پروټينونه ستر بايوماليکولونه او ستر ماليکولونه دي، کوم چې د امينو اسيډ د پاتي شونو د يو يا ډېرو لړيو نه جوړ شوی وي. پروټينونه په ژونديو موجوداتو کې پراخې دندې تر سره کوي، په کوم کې چې د ميتابوليکو غبرګونونو چټکول، د ډي اين ای يو نقل جوړول، پاروونکو ته ځواب ويل، د حجرو او ژونديو لپاره جوړښت برابرول او له يوه ځايه بل ځای ته د ماليکولونو لېږد شامل دي. پروټين په اساسي ډول د امينو اسيډ په ترتيب (لړۍ) کې يو له بل نه توپير لري، کوم توپيرونه چې د جينونو د «نيوکليوټايډ» د ترتيب پر مټ تر سره کېږي، د کوم په پايله کې چې په عمومي توګه پروټين په يو ځانګړي 3D (درې اړخيز) جوړښت کې منظميږي چې دندې يې ټاکي.

د امينو اسيد پاتې شونو يوې خطي لړۍ ته «پولي پيپټايډ» ويل کېږي. يو پروټين لږ تر لږه يو اوږد «پولي پيپټآيډ» لري. لنډ پولي پيپټايډونه، په کوم کې چې له ۲۰-۳۰ نه کم پاتې شوني وي، ډېر کم وخت پروټينونه بلل کېږي، په عمومي توګه د پيپټايډز او کله نا کله د «اوليګوپيپټايډس» نوم ورکول کېږي. د انفرادي امينو اسيډ پاتې شوني د پيپټايډ بندونو (اړيکو) او اړوندو امینو اسيډونو د پاتې شونو په مټ په خپل منځ کې يو له بل سره نښتي دي. په يوه پروټين کې د امنينو اسيد د پاتې شونو ترتيب د يو جين د ترتيب په مټ تعريفيږي، کوم جين ته چې په جينيتي کوډ کې شفر ورکړل شوی وي.په عمومي توګه، جينتي شفر د ۲۰ معياري امينو اسيډونو ښودنه کوي، خو په ځينو ژونديو موجوداتو کې شونې ده چې جيني شفر کې «سيلينوسيسټين»  او – په ځينو لرغونو – کې «پايروليسين» موجود وي. له جوړېدو نه ډېر ژر وروسته يا د جوړېدو پر مهال، په پروټين کې شته پاتې شوني ډېر ځله له ژباړې نه د وروسته سمونونو په مټ په کيمياوي ډول اصلاح کېږي او بدلون مومي، کوم چې بدني او کيمياوي ځانګړتياوې، نښتل، پايدل او فعاليت ته بدلون ورکوي او په پايله کې د يوه پروټين دندې بدلون مومي. له ځينو پروټينونو سره «غېر پيپټايډ» ټولګې نښتي وي، کومو ته چې مصنوعي ټولګې يا «شريک لاملونه» ويل کېږي. پروټين په شريکه سره عمل کوي، تر څو يوه ځانګړې دنده تر لاسه کړي، دوی په عمومي توګه د پروټينو د دوامدارو ټولګو د جوړولو لپاره يو له بل سره نښتې وي.

له جوړېدو وروسته پروټين يوازې د ټاکلې مودې لپاره پاتې کېږي او بيا د پروټينو د جريان د پروسې له لارې د حجرو د ماشين په مټ تجزيه او بيا بېرته په جريان کې اچول کېږي. د يوه پروټين عمر د هغه د نيم ژوند په نظر کې نيولو سره اندازه کېږي او پراخه لړۍ پوښي. شونې ده چې پروټينونه د تي لرونکو ژويو په حجرو کې د ۱-۲ ورځو منځني عمر سره تر څو دقيقو يا څو کلونو پورې پاتې شي. غیر معمولي يا ناسم تنظیم شوي پروټينونه يا د ويجاړېدو د موخې ګرځېدو يا د بې ثباتۍ له امله په تېزۍ سره تجزيه کېږي.

