پر اوکراین د روسیې د ۲۰۲۲ ز کال یرغل

یرغل، له دویمې نړیوالې جګړې راهیسې دا پر یو اروپايي هېواد تر ټولو لوی برید دی. دا یرغل له هغه مهال راهیسې په اروپا کې د پناغوښتونکو د تر ټولو لوی کړکېچ لامل شوی، چې له ۳.۴ میلیونه څخه زیات اوکراینان له خپل هېواد څخه تښتېدلي. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷]

د ۲۰۱۴ کال په فبرورۍ کې د اوکراین د حیثیت/پېژندګلوۍ تر انقلاب وروسته روسیې کریمیه د خپلې خاورې ضمیمه کړه او روسي پلوه جلاغوښتونکو د اوکراین د سویل ختیځ يوه برخه ولکه کړه او په دونباس کې يې جګړه پيل کړه. په ۲۰۲۱ ز کال کې روسیې له اوکراین سره پر پوله یو لوی پوځي تجهیز پيل کړ. د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین، له انحرافي پاله لیدلورو څخه ملاتړ کاوه (دا چې د روسیې تر سترواکۍ لاندې سیمې باید بېرته روسیې ته وروګرځول شي) د یو هېواد په توګه يې د اوکراین حق تر پوښتنې لاندې راوړ او په دروغو یې اوکراین په دې تورن کړ چې د هغو نویو نازیانو تر ولکې لاندې دی چې روسي ژبی اقلیت ځوروي. پوتین وویل چې د شمالي اتلاتیک تړون (ناټو) یو لویديځ پوځی ائتلاف دی چې د  ز۲۰۰۰ ز لسیزې له لومړیو څخه یې د ختيځ لور ته له پراخېدو سره د روسیې امنیت ګواښلی و – هغه ادعا چې ناټو پرې منکره شوه او له دغه اتحاد سره یې د اوکراین د يوځای کېدلو د مخنیوي غوښتنه وکړه. متحده ایالاتو (US) او نورو څو څو ځله روسیه پر اوکراین د برید کولو لپاره د پلان په جوړولو تورنه کړه، چې روسي چارواکو د ۲۰۲۲ ز کال د فبرورۍ د ۲۳ مې تر وروستیو پورې څو څو ځلې دا رد کړه.  [۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۹]

روسیې د ۲۰۲۲ ز کال د فبرورۍ په ۲۱ مه د ډونېتسک د خلق جمهوریت (DPR) او د لوهانسک د خلق جمهوریت دواړه ایالتونه چې خپل جمهوریتونه يې اعلام کړي وو او د روسي پلوه جلاغوښتونکو له خوا کنترول کېدل، په رسمیت وپېژندل. په ورپسې  ورځ د روسیې د فدراسیون شورا له هېواده بهر له پوځي ځواکونو څخه د کار اخیستلو جواز صادر کړ او روسي پوځیان دواړو خاورو ته د ننه شول. د فبرورۍ په ۲۴ مه شاوخوا د ختیځې اروپا په وخت  ۵:۰۰ (UTC+2) بجې پوتین د اوکراین د بې پوځه کولو او بې وسلې کولو لپاره ځانګړي پوځی عملیات اعلام کړل. شېبې وروسته په تول اوکراین په ځانګړي ډول پلازمېنې کیف کې هوايي او توغنديز بریدونه پیل شول، له ځنډ وروسته له بېلابېلو اړخونو څخه له لوی ځمکني برید سره مل شول. د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي په ځواب کې عمومي تیارسئ او پوځي حکومت اعلام کړ.   [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

