علمي مېتود

علمي مېتود یا طریقه د پوهې ترلاسه کولو یو تجربي اسلوب دی چې لږ تر لږه له ۱۷مې پېړۍ راهیسې یې د علم پرمختګ مشخص کړی (سره له دې چې په تېرو پېړیو کې یې هم د پام‌وړ متخصصین لرلي دي). دې ته په کتلو چې پوهنیزې یا ادراکي فرضیې کولی شي، د مشاهدې یا کتنې د تفسیر څرنګوالی تحریف کړي، په علمي مېتود کې دقیقه مشاهده او د اړوندې موضوع په اړه له شک او تردید څخه کار اخیستل شاملېږي. په دې کې همدا راز د استقراء/نتیجې اخیستلو یا induction له لارې د ورته مشاهدو پر بنسټ د فرضیو ترتیب؛ له فرضیې څخه د ترلاسه شوي استنتاج deductions تجربوي او پر اندازه کولو ولاړې ازموینې؛ او د تجربوي موندنو پربنسټ د فرضیو چاڼ (یا حذفول) شاملېږي. دا د علمي مېتود اصول دي چې په ټولو علمي نوښتونو کې د پلي کېدو وړ پړاوونو له یوې غوڅې لړۍ څخه توپیر لري.[۱][۲][۳]

که څه هم د څېړنې د یوه ډګر کړنلارې له بل سره توپیر لري، خو د یوه ډګر بنسټیز بهیر بیا ډېری وختونه له بل سره ورته وي. د علمي مېتود په بهیر کې د اټکلونو جوړول (فرضي توضیحات)، د منطقي پایلو په توګه له فرضیو څخه د وړاندوینو راایستل او بیا د دغو وړاندوینو پر بنسټ د ازمویښت یا تجربي مشاهدو ترسره کول شاملېږي. فرضیه، پوښتنې ته د ځوابونو لټولو پرمهال د ترلاسه شوې پوهې پر بنسټ یو اټکل یا ګومان دی. فرضیه ښایي ډېره مشخصه وي او یا هم ښایي ډېره پراخه وي. پوهان بیا د تجربو یا څېړنو له لارې فرضیې ازمویي. یوه علمي فرضیه باید ناسمه ثابتېدونکې یا falsifiable وي، معنا دا چې کېدای شي د یوې تجربې یا مشاهدې یوه داسې احتمالي پایله په ثبوت ورسوي، چې له فرضیې څخه ترلاسه شوې وړاندوینې سره په ټکر کې وي، له دې پرته، فرضیه په معنادار ډول نه شي ازمویل کېدای.[۴][۵]

د یوې ازموینې موخه دا ښودل دي چې ایا مشاهدې یا کتنې له یوې فرضیې څخه ترلاسه شوو هیلو سره موافقت لري او که ورسره په ټکر کې دي. ازمویښتونه یا تجربې له یوه عادي ګاراج څخه نیولې د اروپا د اتومي څېړنو سازمان (CERN) تر لوی هاډرن کولیډر (Large Hadron Collider LHC) پورې هر چېرې ترسره کېدای شي. له دې سره سره، د مېتود په فورمولیک بیان کې ستونزې شته دي. سره له دې چې علمي مېتود، ډېری وختونه د پړاوونو د ثابت ترتیب په توګه وړاندې کېږي، خو بیا هم تر ډېره د یو لړ ټولیزو اصولو د یوې ټولګې ښکارندویي کوي. په هره علمي څېړنه کې نه ټول پړاوونه ترسره کېږي (او نه په یوه مشخصه کچه)، او نه هم تل په یوه سره ورته ترتیب کې وي.[۶][۷][۸]

تاریخچه

سمول

د علم په تاریخ کې مهم بحثونه د شک او تردید اړوند دي، چې هر څه هرومرو پېژندل کېدای شي (لکه د فرانسیسکو سانچس نظریات)، عقل یا منطق پالنه (په ځانګړې توګه هغسې چې رنې دکارت یې ملاتړ کوي)، انډکټیوېزم یا استقراء پالنه، تجربه پالنه (لکه څرنګه چې د فرانسیس بېکن له لوري استدلال شوی او بیا له اسحاق نیوټن او د هغه له پلویانو سره یوې ځانګړې لاسبرۍ ته ورسېده)، او فرضیه-قیاسي یا هایپوتیکو-ډیډکټیوېزم چې د ۱۹مې پېړۍ په لومړیو کې مطرح شوه.

