ويکيپېډيا:بنډارځای/وړانديزونه/1

د مخونو قلفونه سمول

د پښتو ویکی قدرمنو کارنانو او درنو ملګرو سلامونه! یو وړاندیز مې درلود هغه دا چې پښتو ویکی کې اکثرا مخونه قلف سوی دی ([edit=autoconfirmed])، د ویکی د اوسنی حالت په کتو سره هر راز لاک پښتو ویکی ته ګټور ندی، ځکه ډیر مهم مخونه چې باید اصلاح سی او خلګ ددوی په هکله مالومات لری نو نسی کولای چې دا مخونه سم کړی. حتی که نوی کارن حساب هم جوړ کړی څلور ورځۍ باید صبر وکړی چې تائید سی او دا د بعضو دپاره د تحمل وړ نه وی ځکه هیڅوک دلته د کار کولو زړه نه ښه کوی، دی باره کې باید سم پریکړه وسی، ستاسی نظر څه دی.--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 20:03, 27 نومبر 2015 (UTC)

ابراهيمه وروره د داسې ټولو مخونو کوم چې ته ان-بلاک کول غواړې، يو لړليک جوړ کړه په يو مخ کې بيا به يو گلوبل ايډمن ته درخواست ورکړو هغه به هغه مخونه بېرته ان-لاک کړي۔ د بدقسمتۍ څخه ټول مهم مخونه کومو کې چې د مواد ورگډول اړتيا ده هغه ټول د حفاظت په نوم محفوظ شوي دي--عثمان خان||خبرې اترې 20:09, 27 نومبر 2015 (UTC)
سمه ده ګرانه عثمانه وروره زه به کوشش وکړم چې ددغو مخونو نوملړ جوړ کړم.--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 20:29, 27 نومبر 2015 (UTC)


هغه مخونه چې ژغورل شوي، نو د نړېوال پازوال څخه غوښتنه وکړه چې بېرته يې پرانيزي. --ANBI (خبرې اترې) 20:55, 27 نومبر 2015 (UTC)
مننه ابراهخیل صاحب.--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 16:12, 30 نومبر 2015 (UTC)

نوي لیکني جوړول سمول

سلامونه او نیکي هیلي د پښتو ویکی ټولو کارنانو ته وړاندی کوم! پښتو ويکيپېډيا د جوړیدو څخه ډیر کلونه تېریږی خو بیاهم مونږتاسي د لیکنو د تعداد پر سر د نورو کوچینی ویکی ګانو سره حتی سیالي نسو کولای، مثلا تاجکی ویکی، قیرغیزی ویکی او نور ویکی ګان تر پښتو ژبي زيات لینکی او مقالی لری.

راځئ چې یو ښه پلان جوړ کړو ، که پښتو ژبي کې مونږ او تاسو پر اقتصادی او طبی کلمو باندی اختلاف لرو، نو په جغرافیوی کلمو او اصلاحاتو کې لږ توپیرونه موجود وی، دغه لیکنی خو باید ولرو. ددې کار لپاره هر اونۍ کې دغه فعال کارنان که ۲۰۰ لیکني ورګډ کړی زما په نظر به په راتلونکی کې ښه ډیري لیکني ولرو، که څوک مخالف یا موافق نظر لری کولای سی چې مطرح یې کړی، مننه.--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 16:14, 30 نومبر 2015 (UTC)