څو اړخیز بریدونه له روسیې، بېلاروس او د اوکراین د دوو اشغال شویو سیمو (کریمیې او دونباس) څخه پیل شول. د جګړې څلورو اصلي ډګرونو پراختیا ومونده: د کیف برید، د اوکراین پر شمال ختيځ یرغل، د ختیځ اوکراین یرغل او پر سویلي اوکراین برید. د روسیې پوځ د اوکراین پر لویديځو سیمو هوايي او د توغندیو بریدونه هم ترسره کړي. روسي پوځيان کلیدي ښارګوټو لکه: چرنیهف، خارکوف، خرسون، کیف، مارپول او صامي ته نږدې شوي یا يې محاصره کړي دي، خو د اوکراینیانوله سخت مقاومت سره مخامخ شول چې له لوجستیکي او عملیاتي ګواښونو سره مخامخ دي او د دوی د پرمختګ مخنیوی یې وکړ. د یرغل تر پيل درې اونۍ وروسته، روسي پوځ په سويل کې ډېر بریالي وو، حال دا چې په نورو سیمو کې زیاتېدونکو لاسته راوړنو هغوی د یوې ستومانوونکې ستراتېژۍ خپلولو ته اړ کړل چې د ملکي وګړو د تلفاتو د زیاتوالي لامل شوه. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

دا تېری په پراخ ډول په نړیواله کچه محکوم شو. د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې يو پرېکړه لیک تصویب کړ چې هغه يې محکوم او د بشپړ خروج غوښتنه يې وکړه. د عدالت نړیوال محکمې روسیې ته امر وکړ چې عملیات ودروي او د اروپا شورا روسیه له واکه لرې کړه. ډېری هېوادونو نوي بندیزونه ولګول چې د روسیې او نړۍ اقتصاد یې اغېزمن کړی دی. بېلابېلو هېوادونو اوکراین ته لومړنۍ پوځي او انساني مرستې برابرې کړې. په ټوله نړۍ کې لاریونونه وشول؛ هغه کسان چې په روسیه کې دي، له ډله‌ییزو نیولو او د رسنیز سانسور له زیاتوالي سره مخامخ دي، لکه: د « جګړې » او «یرغل» اصطلاحاتو له کارولو څخه مخنیوی. ګڼو شرکتونو له روسیې او بېلاروس څخه خپل خدمتونه  او محصولات بهر کړل. د نړیوالو جرمونو محکمې په اوکراین کې د روسي پوځ د جنګي جنایاتو د تورونو په اړه څېړنې پیل کړې دي. [۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷]

مخینه سمول

نارنجي انقلاب او تر شوروي وروسته حالت سمول

په ۱۹۹۱ ز کال کې د شوروي اتحاد له منځه تللو څخه وروسته، اوکراین او روسیې خپلې نږدې اړیکې خوندي کړې. په ۱۹۹۴ ز کال کې اوکراین د اتومي وسلې د نه لرونکي هېواد په توګه د اتومي وسلو له خپرولو څخه د مخنیوي له تړون سره یو ځای شو. په اوکراین کې د پخواني شوروي اتومي وسلې راټولې او روسیې ته ولېږدول شوې. په بدل کې روسیې، بریتانیا (UK) او متحده ایالاتو (US) توافق وکړ چې د امنیتي تضمینونو په اړه د اوکراین له سیاسي خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د بوداپست یادښتونو له لارې ملاتړ وکړي. روسیه په ۱۹۹۹ ز کال کې د اروپا د امنیت د منشور له لاسلیک کوونکو څخه وه، چې د خپلواکۍ یا د خپلو امنیتي ترتیباتو د بدلون لپاره يې د هر یو ګډون کوونکي هېواد ذاتي حق د تکامل پر مهال تایيد کړ، چې د اتحاد تړونونه په کې شامل وو. د شوروي اتحاد تر انحلال وروسته تر یوې کچې د سیمه‌ییزو امنیتي ګواښونو په ځواب کې، لکه په روسیه کې په ۱۹۹۳ ز کال کې د روسیې د اساسي قانون کړکېچ، په ابخازیا جګړه (۱۹۹۲-۱۹۹۳ ز کلونه) او د چیچن لومړۍ جګړه (۱۹۹۴-۱۹۹۶ ز کلونه ) چې روسیه په کې ښکېله وه، د پخواني ختیځ بلوک څو هېوادونه له ناټو سره یوځای شول. روسي چارواکو دا پراخېدل، د ختيځ لور ته د ناټو د نه خپرېدو په اړه د لویدیځو ځواکونو د غیر رسمي تضمینونو تر پښو لاندې کول وبلل.      [۳۸][۳۹][۴۰][۴۱][۴۲]

