پترو پروشنکو

پترو اولکسیویچ پروشنکو (زېږون ۲۶ ډسمبر ز کال) اوکراینی سوداګر او سیاستوال دی چې له ۲۰۱۴ زکال څخه یې تر ۲۰۱۹ زکال پورې د اوکراین د پنځم ولسمشر په توګه خدمت وکړ. پروشنکو له ۲۰۰۹ څخه ۲۰۱۰ زکال پورې د اوکراین د بهرنیو چارو د وزیر او په ۲۰۱۲ زکال یې د سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا د وزیر په توګه دنده ترسره کړې. له ۲۰۰۷ زکال څخه تر ۲۰۱۲ زکال پورې هغه د اوکراین د ملي بانک د شورا مشري هم پر غاړه لرله. هغه د ۲۰۱۴ زکال د مۍ د ۲۵ نیټې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ۵۴.۷٪ رایو په خپلولو سره د ټاکنو په لومړي پړاو کې په اکثریث ټاکنې وګټلې او دویم پړاو ته د ټاکنو له تلو یې مخه ونیوله. پروشنکو د خپلې ولسمشرۍ پر مهال، هېواد د روسیې – اوکراین د جګړې د لومړي پړاو پر لور هدایت کړ او یاغي ځواکونه یې د دونباس سیمې ته وشړل. هغه له اروپايي اتحادیې سره د یوځای کېدو بهیر د اروپايي اتحادیې – اوکراین د هوکړې په لاسلیکولو پیل کړ.

پترو پروشنکو
(یوکرائني: Петро́ Олексі́йович Пороше́нко د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پترو پروشنکو
پترو پروشنکو

د شخص معلومات
پيدايښت ۲۶ سپټمبر ۱۹۶۵[۱][۲][۳][۴]
استوګنځای کيېف   د (P551) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
تابعیت د شوروي سوسياليستي جمهوريتونو اتحاد (۲۶ سپټمبر ۱۹۶۵–۱۹۹۱)
اوکراین (۱۹۹۱–)  د (P27) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
طبی کیفیت ډايبېټېز مېلېټوز   د (P1050) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
واک
عملي ژوند
کار/مسلک سوداگر
سياستوال [۵]
ډیپلوماټ   د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) اوکرايني ژبه
روسي
انگليسي
رومانيايي ژبه
مولداويايي ژبه
بلغاريايي ژبه   د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کل دولت 1600000000 امريکايي ډالر (۲۰۲۱)[۶]  د (P2218) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
پوځي خدمت
جګړه/جګړې په دونباس کې جګړه
پر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ ز کال یرغل   د (P607) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسليک
پترو پروشنکو
پترو پروشنکو

ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
  د (P935) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

د پروشنکو داخلي سیاست اوکرایني ژبه، ملت پالنه، په پراخه کچه کپیټلېزم، د کمونېزم له منځه وړل او او اداري غیرمتمرکزیت دود کړل. په ۲۰۱۸ زکال کې پروشنکو د اوکراین د خپلواکې ارتدوکس کلیسا له جوړېدو سره مرسته وکړه او اوکرایني کلیساوې یې د مسکو له پاتریاسالارۍ (اغېز) لرې کړې. د هغه ولسمشري په دریو ټکو کې راغونډېده چې هم یې ملاتړو او هم یې مخالفینو ترې ګټنه کوله: پوځ، ژبه، ایمان (اوکرایني کې: armiia, mova, vira ).[۷]

پروشنکو د خپلې دویمې دورې لپاره د ۲۰۱۹ زکال د ولسمشریزو ټاکنو په دویم پړاو کې د ۲۴،۵٪ رایو په خپلولو؛ له خپل سیال ولادمیر زیلنسکي څخه ماته وخوړه. په ټولنه کې د کارپوهانو ترمنځ هېح داسې یو واقعي واحد نظر شتون نه درلود چې ولې پروشنکو ماته وخوړه؛ بېلابېلو نظریاتو شتون درلود چې د هغه د ولسمشرۍ پر مهال؛ د ملت پالنې تشدید، د فساد په له منځه وړو کې پاتې راتلل، د روسي ژب ویونکو سیمو نه په پام کې نیول او همدارنګه د لویدیځ پلوه سیاستوالو لکه اندری سادووی او د ګرجستان د پخواني ولسمشر میخایل ساکاشویلي (چې وروسته له اوکراین وویستل شو) سره د هغه ستونزې او د روسیې د ملاتړي وکتور مدودچوک رامخته کېدل په کې شاملېدل.  د آزادې اروپا راډیو یا راډیو آزادي او د فساد ضد فعال دنیس بیهوس پروشنکو او مدودچوک دواړه له یوبل سره «په مخفیانه چارو» تورن کړل.[۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