ما هم دا وړانديز ډېر مخکې پيش کړی و ،خو د ځني ملگرو لخوا دا خبره مخې ته راغله چې سيالي څه اهميت نه لري ليکنو معيار سم پکار دی خو زما دا خيال دی چې هو معيار هم پکار دی خو ددې سره سره په تعداد کې سيالي هم ضروري ده، که سيالي دومره بده خبره وی نو نورو ويکيپېډياو کې بيا ولې بېلابېل هدفونه (ټارگټ) مقرر کېږي۔خو خبره دا ده چې اوس د ليکنو تعداد لپاره لازمي پلان جوړول غواړي مثال په توگه دا وخت پښتو ويکي کې 6 زره ليکنې دي که مونږ غواړي چې په څلور مياشتو کې لس زره ليکنې ترسره کړو نو بيا هره ورځ ټوټل 35 ليکنې ليکل غواړي، که مونږ غواړو چې په درې مياشتې کې د ليکنو تعداد 10 زرو ته ورسوو نو هره ورځ 45 ليکنې ليکل غواړي، همدارانگې نورو ملگرو څخه هم غوښتنه کوم چې هغو هم خپل نظرونه او پلان شريک کړي ، که مونږ څلور کسان هم پدې هدف کار وکړو نو هره ورځ که هر يو کس 100 ليکنې ترسره کړي نو دا هدف ښه په اسانۍ سره پوره کېدای شي، ضروري نه ده ليکنې دې بيخي اوږدې وي بلکې که لنډې ليکنې هم وشي نو د هدف پوره کول څخه وروسته به بيا په کوشنو ليکنو بيا کار وکړو او هغه به ترسره کړو--عثمان خان||خبرې اترې 17:30, 30 نومبر 2015 (UTC)
په دې اړه نور کسان هم خپل نظر شريک کړئ چې په مشترکه توگه هدف مقرر شي، روباټ هم پدې کې مرسته کولای شي--عثمان خان||خبرې اترې 17:34, 30 نومبر 2015 (UTC)
سلامونه! د لیکنو د شمېر لپاره زمونږ روبوټ ته اړتیا ده. داسې کارونه لکه تاریخ یا د جغرافیې په اړه چې مونږ معلومات لیکو نو د ډېرو ښارونو کې به ورته شی لیکل کېږي، صرف د ښار نوم، مساحت، او د اوسېدونکو شمېر او موقعیت به توپیر کوي. زه خو وایم چې راځئ سم له لاسه پری پیل وکړو. -- عثمان انصاري اړیکه 18:37, 30 نومبر 2015 (UTC)
داسې robot جوړول اسان دي کوم چې په بېلابېلو ليکنو کې ورگډوي، ددې سره سره نور کارونه هم په روباټ ترسره کړو خو خبره دا ده چې کله کله د روباټ په script کې فرق راشي نو بيا روباټ د ويکيپيډيا ټولې ليکنې خرابوي، د خېر څخه به مو زيان زيات شي :) ، روباټ به هغه وخت کې جوړ کړو کله چې پښتو ويکيپيډيا کې يو پازوال جوړ شي نو که بيا روباټ څه ورانی هم کوي نو پازوال ته به اطلاع ورکړو او هغه به په فوري توگه ودروي خو چې ترڅو پازوال نه وي تر هغې به روباټ جوړول ښه نه وي، خو دا خبره هم ده چې ځني روباټونه داسې هم وي کوم چې عام کارنان ډېر په اسانه کنټرول کولای شي که داسې روباټ جوړ شي نو بيا به ډېر ښه وي، په دې اړه مونږ ته د يو داسې کس هم ضرورت دی چې په programming language باندې پوهيږي--عثمان خان||خبرې اترې 18:46, 30 نومبر 2015 (UTC)
سلامونه ښه کار روان دی ماشاء الله، زه اوس راغلم،ځکه د خېټی غم مې وخوړ :).

خلاصه هر لیکنه که انټرویکی لینک ورکړی سی نو دا به ډیره ښه وی ځکه یو روباټ به یې ټول په ویکی ډتا پوری وتړی، مونږتاسی د مقالو اکثرو نومونه د فارسی ویکی ته ورته دی یوازی د ښار او شهر فرق دی په دی که د فارسی ویکی لینک ورکړی سی دا به بده نه وی.--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 19:22, 30 نومبر 2015 (UTC)