د "علمي مېتود" اصطلاح، په ۱۹مه پېړۍ کې هغه مهال راڅرګنده شوه، چې د علم پام‌وړ بنسټیز پرمختګ روان و او داسې اصطلاحات راڅرګند شول چې د علم یا ساینس او غیر ساینس ترمنځ یې روښانه پولې رامنځته کړې، لکه "ساینس پوه" او "ساینس وزمه یا سیوډوساینس". د ۱۸۳۰مې او ۱۸۵۰مې لسیزو په اوږدو کې، کله چې باکونېزم مشهور و، د وېلیم وېوېل، جان هرشل، جان سټوارټ مېل په څېر طبیعت پال د "استقراء یا induction" او "حقايقو" په اړه په بحثونو کې سره ښکېل وو او پر دې یې تمرکز و چې علم او پوهه څه ډول تولیدېدای شي. د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو او د ۲۰مې پېړۍ په لومړیو کې، د واقعیت پالنې یا ریلېزم او انتي ریلېزم په اړه د ځواکمنو علمي تیوریو په توګه بحث ترسره شو چې د مشاهدې یا کتنې له ساحې هاخوا پراخ شو.[۹][۱۰]

د علمي مېتود عناصر

سمول

د علمي څېړنې لپاره کارېدونکي بنسټیز مېتود د تشرېح لپاره بېلابېلې لارې شته دي. علمي ټولنه او علمي فیلسوفان په ټولیزه توګه د مېتود د برخو پر لاندې ډلبندۍ سره یوه خوله دي. دا مېتودولوژیکي عناصر او د کړنلارو تنظیم د ټولنیزو علومو په پرتله تر ډېره د تجربوي علومو ځانګړتیا ده. له دې سره سره، د فرضیو جوړولو، د پایلو ازمویل او تحلیل، او د نوو فرضیو جوړولو دوره یا کړۍ به له لاندې بیان شوې دورې سره ورته وي.

علمي مېتود یو تکراري او دوراني بهیر دی، چې له لارې یې معلومات په پرله پسې توګه بدلېږي. دا په ټولیز ډول د لاندې عناصرو له لارې په بېلابېلو ترکیبونو او ګډونونو کې د پوهې پرمختګ ته په ودې ورکولو سره پېژندل شوی.[۱۱][۱۲]

  • ځانګړنې (مشاهدې یا کتنې، تعریفونه، او د څېړنې د موضوع اندازه کوونې)
  • فرضیې (د مشاهدو یا کتنو تیوریکي یا نظري او فرضي تشرېحات او د موضوع سر او پای معلومول – کچ مېچ)
  • وړاندوینې (د فرضیې یا نظریې استقرائي او قیاسي یا اېنډکټیو او ډیډکټیو استدلال)
  • ازموینې یا تجربې (د پورته ټولو ازموینې)

د علمي مېتود هر عنصر د احتمالي تېروتنو لپاره د دقیقې ارزونې (peer review) تابع دی. دا کړنې ټول هغه څه نه بیانوي چې پوهان یې ترسره کوي، بلکې تر ډېره په تجربوي علومو کې کارېږي (لکه په فزیک، کېمیا، بیولوژي، او ارواپوهنه کې). پورتني عناصر ډېری وختونه په زده‌کړه‌ییز سیستم کې د "علمي مېتود" په توګه تدریسېږي.

علمي مېتود یوه یوازې نسخه نه ده: دا مېتود هوش، تخیل او نوښت ته اړتیا لري. له دې نظره، دا د معیارونو او کړنچارو یوه بې‌فکره ټولګه نه ده، بلکې یوه روانه دوره یا څرخه ده چې په همېشنۍ توګه ډېر ګټور، دقیق او هراړخیز ماډلونه او مېتودونه رامنځته کوي. د بېلګې په توګه: کله چې انشټاین د نسبیت ځانګړې او عمومي تیورۍ رامنځته کړې، هغه په هېڅ ډول د نیوټن اصول رد یا کم‌ارزښته نه کړل. بالعکس، که د انشټاین له تیوریو څخه نجومي یا ستوریز لویوالی، د بڼکې رڼا، او ډېر تېزوالی ترې لرې کړل شي – ټولې هغه ښکارندې چې نیوټن نه شو کتلی – د نیوټن معادلې هغه څه دي چې پاتې کېږي. د انشټاین تیوري د نیوټن د تیوریو پراختیا او سمونونه دي او له همدې امله د نیوټن پر کار باور زیاتوي.[۱۳]

د پورتنیو څلورو ټکو یوه تکراري، رښتینې یا پراګماټیکه طرحه ځینې وختونه د وړاندې تګ لپاره د یوه لارښود په توګه وړاندې کېږي:[۱۴][۱۵]