پروشنکو اوس مهال د ورخونا راډا (Verkhovna Rada) یا د اوکراین د پارلمان ولسي مرستیال او د اروپايي همبستګۍ د ګوند مشر دی. له دولت بهر، پروشنکو یو مخکښ اوکرایني الیګارش (پانګوال) دی چې له خپل کار او کسب څخه پریمانه عواید ترلاسه کوي. د هغه تر ټولو پېژندل شوي سوداګریز برنډونه روشن (Roshen) چې د ۲۰۲۱ ز کال په نومبر میاشت کې یې د هغو د پلورلو تر مهاله هغه ته د «چاکلېټو د پاچا» مستعار نوم ګټلی و؛ او د 5 kanal کانال په نوم خبري تلویزیوني چینل دی. [۱۷]

لومړۍ سیاسي چارې سمول

پروشنکو د لومړي ځل لپاره په ۱۹۹۸ زکال کې د اوکراین له ۱۲ مې ټاکنیزې حوزې څخه د اوکراین د پارلمان (ورخونا راډا) چوکۍ وګټله. هغه په پیل کې د اوکراین د متحد سوسیال دیموکراتیک ګوند (SDPU) غړی و، هغه ګوند چې د ویکتور مدودچوک له خوا اداره کېده او د وخت ولسمشر لیونډ کوچما ته ژمن و. پروشنکو په ۲۰۰۰ زکال کې ګوند خوشي کړی، څو یوه خپلواکه مرکزي کیڼ اړخه څانګه رامنځته او وروسته ترې ګوند جوړ کړي چې نوم یې هم پرې د اوکراین د یووالي ګوند (Party of Ukraine's Solidarity) کېښود. په ۲۰۰۱ زکال کې پروشنکو د سیمه ئیز ګوند (Party of Regions) په جوړولو کې چې کوچما ته ژمن و اساسي رول درلود، د اوکراین د یووالي ګوند هم له سیمه يیز ګوند سره یوځای شو او پرشنکو خپل نوی ګوند په ورته نامه یعنې د یووالي ګوند په نوم رامنځته کړ.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

ولسمشري سمول

هغه مهال چې د ټاکنو د ورځې پر ماښام (۲۵ مۍ ۲۰۱۴ زکال) معلومه شوه چې ده ټاکنې ګتلې دي؛ اعلان یې وکړ چې د ولسمشرۍ پر مهال لومړی سفر به یې دونباس ته وي، چېرې چې روسیې پلوه وسله والو یاغیانو د دونتسک د خلکو او د لوهانسک د خلکو د جلا جمهوریتونو اعلان کړی و او د سیمې یو شمېر برخې یې هم تر ولکې لاندې راوستې وې. پروشنکو ژمنه وکړه چې د اوکراین دولتي ځواکونه باید دغو وسله والو یاغیتوبونو ته د پای ټکی کېږدي. ده زیاته کړه: «د ترهګرۍ ضد دغه عملیات نه شي کولای او نه باید هم دوه یا درې میاشتې دوام وکړي. دا مسئله باید په څو ساعتونو کې حل کړي.»[۲۶][۲۷][۲۸]

هغه د روسیې ملاتړي وسله وال یاغیان له سومالیايي سمندري غلو سره ورته وبلل. پروشنکو همدارنګه د نړیوالو منځګړو په شتون سره له روسیې سره د مذاکرې غوښتنه وکړه. روسیې د دغې غوښتنې په ځواب کې وویل چې له اوکراین سره په دوه اړخیزه اړیکو کې هېڅ منځګړي ته اړتیا نه شته. د ټاکل شوي ولسمشر په توګه پروشنکو ژمنه وکړه چې د ۲۰۱۴ زکال په مارچ میاشت کې روسیې ته الحاق شوې کریمه به بېرته د اوکراین برخه وګرځوي. هغه همدارنګه ژمنه وکړه چې نوې پارلماني ټاکنې به په ۲۰۱۴ زکال کې ترسره کړي. [۲۹][۳۰][۳۱]