که څه هم تاسو خپلسرو بې بندو باره د اوردو ويکیپېډيا مقلدانو سره بحث کول بې ځايه دي ځکه چې په ډله ييزه توګه ورانکارۍ په لور روان يئ ، خو بیا هم چې سکالو مو اهمه ده او دغسې سکالو مخکې له تاسو هم وړاندې شوې وه چې د عثمان خان پاکستاني لخوا لنډه ګنډه کار پاتې شو، خو بیا هم تاسو سره نظر شریکول غواړم، ځکه چې زما موخه خدمت دی . ستاسو نظر دې بېلګې ته ورته دی : چې سړی يوه کوټه کور جوړوي لومړی ورته خښتې ، کانکريټ او نور توکي راوړي يو څه کور ترسره ورسوي بیا وروسته ورته نخشه جوړه کړي او دا کور بیا له سره وران کړي چې د کار څخه یې زحمت ډېر او نخشه مو هم نیمګړې ده . زه دومره وايم چې د پښتو د پرمختګ لپاره د علمي لیکنو ژباړې ، د څانګوالو سره د مشورو برسېره معياري کار ته مخه کول پکار دي . دلته که پروژه داسې وي چې يوازې دې الف ، بې ، تې ولیکل شي او تړنه دې د ډېروالي ورزياته شي چې ځان ښکاره کړو چې د ګاونډيانو ويکيپېډياؤ سره د سیالۍ جوګه يوو ، دا نه يوازې چې له سره تېر کار يا ناغېړی دی بلکې ځان غولول هم دي . که په رښتيا غواړئ چې سمدم کار وکړئ دغو ۶۰۰۰ لیکنو کې هم ډېرې لیکنې نیمګړې او بې معياره پاتې دي لستوڼي بډوهئ او لیکنه په معیار ورغوئ . دا به ډېره ښه وي چې په وونۍ کې ۱۰۰ لیکنې ورډېرې کړئ خو آيا ستاسو د لیکنو موخه به علم او پوهه وړاندې کول وي يا خپل د نوم تر لاندې د لیکنو ډېروالی ؟ يا کرښې او بې بندو باره لیکنې وړاندې کول وي؟ آيا پوهه او علم اهم کار دی که سند او ډګري ترلاسه کول مهم دي؟؟؟ آيا د ژبې پرمختګ د شمېر په ډېروالي کې دی يا د اهمیت وړ او با ارزښته علمي بشپړه لیکنو کې دی ؟؟؟؟ هبله ده چې بیا د ضد او تعصب له خودخواهۍ څخه راته کنځل ونه لیکئ او ځان پوه کړئ چې څه باید وشي چې خدمت په رښتيا سره ترسره شي .Afghanwrites (خبرې اترې) 19:43, 30 نومبر 2015 (UTC)

نامي! ته ولی کومه لیکنه نه بشپړوی، بس دغه خالی مشورو ته جوړ یې، خو ته پخپله لسټوڼی بړ وهه بی معیاره لیکنی سموه نو، مونږ خو د اوردو ويکیپېډيا مقلدانو یو، مونږ دلته ناخبره یو او نابلده، ته مهربانی وکه مخکی سه.--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 19:56, 30 نومبر 2015 (UTC)

زه خو به يې ولیکم خو ستاسو پاکستانیان يې بېرته ړنګوي ته يې ضمانت کوې چې په سمونو کې به بیا ګوتې نه وهئ؟ ونیسه دغه نرتوب وکړه زه به درته لیکنې ژباړم.Afghanwrites (خبرې اترې) 20:01, 30 نومبر 2015 (UTC)

زه وعده ده ، ته سمي لیکنی کوه مونږ به درسره کار نلرو او ملاتړ به دې هم کوو، جنجالی خبری هم مه کوه.--ابراهیم خاشرودی (ګپ کن) 20:12, 30 نومبر 2015 (UTC)

بس سمه ده ، نور به عثمان خان دلته مشروټي راته نه کوي ، که يې وکړه دواړه به يې شکایت کؤو چې دی بېرته اوردو پسې ولېګو. او چېرته چې د اوردو ويونه او پېښوري لحجې توري دي هغه به زه معيار ته اړوم . نور مې چاسره کار نشته ملګرو . خوښ او آباد اوسئ خو د پاکستان او ايران په مقابل په پښتو ولاړ اوسئ .Afghanwrites (خبرې اترې) 20:18, 30 نومبر 2015 (UTC)

Sandbox لپاره مناسب لفظ څه کېدای شي!؟ سمول

ټولو ته سلامونه! د سېنډ باکس لپاره وړ او مناسب لفظ ستاسې په اند څه کېدای شي!؟ یو څو چې زه یې وړاندیز کوم: د شګو ډېرۍ، د شګو کوټنۍ، د شګو کلا، کارځی، شګلنه ماڼۍ، د شګو ماڼۍ!؟؟؟؟؟؟-- عثمان انصاري اړیکه 19:57, 8 ډيسمبر 2015 (UTC)

وعليکم السلام! د شگو څخه ځکه تېرېږم چې دا په پښتو کې د هغه څه مانا نه ښيي کوم عمل چې هلته څوک ترسره کولی شي. نو په همدې دليل ورته آزمونمخ غوره گڼم. --ANBI (خبرې اترې) 20:00, 8 ډيسمبر 2015 (UTC)
زما په خيال ازمونځی به ښه وي--عثمان خان||خبرې اترې 20:09, 8 ډيسمبر 2015 (UTC)

