ويټامين اې (په انگرېزي: Vitamin A) يو دوه قطبي ماليکيول دی چې د کاربون او هايډروجن تر مېنځ يو دوه قطبي کوولنټ بانډ لري. دا د هم بڼو ماليکيولونو د کورنۍ، رېټنايډز پورې تړلی دی. رېټنايډز د دغه وېټامين پاتې سلسله بشپړه کوي. د رېټنايډز اهمه برخه د ريټانيل ډله ده چې په گڼو بڼو موندل کېږي. د حيواني اصل نه جوړو خواړو کې د وېټامين اې لويه برخه يو اېسټز، يو لومړنی ريټانيل پالميټېټ دی چې په وړه کولمه کې په الکول (ريټينول) بدلېږي. ويټامين اې د يو الډهيډ (ريټينال) په بڼه او يا هم د يو اسيد (ريټينوېک اسيد) په توگه هم وي. د دې وېټامين مختلوني (پرووېټامينونه) د بوټو نه لاس ته راغلو خوړو کې دي لکه هغه بوټي چې د کاروټېنويډ د کورنۍ په تړنگونو پورې تړاو لري شته.[۱]

د ريټانول جوړښتبڼه، په خواو کې د وېټامين اې تر ټولو عامه بڼه

د ويټامين اې هر ډول بڼه د بيټا آيونون يوه کړۍ لري چې همدغې کړۍ سره د آيسوپرېنويډ زنځير تړلی دی. دا جوړښت د وېټامين اې په کړنو کې ډېر ضروري دی. د گازرو نارنجي زېړ رنگ بيټا کاروټين نومېږي. دا رنگ د دوه ريټانيل ډلې د د خپلمنځي نښلون په توگه راڅرگند شوی چې په بدن کې د ويټامين اې د کچې په لوړولو کې مرسته کوي. کله چې د ريټانيل ډله د يو ډول ځانگړي پروټين سره ونښلي بيا همدا د ليدنې د حس په درک کې لومړنۍ نور جذبونکې ماده ده او په همدې توگه د دغه مرکب نوم د سترگې د ريټينا سره هم اړيکې لري.

وېټامين اې په گڼ شمېر بڼو کې موندلی شو:

  • رېټېنول، دا د وېټامين اې هغه بڼه ده چې د حېواني خواړو د سرچينې نه راجذبېږي، دا يو زېړ رنگه، په غوړو کې حل کېدونکی وېټامين دی چې د سترگو په ليد کې او د هډوکو په وده کې ډېرې اهمه دنده لري. دا چې د دغې ډلې الکولي بڼه ناثابته ده نو په همدې خاطر اکثراً همدا وېټامين د ريټانيل اسېټېټ يا پالمټېټ په بڼه کې توليدېږي او د کارولو وړ گرځي.
  • نور رېټنايډونه د يو ډول کيميايي تړنگونو د ټولگي نه دي چې په کيميايي توگه ويټامين اې سره اړيکې لري او دا مرکبونه په طبابت کې کارېږي.[۲]

د ويټامين اې اېجاد

ويټامين اې په ۱۹۰۶ ز کال کې د يوې څېړنې په پايله کې وپېژندل شو، او دا په ډاگه شوه چې د کاربوهايډرېټو، پروټينو او شهمياتو تر څنگ داسې نور عاملين هم شته چې د څارويو په روغتيا کې اهم رول لري.[۳] په ۱۹۱۷ ز. کال کې اېلمر مککولم په وېسکونسين ماډېسون پوهنتون کې وېټامين اې کشف کړ او بيا لافايټ مېنډېل او توماس اوسبورن په دويم ځل د يېل په پوهنتون کې همدا وېټامين وپېژانده. دا چې په هغه وخت کې په اوبو کې حل کېدونکی عامل بي (وېټامين بي) نوی پېژندل شوی ؤ، نو په لومړي سر کې څېړونکو هم همدا وېټامين په شهمياتو کې حل کېدونکي عامل اې (ويټامين اې) په نامه ونوماوه..[۳] په ۱۹۴۷ ز. کال کې د لومړي ځل لپاره، وېټامين اې په آزمېنتون کې د يوه هالنډي کيمياگرو، ډاوېډ ادريان وان دورپ او يوزف فېردېناند آرېنس لخوا جوړ شو.

د ويټامين اې سرچينه

ويټامين اې په طبيعي ډول په گڼ شمېر خوړو کې موندل کېږي:

يادونه: هغه گڼ چې په ليندکيو کې کښل شوی هغه په هر ۱۰۰ گرامو کې د رېټانول کچه او د ويټامين اې د سلنې هغه کچه ښودل شوې چې غذايي کارپوهان يې يوه بالغه نارينه ته سپارښتنه کوي.

خو د کاروټين او رېټانول دغه کچې له يوه وگړي نه تر بل وگړي پورې د هغوی د ژونپوهنيزې بېلابېلوالي په سبب او د خوړو د بېلابېلوالي په سبب توپير يو له بل سره توپير لري.[۵][۶]

سرچينې

  1. Carolyn Berdanier. 1997. Advanced Nutrition Micronutrients. pp 22-39
  2. "American Cancer Society: Retinoid Therapy". د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ اکتوبر ۲۰۰۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ فبروري ۲۰۰۹. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ Wolf, George (2001-04-19). "Discovery of Vitamin A". Encyclopedia of Life Sciences. doi:10.1038/npg.els.0003419. http://www.mrw.interscience.wiley.com/emrw/9780470015902/els/article/a0003419/current/html. Retrieved 2007-07-21. 
  4. The RAE value in the USDA data for broccoli leaves is similar to the IU value for broccoli florets, which implies rather improbably that the leaves have about 20 times as much beta-carotene. It is possible that there was an error in the table.
  5. Borel P, Drai J, Faure H, et al (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "[Recent knowledge about intestinal absorption and cleavage of carotenoids]"] (in French). Ann. Biol. Clin. (Paris) 63 (2): 165–77. PMID 15771974. 
  6. Tang G, Qin J, Dolnikowski GG, Russell RM, Grusak MA (2005). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Spinach or carrots can supply significant amounts of vitamin A as assessed by feeding with intrinsically deuterated vegetables"]. Am. J. Clin. Nutr. 82 (4): 821–8. PMID 16210712.