بهرنۍ پالیسي سمول

متحده ایالات سمول

د ۲۰۱۵ زکال د ډسمبر په ۷ مه نېټه پروشنکو او د متحده ایالاتو مرستیال ولسمشر جوبایډن په کیف کې د اوکراین او امریکا د همکاریو په اړه سره ولیدل. هغه د ۲۰۱۷ زکال په جون میاشت کې له امریکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره هم ولیدل؛ بي بي سي په درواغو هغه تورن کړ چې د ټرمپ وکیل مایکل کوهن ته یې۰۰۰ ۴۰۰ یا ۶۰۰۰۰۰ امریکايي ډالر ورکړي څو دغه لیدنه برابره کړي. په پایله کې بي بي سي اړ شوه څو څرګنده کړې چي ادعا یې ناسمه وه، له پروشنکو یې بخښنه وغوښته، له خپلې ویب پاڼې یې یاده مقاله لرې کړه، قانوني تاوان یې ورکړ او د پروشنکو ځایګي ته یې د اړولي زیان تاوان هم ورکړ. [۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

روسیه سمول

د ۲۰۱۴ زکال په جون میاشت کې پروشنکو له روسیې سره هر ډول پوځي همکارۍ منع اعلان کړې. پروشنکو د اروپايي شورا په پارلماني ناسته کې د ۲۰۱۴ زکال د جون په ۲۶ مه څرګنده کړه چې له روسیې سره د دوه اړخیزو اړیکو عادي کول تر هغه مهاله شوني نه دي تر هغه چې روسیه د کریمه یو اړخیز الحاق لغو کړي او د هغو واک بېرته اوکراین ته وه نه سپاري. [۳۷][۳۸]

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف د ختیځ اوکراین لپاره د پروشنکو د ۲۰۱۴ زکال د جون میاشتې د سولې پلان په اړه وویل «دا د ضرب الاجل/الټیماټوم په څېر دی». [۳۹]

د ۲۰۱۴ زکال د اګست په ۲۶ مه نېټه پروشنکو د روسیې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره په منسک کې ولیدل او پوتین له اوکراین وغوښتل خپل بریدونه راکم کړي. پروشنکو په ځواب کې له روسیې وغوښتل چې یاغیانو ته د وسلو لېږل ودروي. هغه وویل چې هېواد یې د یو سیاسي جوړجاړي غوښتنه لري او ژمنه یې وکړه چې په ختیځ اوکراین کې به د روسي ژب ویونکو وګړو ګټې هم په پام کې ونیسي. [۴۰]

اروپايي اتحادیه سمول

اروپايي اتحادیې او اوکراین د اوکراین-اروپايي اتحادیې د یووالي د هوکړې اقتصادي برخه د ۲۰۱۴ زکال د جون په ۲۷ مه لاسلیک کړه. پروشنکو څرګنده کړه چې دغه ورځ «د اوکراین لپاره په ۱۹۹۱ زکال کې د خپلواکۍ ورځې وروسته تر ټولو تاریخي ورځ ده» او هغه یې د «باور او نه ماتېدو د نښې په توګه» توصیف کړه. هغه دغه لاسلیک په اروپايي اتحادیه کې د اوکراین د غړیتوب پیلامه بلله. [۴۱]

ناټو سمول

د ۲۰۱۴ زکال د نومبر په ۲۷ مه پروشنکو د نوي پارلمان په افتتاحیه غونډه کې د خپلې وینا پر مهال وویل:  «موږپرېکړه کړې چې له ناټو سره د یوځای کېدو بهیر پیل کړو» له دې امله چې «په ۲۰۱۰ زکال کې د اوکراین د بې پلویتوب اعلان نه شي کولای زموږ امنیت او ملي حاکمیت تضمین کړي». د اوکراین پارلمان د ۲۰۱۴ زکال د ډسمبر په ۲۳مه نېټه د ۳۰۳ موافقو او ۸ مخالفو رایو په ورکولو سره د ۲۰۱۰ زکال د اوکراین د بې پلویتوب پریکړه لیک د پروشنکو له خوا د نوي وړاندې شوي پرېکړه لیک له مخې لغو کړ. [۴۲][۴۳]