Redirect سمول

د ريډايرکټ لپاره په پښتو ويکي کې څه سم ځانگړی ټکی نشته، موږ په عامه توگه د گرځول ټکی استعمال کوو خو دا د ريډايرکټ سمه ترجماني نه کوي، زما په خيال د ريډايرکټ لپاره سم ټکی پکار دی چې هغه ددې مانا پورا کولای شي، که مونږ گرځول ټکي استعمال کړو نو گرځېدل په ډېرو قسمونو دي ريډايرکټ هم گرځونه کوي، تړنه هم د گرځونې يو قسم دی، بېک بټن هم د گرځونې يو قسم دی۔ د ټولو ملگرو څخه مې غوښتنه ده چې ددې لپاره سم ټکی تجويز کړي او د ريډايرکټ پرځای هغه وکاروي۔

کوز هغه ټکي وليکئ کوم چې تاسې گڼئ چې د ريډايرکټ سمه ترجمه کوي۔او د ټکو ليکلو څخه وړاندې ستوری( * ) د ټکو ليکلو څخه وروستو خپل لاسليک وليکئ۔ په درنښت۔--عثمان خان||خبرې اترې 16:42, 25 جنوري 2016 (UTC)

وړاندېزونه سمول

غوښتنه: پښتو ویکيپيډیا لپاره اصلي ایمیل سمول

سلامونه او نیکي هیلي د پښتو ویکي ټولو کارنانو ته او د ګران او قدرمنو پازوالوانو ( احمد نجیب بیاباني صاحب او عثمان منصور انصاري صاحب) په اجازه! د پارسی ویکي د کارنانو لخوا د ایراني ژبو ویکي‌ګانو (پارسي، پښتو، کردي، تاجکي...) ترمېنځ د همغږی، تفاهم او همکاریو لپاره یوه پروژه جوړه شوی ده، او دي پروژي لپاره د هر ویکي څخه یو اصلي ایمیل ته ضرورت شته، او باید دا ایمیل استاد حمید حسنی صاحب ته ولېږل سی چې دوی یې د پښتو ژبي لپاره اډډ کړی. نو پدي لحاظ د ټولو همکارانو څخه هيله لرم چې دې برخه کې مرسته وکړئ مننه.--ابراهیم خاشرودی (خبرې) 10:45, 28 می 2016 (UTC)

خاشرودي صيب السلام عليکم! روغتيا او سلامتي مو غواړم. د برېښليک پته دا دی دلته درته ليکم. pashtowikipedia@gmail.com مننه --ANBI (خبرې اترې) 04:33, 5 جون 2016 (UTC)
سلام او تاسو معززو دوستانو څخه مننه کوم! Hamid Hassani (خبرې اترې) 06:26, 6 جون 2016 (UTC)

Wikimedians of Afghanistan User Group سمول

سلامونه او نیکي هیلي ګرانو دوستانو عثمان منصور انصاري، ANBI او Usman Khan !

یو وړانديز لرم هغه داچې ما غوښت د افغانستان د ژبو په باره کې په ویکیميډيا کې یوزیر ګروپ جوړ کړم که تاسئ خپل نظرات یې په باره کې ولیکئ مهرباني به مو وی! مننه.--ابراهیم خاشرودی (خبرې) 15:02, 8 جولای 2016 (UTC)

ډېر ښه تجويز دی، خو ددې گروپ کومې کومې زمه واريانې وي ، په دي اړه تفصيلات پښتو ته اړول هم ضروري دي، بله دا چې د دې گروپ رسمي توگه مقام واضح کول هم ضروري دي لکه دې ځای د پاکستاني کارنانو لخوا يو گروپ جوړ شوی و کوم لپاره چې يو resolution هم وړاندې کړی شوی و (لکه دې مخ کې)، نو اول به ددې ټولو گروپونه په اړه معلومات وگورو نو د گروپ په جوړولو کې به اساني وي--UsmanKhan (خبرې اترې) 16:37, 8 جولای 2016 (UTC)
بل خبر دادی چې هند کې د ويکيمېډيا کافرنس شروع کېږي که تاسې څوک په دې کانفرنس کې گډون کول غواړئ نو ددې لپاره غوښتنليک وليکئ--UsmanKhan (خبرې اترې) 16:41, 8 جولای 2016 (UTC)
سلامونه عثمان خانه! ولا ددې پشنهاد څخه مې هدف دا وو چې وکولاي شو چې افغانستان کې کومې ژبي شته ددوي ترمنځ هماهنګي او تفاهم پیدا سی او د افغانستان د رسمي ژبو (پښتو او دري) ته د ویکیميډیا توجه را جلب کړو مثلا د پشتو ژبي لپاره هم باید ویکی کنفرانسونه جوړ شی او پشتو ویکیپيډیا باید په ویکیمیډیا کې د افغانستان څخه نماینده‌ګی وکولای شی او نور...--ابراهیم خاشرودی (خبرې) 09:10, 9 جولای 2016 (UTC)

