مې ۲۰۲۱ الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Sugden, Robert (1989). "Spontaneous Order". Journal of Economic Perspectives (په انګلیسي ژبه کي). 3 (4): 85–97. doi:10.1257/jep.3.4.85. ISSN 0895-3309. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Hecher, Michael; Opp, Karl-Dieter (2001). Social Norms. Russell Sage Foundation. د کتاب پاڼي xi. JSTOR 10.7758/9781610442800. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87154-354-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. Sunstein, Cass R. (1996). "Social Norms and Social Roles". Columbia Law Review. 96 (4): 903–968. doi:10.2307/1123430. ISSN 0010-1958. JSTOR 1123430. S2CID 153823271. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. Keck, Margaret E.; Sikkink, Kathryn (1998). Activists beyond Borders: Advocacy Networks in International Politics. Cornell University Press. JSTOR 10.7591/j.ctt5hh13f. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8014-3444-0. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Hecher, Michael; Opp, Karl-Dieter (2001). Social Norms. Russell Sage Foundation. د کتاب پاڼي xi. JSTOR 10.7758/9781610442800. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-87154-354-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Kendall, D. (2011) Sociology in our times
  22. Hackman, J.R. (1992). "Group influences on individuals in organizations". In M.D. Dunnette & L.M. Hough (Eds.), Handbook of industrial and organizational psychology (Vol. 3). Palo Alto: Consulting Psychologists Press, 234-245.
  23. Chong, D. (2000) Rational lives: norms and values in politics and society
  24. Gerber, L. & Macionis, J. (2011) Sociology, 7th Canadian ed., p. 65
  25. Finnemore, Martha; Sikkink, Kathryn (1998). "International Norm Dynamics and Political Change". International Organization. 52 (4): 887–917. doi:10.1162/002081898550789. ISSN 0020-8183. JSTOR 2601361. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)