په ۲۰۰۴ ز کال کې د اوکراین ولسمشریزې ټاکنې بحث پاروونکې وې. د ټاکنیزو مبارزاتو په بهیر کې مخالف نوماند وېکتور یوشچنکو له تترا کلورو هېګزیدين دای اوکسین TCDD)) سره مسموم شو، هغه وروسته دعوه وکړه چې روسیه په دې کار کې لا س لري. په نومبر کې لومړی وزیر ویکتور یانو کوويچ د ټاکنو د ناظرانو له خوا په رایو کې له درغلۍ سره سره  ګټونکی اعلام شو. د یوې دوه میاشتینۍ دورې په بهیر کې چې د نارنجي انقلاب په نوم پېژندل کېږي، لویو سوله‌ییزو لاریونونو په بریالتوب سره پايلې له ګواښ سره مخامخ کړې. وروسته له دې چې د اوکراین سترې محکمې په ټاکنو کې د پراخې درغلۍ له امله ټاکنې باطلې اعلام کړې، بیاځلي د ټاکنو دویم پړاو ترسره شو چې یوشچنکو د ولسمشر او یولیا تیموشنکو د لومړي وزیر په توګه واک ته ورسېدل او یانو کووېچ په اپوزسیون کې پاتې شو.[۴۳][۴۴][۴۵][۴۶][۴۷]

د يوویشتمې پېړۍ په لومړیو کې نارنجي انقلاب تر ډېره د ګڼو نورو اعتراضي غورځنګونوسره په ځانګړې توګه د پخواني شوري اتحاد سره په یو ګروپ کې راځي چې د رنګین انقلاب په نوم پېژندل کېږي. د انتوني کوردزمن په وینا: د روسي پوځ افسرانو به دا ډول انقلابونه د ګاونډیو هېوادونو د بې ثباته کولو او د روسیې د ملي امنیت د کمزوري کولو لپاره د متحده ایالاتو او اورپايي هېوادونو له خوا یوه هڅه بلله. د روسیې ولسمشر ولادي میر پوتین د ۲۰۱۱ ـ ۲۰۱۳ ز کلونو د لاریونونو تنظیموونکي د یوشچنکو پخواني سلاکاران یاد کړل او دا لاریونونه یې روسیې ته د نارنجي انقلاب د لېږد هڅه وبلله. په دې دوره کې د پوتین په ګټه لاریونونه «د نارنجي ضد لاریونونو» په نوم یادیږي. [۴۸][۴۹][۵۰]

په ۲۰۰۸ز کال کې د بوکارېسټ په ناسته کې اوکراین او ګرجستان له ناټو سره د یو ځای کېدلو په لټه کې وو. ځواب د ناټو غړو تر منځ ووېشل شو. اروپايي هېوادونو له روسیې سره د دښمنۍ د مخنیوي په موخه د غړیتوب د اقدام پلان (MAP) له وړاندې کولو سره مخالفت وکړ، حال دا چې د متحده ایالاتو ولسمشر جورج ډبلیو بوش یې د منلو لپاره ټینګار کاوه. په پای کې ناټو د اوکراین او ګرجستان د غړیتوب د اقدام پلانونه رد کړل، خو موافقه یې وکړه چې «دا هېوادونه باید د ناټو غړیتوب ترلاسه کړي». پوتین د ناټو د غړیتوب لپاره د اوکراین او ګرجستان له غوښتنلیک سره سخت مخالفت څرګند کړ. د ۲۰۲۲ ز کال تر جنوري پورې له ناټو سره د اوکراین د يوځای کېدلو امکان ډېر لرې پاتې شو. [۵۱][۵۲][۵۳][۵۴]