د نورو بيالوژيکي ميکروماليکولونو په څېر، لکه: «پولي سيکرايډز» او «نيوکليک اسيدونه»، پروټين هم د ژونديو موجوداتو مهمه برخه ده او د حجرو په دننه کې نژدې په هر عمل کې برخه لري. ډېری پروټين داسې اينزايم دي، کوم چې بايوشيمي غبرګونونه چټکوي او د ميټابوليزم لپاره اړين دي. پروټين جوړښتي يا ميخانيکي دندې هم لري، لکه په عضلاتو کې «اکټين» او «مايوسين» او په پروټينونو کې «سايټوسکلټن» (سايټوسکلټن د حجرې جوړښت ته ويل کېږي)، کوم چې د بنسټيز جوړښت يو نظام منځ ته راوړي او همدا نظام بيا د حجرې بڼه په خپل ډول ساتي. نور پروټينونه د حجرې په سيګنل ورکولو، مدافعتي غبرګون، د حجرې د نښتلو او د حجرې د جريان په برخه کې مهم دي. په ژويو کې، د اړينو امينو اسيډونو د برابرولو لپاره په خوراک کې د هغو پروټينو شتون اړين دی، کوم چې نه جوړېږي. هضم په ميتابوليزم کې د کارولو لپاره پروټينونه ماتوي.

د انټراسينټرفيوګريشن، ورن، اليکټروفورسس او کروميټوګرافي په څېر د بېلا بېلو لارو چارو په کارولو سره پروټين له نورو حجروي اجزاوو نه تصفیه کېدای شي. د جينتيکي انجنيرۍ په راڅرګندېدو سره د تصفيې د اسانولو په موخه ګڼې طريقې جوړې شوې دي. د پروټينو د بدنې او دندو د مطالعې لپاره په عمومي ډول کارېدونکو لارو چارو کې «امينو هيسټوشيمي»، «سايټ ډايريکټډ ميوټيجينيسيس»، د ايکسری کرسټالوګرافي، هستوي مقناطيسي غږ او د کتلې سپيکټوميټري شامل دي.

تاريخچه او رېښه

سمول

په اتلسمه پېړۍ کې « Antoine Fourcroy» او ځينو نورو، پروټينونه د بيالوژيکي ماليکولونو د يوې جلا ډلې په توګه منلي وو چې د تودوخې یا تيزابو تر درملنې لاندې د ماليکونو د ټينګېدو يا راټولېدو د خصوصيت ځانګړتيا لري. اوسمهال يې د پام وړ بېلګو کې د هګيو سپين، د وينې سيروم البونين، فايبرن او د غنمو ګلوټين شامل دي. [۱]

پروټين په لومړي ځل د هالنډي کيمياپوه «جرارډوس يوهانس مولډر» له خوا تشرېح شوي وو او په ۱۸۳۸ز کال کې  سويډني کيميا پوه «جانس جيکب برزيليس» له خوا دا نوم ورکړل شو. «مولډر» د عامو پروټينونو بنسټيزه تجزيه وکړه او معلومه يې کړه، چې نږدې ټول پروټينونه يو شان تجرباتی فارموله لري، چې هغه دا ده « C400H620N100O120P1S1». هغه دې سترې پايلې ته ورسېد چې شونې ده دوی د يو ډول (ډېر ستر) ماليکول درلودونکي وي. د دې ماليکولونو د بيانولو لپاره د «پروټين» اصطلاح، د مولډر همکار «برزيليس» وړانديز کړې وه، د پروټين ټکی « protein» له يوناني ټکي « πρώτειος» نه اخستل شوی، چې معنا يې ده «لومړی»، «مخکښ»، يا «په سر کې درېدونکی»، + -in. مولډر د امينو اسسيډ ليوسين په څېر د پروټينو د تخريب توليدات وپېژندل، د کوم لپاره چې هغه د 131 Da (نږدې صحيح) ماليکولي وزن وموند. له «پروټين» مخکې نور نومونه کارېدل، لکه «البومينز» يا «البومينس مواد» (په الماني ژبه کې يې Eiweisskörper بولي). [۲][۳][۴][۵]

د غذايي موادو لومړيو ساينسپوهانو، لکه: الماني «کارل ون ويټ» باور درلود چې پروټين د بدن د جوړښت د ساتلو لپاره تر ټولو مهم تغذيه کوونکی دی، ځکه چې په عمومي توګه باور دا و چې «غوښه له غوښې جوړېږي». «کارل هينرک رتاوسن» د ګلوټامک اسيډ د پېژندلو تر څنګ د پېژندل شويو پروټينونو بڼو ته وده ورکړه. «تاماس بر اوسبورن» د کنيکټکټ کرنيز تجرباتي مرکز کې د ترکاريو (سبزيجاتو) د پروټينونو په اړه تفصيلي کتنه مرتبه کړې وه. له «لافايټ مينډل» سره په کار کولو او د لابراتوار موږکانو ته د خوراکي توکو په ورکولو کې لږ تر لږه د «لايبيګ» د قانون په عملي کولو سره، د تغذيې لپاره اړين امينو اسيدونه منځ ته راغلل. دې کار دوام پیدا کړ او «وليام کمنګ روز» پر مخ يووړ. د «پولي پيپټايډس» په توګه د پروټينو پېژندل کېدل، په ۱۹۰۲ز کال کې د «فرانز هوفميسټر» او «هرمن ايمل فشر» د کارونو په مټ تر سره شول. په ژونديو موجوداتو کې د اينزايمونو په توګه د پروټينو مرکزي دنده، تر ۱۹۲۶ز کال پورې په بشپړ ډول نه وه درک شوې، تر هغه وخته چې «جيمز بی سامنر» روښانه کړه، چې اينزايم يوريس په اصل کې پروټين دي. [۶][۷]

