زما په اړه | ||||
---|---|---|---|---|
زه عثمان خان يم د لر دير ولسوالۍ،پښتونخوا،پاکستان اوسېدونکی يم، زه دخپلې ژبې پښتو سره ډېره مينه لرم، هغه ځانله خبره ده چې ځني وخت کې خلک زما په پښتو اعتراض هم کوي چې دا دا تېروتنې پکې دي :) خو خېر پښتو چونکې زما مورنۍ ژبه ده نو ځکه زه دا غواړم چې پښتو کې پرمختگ راشي او د نړۍ د نورو ژبو په شان پښتو ژبه هم خلک د زده کړې لپاره خوښه کړي۔ د پښتو ژبې تاريخ که مونږ وگورو نو شپاړسمه سلنۍ د پښتو ژبې له ټولو غوره وخت وو، هم شپاړسمه سلنۍ هغه وخت وو چې د پښتو ژبې لوی لوی نومونه لکه رحمان بابا ، خوشحال خان خټک او داسې نور لوی مشران دې دنيا ته راغلل چې د خپل فن او شاعرۍ په وسيلې سره يي پښتو ژبې خدمت وکړو۔ همدارنگې د ټولو مسلمانانو تاريخ که وکتلی شي نو 7مه سلنۍ هغه زمانه وه کومه کې چې مسلمانانو د علومو په هره څانگه کې پرمختگ کړی وو خوا که هغه ساينس وو او که نور علمونه وو، لوی لوی ساينسدانان په مسلمانانو کې پېدا شول کوم چې دا نړئ بدله کړه لکه مثال په توگه بوعلي سينا کوم چې د طب له ټولو لوی پوهه گڼلی کېږي، جابر بن حيان څوک چې اوس په نړۍ کې د کيميا پلار نوميږي، او همدارنگې ابن خلدون، البېروني او نور داسې گڼ شمېر مسلمانان وو چې نړۍ کې يې لوی بدلاو راوړو او هم د هغو اخلاقي معيارونو او د اسلام ښه تعليماتو په سبب مسلمان ملت په ټوله نړۍ راج کاوو او خلک په اسلام کې داخلېدل که په مذهبي توگه مونږ خبره وکړو نو رسول الله (ص) چې د ټولې نړۍ لپاره خدای پاک له ټولو لوی رحمت رالېږلی وو هغه به هميشه مسلمانانو ته د علم وعظ او نصيحت کولو ، اسلام هميشه مسلمانانو ته د علم طرف ته راتلو ويلي دي او علم ته يي اهميت ورکړی دی۔ مسلمانانو کې يوه لوی غلطي فهمي دا هم ده چې اکثره خلک د دين علم ته صرف علم وايي خو که اسلام په سمه توگه ولوستلی شي نو د اسلام په نظر کې ديني او دنياوي دواړه علمونو ته توجو ورکړی شوي ده، دنيا علم چې کله مونږ زده کوو نو دا هم د الله د جوړ کړي مخلوقاتو په اړه وي او الله پدې خوشحاليږي چې هم يو کس د خپل دين علم ولري او هم د دنياوي څيزونو په اړه ، ددې خبرې اندازه مونږ له دې خبرې څخه هم لگولی شو چې کله قرآن پاک لومړئ وحي نازلېده نو هغه کې جبرائيل (ع) درې ځله د رب العزت دا فرمان واورولو چې "اقرا"، د کوم مانا چې ده "ولوله!" ، نو تاسې ته به اندازه وي چې د کوم قرآن چې لومړی ټکی هم د لوستلو په اړه وو هغه قرآن علم ته څومره توجو ورکوي۔ تاريخ ددې خبرې هم گواه دی چې مسلمانانو کله د علم و کتاب سره تعلق لرو هغه وخت مسلمانان په ټوله نړۍ کې په ښه توگه يادېدل خو چې کله يې علم پرېښودلو نو نن تاسې کتلی شئ چې د مسلمان څه حال دی که په عراق کې وي او که شام کې۔که پاکستان کې وي او که افغانستان کې، که ايشيا کې وي او که افريقا کې، په هر ځای کې مسلمان ته په بد نظر کتلی کېږي۔ خو له ټولو لوی او فکرمنده خبره دا ده چې نور خلک خو هسې هم نن سبا د مسلمان او اسلام خلاف بېلابېل پلانونه جوړوي خو مسلمانان پخپله په خپل منځ کې د فرقو او مسلکونو په نوم يو بل وژني، که مونږ مغرب وگورو، يورپ او امريکه وگورو نو هغه زمونږ څخه ډېر مخکې دي او مونږ وروسته يو۔ ددې دا سبب نه دی چې هغه څه بل رنگ مخلوق دی او مونږ بل رنگ بلکې د هم زمونږ پشان انسان دي کوم چې د خپل محنت په سبب مخکې دي، چې زمونږ دين او زمونږ کلتور کوم ښه څيزونه مونږ ته ښودلي دي په هغو مونږ عمل نه کوو او مغرب هم هغه ټول څيزونه خپل کړي دي کوم چې زمونږ دين او کلتور ښودل دي او هغوي نن زمونږ څخه مخکې دي۔ مغرب کې د انسانانو قدر وي، انسانان خو له څه چې د ځناورو هم حقوق وي، خو بلخوا مونږ ته د خپلو خلکو ژوند هېڅ نه ښکاري، هغو چې کله مصيبت وي نو متحد/يو ځاي شي او مونږ تفريقونه او دښمنۍ دومره زياتې شوي دي چې زمونږ زړونه يې هم د کاڼي پشان سخت کړي دي مونږ سره د خپل ځان فکر وي او د بل د مصيبت څخه نه يو خبر ، په انفرادي توگه هم او په حکومتي توگه هم ټول مسلمانان چې هر هېواد کې دي په ترهه گرۍ او داسې ډېرو مصيبتونو کې اخته دي۔ زما په خيال ددې ټولو ستونزو لوی سبب د تعليم کموالی،د اخلاقي معيارونو کموالی او د انسانانو قدر نه کول دي۔ تعليم ځکه مهم څيز دی چې ددې په وسيله مونږ ښه او بد پېژنو، ويکيپېډيا هم د علم يو لوی کتاب دی خو که خلک پرې پوهه شي۔ او هم که د ويکيپېډيا مثال واخلئ نو تاسې وگورئ چې د يورپي ژبو ويکيپېډياگانو کې کارنانو هم يو لوی تعداد موجود وي او ليکنې هم په مليونو وي خو که پښتو يا نورې داسې ويکيپېډياگانې واخستلی شي نو هم پکې کارنان لږ دي او هم ليکنې ددې څخه پته لږي چې مونږ په داسې علمي ځاينو کې ډېر وروسته يو |
اعزازونه يا لاسته راوړنې |
---|
|