WikiProject in the minority languages of Iran سمول

Hello! Sorry for my English. I propose to create project for minority languages of Iran. For discuss and help other minor wikipedias. Like in other wikipedia: Проект:Разделы Википедии на региональных языках России, Wikipédia:Projet Wikimedia en langues régionales de France, Wikipedia:WikiProject in the minority languages of English-speaking countries--Kaiyr (خبرې اترې) 19:19, 15 اکتوبر 2016 (UTC)

Салам Кайр брат, как дела? Добро пожаловать и рахмет! It's a good proposal, I agree with this, but I think in Pashto Wiki we just can create for Afghanistan languages projects.--ابراهیم خاشرودی (خبرې) 20:14, 15 اکتوبر 2016 (UTC)

presenting the project Wikipedia Cultural Diversity Observatory and asking for a vounteer in پښتو Wikipedia سمول

Hello everyone, My name is Marc Miquel and I am a researcher from Barcelona (Universitat Pompeu Fabra). While I was doing my PhD I studied whether an identity-based motivation could be important for editor participation and I analyzed content representing the editors' cultural context in 40 Wikipedia language editions. Few months later, I propose creating the Wikipedia Cultural Diversity Observatory in order to raise awareness on Wikipedia’s current state of cultural diversity, providing datasets, visualizations and statistics, and pointing out solutions to improve intercultural coverage.

I am presenting this project to a grant and I expect that the site becomes a useful tool to help communities create more multicultural encyclopaedias and bridge the content culture gap that exists across language editions (one particular type of systemic bias). For instance, this would help spreading cultural content local to پښتو Wikipedia into the rest of Wikipedia language editions, and viceversa, make پښتو Wikipedia much more multicultural. Here is the link of the project proposal: https://meta.wikimedia.org/wiki/Grants:Project/Wikipedia_Cultural_Diversity_Observatory_(WCDO)

I am searching for a volunteer in each language community: I still need one for the پښتو Wikipedia. If you feel like it, you can contact me at: marcmiquel *at* gmail.com I need a contact in your every community who can (1) check the quality of the cultural context article list I generate to be imported-exported to other language editions, (2) test the interface/data visualizations in their language, and (3) communicate the existance of the tool/site when ready to the language community and especially to those editors involved in projects which could use it or be aligned with it. Communicating it might not be a lot of work, but it will surely have a greater impact if done in native language! :). If you like the project, I'd ask you to endorse it in the page I provided. In any case, I will appreciate any feedback, comments,... Thanks in advance for your time! Best regards, --2.152.73.95 08:20, 11 اکتوبر 2017 (UTC) Universitat Pompeu Fabra, Barcelona

سلام زه نوی ویکیپیډیا ته داخل شوم خدای شته چی ډیره می داپاڼه خوښه شوه دلابریاوو په هیله (قیس ابراهیم خیل)


ټولو کارنانو ته سلامونه او درناوی. پاس زموږ او تاسې يوه ورور د تړليو او کولپو مخونو د خلاصولو په اړه وړانديز کړی دی. زه ددغه ورور د وړانديز ملاتړ کوم، هيله ده چې کولپ مخونه خلاص شي، هغوی ته د توکو د ورزياتولو او د نيمگړتياوو د لري کولو شونتيا يې برابره شي.

سربېره پر دې، زه ځينې وړانديزونه لرم او هغه دا چې:

لومړی: د پښتو ويکيپېېډيا په ځينو مخونو کې د انگرېزي او ځينو نورو بهرنيو ژبو متنونه اچول شوي دي. بايد يادونه وشي چې پښتو ويکيپېډيا يوازې د پښتو ژبې لپاره ده. پر دې بنسټ له هغو درنو کارنانو، چې په پښتو برېښنايي پوهنغونډ کې د بهرنيو ژبو متنونه وراضافه کوي، هيله کوم چې د دې کار مخنیوی وکړي.

دويم: زموږ او تاسې ځينې کارنان پوهنغونډ ته د نوې ليکنې د وراضافه کولو پر مهال، په تېره بیا د ليکنې سرليک، يا د وگړي نامه ته کره پام نه لري او له املايي انشايي نيمگړتیاوو سره يې وراضافه کوي. هيله من يم چې د نوې لیکنې د وراضافه کولو پر مهال دغې نیمگړتيا ته پام ولرل شي. مننه، محمد طاهر کاڼی.