سرچينې سمول

  1. (په 2 March 2022 باندې). UN resolution against Ukraine invasion: Full text. Al Jazeera
  2. Scheffer, David J. (17 March 2022). "Can Russia Be Held Accountable for War Crimes in Ukraine?". Council on Foreign Relations. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۲. Russia's invasion of Ukraine constitutes the crime of aggression under international law. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 19 March 2022 باندې). Biden outlines 'consequences' if China aids Russia – as it happened. The Guardian.
  4. Blake, Daniel Keane, Elly (15 March 2022). "What is the Homes for Ukraine refugees scheme and how do you apply?". Evening Standard. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 3 March 2022 باندې). Ukrainian exodus could be Europe's biggest refugee crisis since World War II.
  6. "Situation Ukraine Refugee Situation". United Nations High Commissioner for Refugees. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Hirsch, Francine (28 February 2022). "Putin's Memory Laws Set the Stage for His War in Ukraine". Lawfare. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۲۲. Putin, like Stalin, has launched a war of aggression while calling it a special operation aimed at aiding civilians and 'restoring the peace.' الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Kirby, Jen (28 February 2022). "Putin's invasion of Ukraine, explained". Vox. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Conflict in Ukraine". Global Conflict Tracker. Council on Foreign Relations. 28 February 2022. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. (په 26 February 2022 باندې). Russia's invasion of Ukraine.
  11. Perrigo, Billy (22 February 2022). "How Putin's Denial of Ukraine's Statehood Rewrites History". Time. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "Putin Says He Does Not Plan to 'Restore Empire'". The Moscow Times. 22 February 2022. د لاسرسي‌نېټه ۰۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. (په 24 February 2022 باندې). Putin says he is fighting a resurgence of Nazism. That's not true.. NBC News
  14. "NATO-Russia relations: the facts". NATO. 27 January 2022. د لاسرسي‌نېټه ۰۱ مارچ ۲۰۲۲. NATO is a defensive alliance. Our purpose is to protect our member states. Every country that joins NATO undertakes to uphold its principles and policies. This includes the commitment that 'NATO does not seek confrontation and poses no threat to Russia,' as reaffirmed at the Brussels Summit this year. NATO enlargement is not directed against Russia. Every sovereign nation has the right to choose its own security arrangements. This is a fundamental principle of European security, one that Russia has also subscribed to and should respect. In fact, after the end of the Cold War, Russia committed to building an inclusive European security architecture, including through the Charter of Paris, the establishment of the OSCE, the creation of the Euro-Atlantic Partnership Council, and the NATO-Russia Founding Act. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. (په 15 February 2022 باندې). NATO's Eastward Expansion: Is Vladimir Putin Right?. Der Spiegel.
  16. [۱۶][۱۷][۱۸]
  17. Hernandez, Joe (23 February 2022). "Why Luhansk and Donetsk are key to understanding the latest escalation in Ukraine". Photograph by Aleksey Filippov (Agence-France Presse) via Getty Images. NPR. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  18. (په 24 February 2022 باندې). Ukrainian president signs decree on general mobilisation of population -Interfax. Reuters.
  19. "Zelensky signs decree declaring general mobilization". Interfax-Ukraine. 25 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Russia attacks Ukraine". CNN. 24 February 2022. مؤرشف من الأصل في ۲۴ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۴ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. (په 9 March 2022 باندې). Why is Russia invading Ukraine and what does Putin want?. BBC News.
  22. (په 25 February 2022 باندې). Fact check: Do Vladimir Putin's justifications for going to war against Ukraine add up?. Deutsche Welle