په زياته اندازه د پروټينو د تصفيې په مخ کې شته ستونزو د لومړيو بيوشيمي پوهانو لپاره د پروټینو مطالعه شتونزمنه ګرځولې وه. په همدې بنسټ، په لومړيو مطالعاتو کې ټوله پاملرنه هغو پروټينونو ته اړول شوې وه، کوم چې په زياته اندازه تصفيه کېدای شول، د بېلګې په ډول : لکه د وينې پروټين، د هګيو سپين، بېلا بېل ډوله زهري مواد او له مسلخونو نه تر لاسه شوي د هاضمې/ميټابوليک اينزايمونه. په ۱۹۵۰ز لسيزه کې، د «ارمر هاټ ډاګ شرکت» يو کيلو سوچه « bovine pancreatic ribonuclease A» تصفيه کړل او په وړيا ډول يې د ساينسپوهانو په واک کې ورکړل، دې اشارې له « ribonuclease A» سره مرسته وکړه چې په راتلونکو لسيزو کې د بايوشيمي مطالعاتو لپاره ستره موخه وګرځي.

د هايډروجني پيوندونو پر بنسټ د پروټينو د ثانوي منظم جوړښت د وړاندوينې له امله د «لينس پالنګ» ستاينه کېږي، دا هغه نظر و چې په لومړي ځل په ۱۹۳۳ز کال کې «وليام ايسټبري» وړانديز کړی و. له دې وروسته د «والټر کاوزمين» له خوا د «ډينيچريشن» (د هايدروجني پيوندونو ماتول) اړوند کار، تر يو بريده د «Kaj Linderstrøm-Lang» له خوا د تر سره شويو مطالعاتو پر بنسټ، د «هايډروفوبک» تعاملاتو په مټ د پروټينو د کاتېدو (په کات کېدو يا تاوېدو سره بڼه خپلول فولډنګ بلل کېږي، تر څو سم عمل وکړي) او جوړښت په اړوند سم پوهاوي کې ونډه درلوده.

په ۱۹۴۹ز کال کې، «فريډرک سينجر» له خوا لومړي ترتيب شوي پروټين انسولين و. «سينجر» د انسولين امينو اسيډ ترتيب په سم ډول وټاکه، په دې ډول يې په پرېکنده ډول دا روښانه کړه چې، پروټين د څانګورو ځنځيرونو، کولايډز يا سايکلولز پر ځای د امينو اسيد له خطي پوليميرز نه جوړ شوی دی. هغه په دې سره په ۱۹۵۸ز کال کې، د دې لاسته راوړنې له امله د نوبل جايزه وګټله.  

سرچینې

سمول
  1. Thomas Burr Osborne (1909): The Vegetable Proteins "آرشیف کاپي". نه اخيستل شوی 2022-02-15. {{cite web}}: Unknown parameter |تاريخ الأرشيف= ignored (help); Unknown parameter |مسار الأرشيف= ignored (help)ساتل CS1: url-status (link), History pp 1 to 6, from archive.org
  2. Mulder GJ (1838). "Sur la composition de quelques substances animales". Bulletin des Sciences Physiques et Naturelles en Néerlande: 104.
  3. New Oxford Dictionary of English
  4. Reynolds and Tanford (2003).
  5. Harold, Hartley (1951). "Origin of the Word 'Protein.'". Nature. 168 (4267): 244. Bibcode:1951Natur.168..244H. doi:10.1038/168244a0. PMID 14875059. S2CID 4271525.
  6. "Hofmeister, Franz". encyclopedia.com. Archived from the original on 5 April 2017. نه اخيستل شوی 4 April 2017.
  7. "Protein, section: Classification of protein". britannica.com. Archived from the original on 4 April 2017. نه اخيستل شوی 4 April 2017.