د ۲۰۱۴ زکال په ډسمبر میاشت کې هغه ژمنه وکړه چې له ناټو سره به د یوځای کېدو په موخه ټول پوښتنه ترسره کړي. د ۲۰۱۵ زکال د سپټمبر په ۲۲ مه هغه ادعا وکړه چې د «روسیې تهاجمي چارې» د ناټو پراختیا ته اړتیا ثابتوي او د ناټو سره د یوځای کېدو په موخه ټول پوښتنه به «د ناټو د غړیتوب لپاره د هغو په ټولو شرایطو باندې له برابرېدو او په هېواد کې د اصلاحاتو له رامنځته کولو» وروسته ترسره کړي.[۴۴][۴۵][۴۶]

سرچينې سمول

  1. NE.se ID: https://www.ne.se/uppslagsverk/encyklopedi/lång/petro-porosjenko — د نشر نېټه: ۱۲ اکتوبر ۲۰۱۶ — سرليک: Nationalencyklopedin
  2. د برېتانيکا انلاين پوهنغونډ پېژند: https://www.britannica.com/biography/Petro-Poroshenko — subject named as: Petro Poroshenko — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Encyclopædia Britannica
  3. Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/poroschenko-petro-olexijowytsch — subject named as: Petro Olexijowytsch Poroschenko
  4. Munzinger person ID: https://www.munzinger.de/search/go/document.jsp?id=00000030003 — subject named as: Petro Poroschenko — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  5. PACE member ID: http://www.assembly.coe.int/nw/xml/AssemblyList/MP-Details-EN.asp?MemberID=4469 — د نشر نېټه: ۲۰ اپرېل ۲۰۲۲
  6. 100 найбагатших українців 2021 — د نشر نېټه: ۳۱ جولای ۲۰۲۲
  7. Nathan Hodge (2019-03-31). "Ukraine election: Country's president is running against - Vladimir Putin". CNN. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "How Volodymyr Zelenskiy beat Petro Poroshenko in Ukraine | Europe | News and current affairs from around the continent". Deutsche Welle. 2019-04-22. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Why Poroshenko lost". Atlantic Council. 2019-04-23. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Event: Ruslan Chagaev vs. Chris Isaac". د لاسرسي‌نېټه ۱۷ نومبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "«Петро Олексійович вирішив, що можна нас нагинати». Садовий заявив про прямий тиск Порошенка в роки його президентства" (په الأوكرانية ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  12. "Михаил Саакашвили: В моем конфликте с Порошенко нет ничего личного" (په الروسية ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  13. "ЗМОВА: ЧОМУ ДЛЯ ПОРОШЕНКА ВАЖЛИВЕ ПОВЕРНЕННЯ МЕДВЕДЧУКА" (په الأوكرانية ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  14. "Порошенко та Медведчук. Спільники? (розслідування)" (په الأوكرانية ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  15. . Бігус, Медведчук і Порошенко: про що плівки Bihus.Info.
  16. "Медведчук є, реваншу нема — як кум Путіна повертається до влади" (په الأوكرانية ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  17. (په 2021-05-21 باندې). Zelensky v oligarchs: Ukraine president targets super-rich. BBC News.
  18. Матір та старший брат Петра Порошенка – білі плями біографії майбутнього Президента (په یوکرائني ژبه کي). Vinbazar. 5 June 2014. مؤرشف من الأصل في ۱۴ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ نومبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. کينډۍ:In lang Poroshenko's father died Archived 14 February 2021 at the Wayback Machine., Ukrayinska Pravda (16 June 2020)
  20. All In The Family: The Sequel Archived 29 November 2016 at the Wayback Machine., Kyiv Post (7 October 2016)
  21. Marcin Kosienkowski (2012). "Continuity and Change in Transnistria's Foreign Policy after the 2011 Presidential Elections". Academia.edu. د کتاب پاڼې 38. مؤرشف من الأصل في ۱۴ فبروري ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ ډيسمبر ۲۰۱۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 6 June 2014 باندې). {{{title}}}. Ukrayinska Pravda.