  23. Waxman, Olivia B. (3 March 2022). "Historians on What Putin Gets Wrong About 'Denazification' in Ukraine". Time. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Hodge, Nathan (26 February 2022). "Russia's Federation Council gives consent to Putin on use of armed forces abroad, Russian agencies report". Moscow: CNN. مؤرشف من الأصل في ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. (په 24 February 2022 باندې). Russia's Putin authorises 'special military operation' against Ukraine. Reuters.
  26. (په 8 March 2022 باندې). Focus on Kyiv deadlock obscures Russia's success in south Ukraine.
  27. (په 8 March 2022 باندې). Russia 'solving logistics problems' and could attack Kyiv within days – experts.
  28. (په 12 March 2022 باندې). 'A serious failure': scale of Russia's military blunders becomes clear. Financial Times.
  29. (په 20 March 2022 باندې). Ukraine war in maps: Tracking the Russian invasion. BBC News.
  30. (په 28 February 2022 باندې). Sanctions slams Russian economy. CNN
  31. (په 25 February 2022 باندې). NATO to deploy thousands of commandos to nations near Ukraine. Al Jazeera
  32. (په 24 February 2022 باندې). World leaders condemn Russian invasion of Ukraine; EU promises 'harshest' sanctions – live updates. USA Today.
  33. (په 24 February 2022 باندې). More than 1,700 people detained in widespread Russian protests against Ukraine invasion. CBC News
  34. (په 3 March 2022 باندې). ICC prosecutor launches Ukraine war crimes investigation. Associated Press.
  35. Budjeryn, Mariana. "Issue Brief #3: The Breach: Ukraine's Territorial Integrity and the Budapest Memorandum" (PDF). Woodrow Wilson International Center for Scholars. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  36. (په 15 December 2009 باندې). On assurances without guarantees in a 'shelved document'.
  37. Harahan, Joseph P. (2014). "With Courage and Persistence: Eliminating and Securing Weapons of Mass Destruction with the Nunn-Luger Cooperative Threat Reduction Programs" (PDF). DTRA History Series. Defense Threat Reduction Agency. ASIN B01LYEJ56H. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۸ فبروري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  38. "Istanbul Document 1999". Organization for Security and Co-operation in Europe. 19 November 1999. مؤرشف من الأصل في ۰۱ جون ۲۰۱۴. د لاسرسي‌نېټه ۲۱ جولای ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  39. Hall, Gavin E. L. (14 February 2022). "Ukraine: the history behind Russia's claim that Nato promised not to expand to the east". The Conversation. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  40. (په 11 February 2009 باندې). Yushchenko: 'Live And Carry On'. CBS News
  41. (په 5 August 2009 باندې). Study: Dioxin that poisoned Yushchenko made in lab. Businessgroup
  42. (په 28 October 2009 باندې). Yushchenko to Russia: Hand over witnesses. Businessgroup
  43. "Ukraine-Independent Ukraine". Encyclopædia Britannica. (15 January 2008). 
  44. "The Supreme Court findings" (په یوکرائني ژبه کي). Supreme Court of Ukraine. 3 December 2004. مؤرشف من الأصل في ۲۲ جون ۲۰۱۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ جولای ۲۰۰۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  45. (په 4 February 2012 باندې). Антиоранжевый митинг проходит на Поклонной горе.
  46. (په 15 December 2011 باندې). Putin calls 'color revolutions' an instrument of destabilization – Dec. 15, 2011. Kyiv Post.
  47. Cordesman, Anthony H. (28 May 2014). "Russia and the 'Color Revolution'". Center for Strategic and International Studies. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  48. (په 13 January 2022 باندې). NATO Won't Let Ukraine Join Soon. Here's Why.. The New York Times.
  49. "Ukraine's parliament backs changes to Constitution confirming Ukraine's path toward EU, NATO". unian.info. Ukrainian Independent Information Agency. د لاسرسي‌نېټه ۰۷ فبروري ۲۰۱۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  50. (په 5 April 2008 باندې). [{{{url}}} President tells summit he wants security and friendship]. The Times.
  51. (په 3 April 2008 باندې). [{{{url}}} EU allies unite against Bush over Nato membership for Georgia and Ukraine]. The Independent.