  1. یوه پوښتنه مشخصه کړئ.
  2. معلومات او سرچینې راټولې کړئ (مشاهده).
  3. یوه توضیحي فرضیه جوړه کړئ.
  4. فرضیه د تجربې یا ازمویښت ترسره کولو او د معلوماتو راټولولو له لارې په بیاتولید وړ ډول وازمویئ.
  5. مواد او معلومات تحلیل کړئ.
  6. معلومات تفسیر او تشرېح کړئ او داسې پایلې راوباسئ چې د یوې نوې فرضیې لپاره د پیل د ټکي په توګه کار ورکړي.
  7. پایلې خپرې کړئ.
  8. بیا ازموینه (چې ډېری د نورو پوهانو له‌خوا ترسره کېږي)

په دغه ګام په ګام مېتود کې اخښل شوې تکراري دوره یا څرخه له ۳ څخه ۶ ټکي ته ځي او بېرته ۳ ته ورګرځي.

په داسې حال کې چې دا ټولیزه اډانه د فرضیې(ازموینې) د یوه ساده(اسانه) مېتود ښودنه کوي، د پاول فېیېرابنډ په ګډون، ډېری فیلسوفان، تاریخ‌پوهان او ساینسي ټولنپوهان ادعا کوي چې، د علمي مېتود دا ډول توضیحات، له هغو لارو سره ډېر لږ تړاو لري چې ساینس او علم په کې په رښتیني توګه عملي کېږي.

سرچينې او ياداښتونه

سمول
  1. Newton, Issac (1999) [1726 (3rd ed.)]. Philosophiæ Naturalis Principia Mathematica [Mathematical Principles of Natural Philosophy]. Translated by Cohen, I. Bernard; Whitman, Anne; Budenz, Julia. Includes "A Guide to Newton's Principia" by I. Bernard Cohen, pp. 1–370. (The Principia itself is on pp. 371–946). Berkeley, CA: University of California Press. 791–796 ("Rules of Reasoning in Philosophy"); see also Philosophiæ Naturalis Principia Mathematica#Rules of Reasoning in Philosophy. ISBN 978-0-520-08817-7. {{cite book}}: |work= ignored (help)
  2. "scientific method", Oxford Dictionaries: British and World English, 2016, بياځلي په 28 May 2016{{citation}}: CS1 errors: archive-url (link) CS1 errors: unsupported parameter (link)
  3. Oxford English Dictionary (3rd ed.). Oxford: Oxford University Press. 2014 – via OED Online.
  4. کينډۍ:Cite wikisource with added notes. Reprinted with previously unpublished part, Collected Papers v. 6, paragraphs 452–85, The Essential Peirce v. 2, pp. 434–450, and elsewhere. N.B. 435.30 'living institution': Hibbert J. mis-transcribed 'living institution': ("constitution" for "institution")
  5. Popper 1959، م. 273.
  6. Gauch 2003, p. 3: "The scientific method 'is often misrepresented as a fixed sequence of steps,' rather than being seen for what it truly is, 'a highly variable and creative process' (AAAS 2000:18). The claim here is that science has general principles that must be mastered to increase productivity and enhance perspective, not that these principles provide a simple and automated sequence of steps to follow."
  7. William Whewell, History of Inductive Science (1837), and in Philosophy of Inductive Science (1840)
  8. Gauch 2003، م. 3.
  9. Thurs, Daniel (2011). "12. Scientific Methods". In Shank, Michael; Numbers, Ronald; Harrison, Peter (eds.). Wrestling with Nature: From Omens to Science. Chicago: University of Chicago Press. pp. 307–336. ISBN 978-0-226-31783-0.
  10. Achinstein, Peter (2004). General Introduction. Johns Hopkins University Press. pp. 1–5. ISBN 978-0-8018-7943-2. {{cite book}}: |work= ignored (help)
  11. Godfrey-Smith, Peter (2009). Theory and Reality: An Introduction to the Philosophy of Science. Chicago: University of Chicago Press. ISBN 978-0-226-30062-7.
  12. Brody 1993, p. 10 calls this an epistemic cycle; these cycles can occur at high levels of abstraction.
  13. Einstein & Infeld 1938, p. 92: "To raise new questions, new possibilities, to regard old problems from a new angle, requires creative imagination and marks real advance in science."
  14. Crawford S, Stucki L (1990). "Peer review and the changing research record". J Am Soc Info Science. 41: 223–228.
  15. Brody 1993, p. 10 calls this an epistemic cycle; these cycles can occur at high levels of abstraction.