  23. Kuzio, Taras; Frishberg, Alex (21 February 2008). "Ukrainian Political Update" (PDF). Frishberg & Partners, Attorneys at Law. د کتاب پاڼې 22. مؤرشف (PDF) من الأصل في ۰۳ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Tadeusz A. Olszański; Agata Wierzbowska-Miazga (28 May 2014). "Poroshenko, President of Ukraine". OSW, Poland. مؤرشف من الأصل في ۰۸ مارچ ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 26 October 2014 باندې). Petro Poroșenko VORBEȘTE în LIMBA ROMÂNĂ.
  26. (په 25 May 2014 باندې). Poroshenko Declares Victory in Ukraine Presidential Election.
  27. . Ukraine crisis timeline. BBC News.
  28. (په 26 May 2014 باندې). Poroshenko promises calm 'in hours' amid battle to control Donetsk airport.
  29. (په 25 May 2014 باندې). In Ukrainian election, chocolate tycoon Poroshenko claims victory.
  30. . Ukraine crisis timeline. BBC News.
  31. "EU & Ukraine 17 April 2014 FACT SHEET" (PDF). European External Action Service. 17 April 2014. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۴ مې ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ مې ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. "Meeting Poroshenko and Biden: main results". nv.ua. 8 December 2015. مؤرشف من الأصل في ۰۹ ډيسمبر ۲۰۱۵. د لاسرسي‌نېټه ۰۸ ډيسمبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Wood, Paul (23 May 2018). "Ukraine 'paid Trump lawyer for talks'". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۰ جنوري ۲۰۱۹ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۸ – عبر www.bbc.com. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. (په 23 May 2018 باندې). Trump lawyer 'paid by Ukraine' to arrange White House talks. BBC.
  35. (په 28 March 2019 باندې). BBC pays damages to Ukraine President Petro Poroshenko over report. BBC.
  36. (په 2 March 2019 باندې). BBC to pay 'substantial' damages to Ukrainian president over false allegations he authorised corrupt payment to meet Trump.
  37. (په 16 June 2014 باندې). {{{title}}}.
  38. (په 26 June 2014 باندې). Ukraine cannot normalize relations with Russia without return of Crimea, says Poroshenko.
  39. (په 22 June 2014 باندې). Poroshenko warns of 'detailed Plan B' if Ukraine ceasefire fails. Al Jazeera
  40. (په 26 August 2014 باندې). Eastern Ukraine tensions figure in Putin and Poroshenko talks. Moscow News
  41. (په 27 June 2014 باندې). EU signs pacts with Ukraine, Georgia and Moldova. BBC News.
  42. A Tilt Toward NATO in Ukraine as Parliament Meets Archived 22 March 2017 at the Wayback Machine., The Wall Street Journal (27 November 2014)
  43. (په 23 December 2014 باندې). Ukraine has no alternative to Euro-Atlantic integration – Poroshenko. Interfax-Ukraine. (په 23 December 2014 باندې). Ukraine abolishes its non-aligned status – law. Interfax-Ukraine. (په 23 December 2014 باندې). Ukraine's complicated path to NATO membership. Euronews. (په 23 December 2014 باندې). Ukraine Takes Step Toward Joining NATO. New York Times. (په 23 December 2014 باندې). Ukraine Ends 'Nonaligned' Status, Earning Quick Rebuke From Russia. The Wall Street journal.
  44. (په 30 December 2014 باندې). New Year, new hope as Ukraine paves way for NATO membership. Euronews.
  45. (په 22 September 2015 باندې). Russia's actions prove need for NATO expansion – Poroshenko. Interfax-Ukraine. (په 22 September 2015 باندې). Decision on referendum regarding Ukraine's membership in NATO to be made after reforms – Poroshenko. Interfax-Ukraine. (په 22 September 2015 باندې). Ukraine-NATO cooperation is crucially important for global security due to Russian aggression – Poroshenko. Interfax-Ukraine.
  46. NATO calls on Russia to stop violence in Ukraine Archived 24 February 2017 at the Wayback Machine., Al Jazeera (2 February 2017)