پروېز مهجور خېشکي
پروېز مهجور خېشکي (زوکړه ۱۳۳۱ لمريز لېږدي کال- مړینه د ۱۳۹۹ لمريز لېږدي کال د وږي ۱۶)، (۱۹۵۲-۲۰۲۰ زېږدي کلونه) د افغانستان د پښتو ژبې شاعر او ليکوال وو.
مخينه
سمولد پښتو ژبې مشهور لیکوال، شاعر او څېړونکی ډاکټر پروېز مهجور خېشکي د نوښار د خېشکي کلي اوسېدونکی وو، چې په پښتو او اردو ژبو کې یې له پېښور پوهنتونه ماسټرۍ اخيستې وې او بیا یې د ارزاني خوېشکي پر شاعرۍ پي ایچ ډي کړې وه.
ډاکټر مهجور په پیل کې شاعري کوله خو بیا یې وروسته خپل ټول پام د څېړنې او په تېره د تصوف په اړه څېړنې ته واړوله چې تر اوسه یې په لسگونو مقالې لیکلې او چاپ شوې دي. هغه په ۱۹۸۸ ز کال کې د پېښور په پښتو اکېډمۍ کې د جونېر ریسرچ افسر په توگه په نوکرۍ لگېدلی وو او بیا یې ۱۴ کاله له اکېډمۍ سره د یو څېړونکي په توگه بېلابېل خدمتونه کړي او تر ۲۰ زیات يې د پي ایچ ډي او ایم فل شاگردان روزلي دي.
د مهجور خېشکي په چاپ شويو کتابونو کې «د ښاد محمد دیوان»، «د پښتو ژبه» (له ډاکټر خیال بخاري سره مشترک کتاب)، «د علي محمد مخلص د دیوان تدوین، تحقیق او تصحیح»، «د ارزاني خېشکي کلیات: پي ایچ ډي مقاله»، «د ميرزا خان انصاري دیوان، تحقیق او تصحیح»، «رحمان فن اور شخصیت» اردو کتاب او ځینې نور شامل دي.
ډاکټر پروېز مهجور په ۱۹۶۹ ز کال کې د «پښتو ادبي ټولنه خېشکي» جوړه کړې وه او د دې تر څنگ یې په «ارزاني ادبي جرگه» کې هم ادبي فعالیتونه کړي وو.
مړينه
سموللیکوال، شاعر او څېړونکی ډاکټر پروېز مهجور خېشکي تر اوږدې ناروغۍ وروسته د ۱۳۹۹ لمريز لېږدي کال د وږي پر ۱۶ له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې. اروا یې ښاده او جنت يې څای شه.
چاپ شوي نښيرونه يې
سمول۱-د ښاد محمد دیوان.
۲-د پښتو ژبه.
۳-د علي محمد مخلص د دیوان تدوین، تحقیق او تصحیح.
۴-د ميرزا خان انصاري دیوان، تحقیق او تصحیح.
۵-
اخځليک
سمول۱- https://www.voadeewanews.com/a/5572607.html
۲- د استاد محمد آصف صميم فېسبوک پاڼه.