ونتورت میلر

ونتورت میلر یاهم (ونټورټ میلر) Wentworth Earl Miller ) انګلستان اسله امریکایی لوبغاړی دی چې په مشهور امریکایې فلم فراری سریال کې د مایکل اسکافیلډ رول لوبوه.

میلر
ونتورت
ونتورت میلر
ونتورت میلر

د شخص معلومات
اصلي نوم Wentworth Earl Miller
پيدايښت کينډۍ:۱۹۷۲ (۴۷ کلن)
چیپینګ نورتون آکسفورډ شر انګلستان
تابعیت انګلستان او امریکا
قد 1,85cm
پلار ونتورت ای
عملي ژوند
کار/مسلک سینماګر
مورنۍ ژبه انگليسي  د (P103) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) انگليسي[۱][۲]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
ويبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  د (P345) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ

مشهور فلمونه سمول

فراری سریال د فراری سریال اول نه تر شپږم فصل

کال فیلم ونډه توضیح
۲۰۰۱ کوټه ۳۰۲ پالي لنډ فیلم
۲۰۰۳ لاندنۍ نړۍ ډاکټر آدام لاکووپ
۲۰۰۳ بشري ویاړ کلمن سیلک جوان
۲۰۰۵ اعتراف بندی / تام لنډ فیلم
۲۰۰۵ محفی EDI غږ کار
۲۰۱۰ رزیدنت ایول: ژوند وروسته له مرګ کریس ردفیلډ
۲۰۱۲ د ماتم لرونکی مخ عماس
۲۰۱۲ رزیدنت ایول: بدل قصاص کریس ردفیلډ ارشیف انځور
۲۰۱۳ استوکر لیکوال, تولیدونکی
۲۰۱۴ لافت لوک سایکورډ
۲۰۱۵ د نا امیدو کوټه لیکوال

د موسیقي ویډیو سمول

ماریا کری ۲۰۰۶

لومړنی ژوند سمول

۱۹۹۵ تر ۲۰۰۵| د کار پیل په ۱۹۹۵م کال کې میلر د پوهنتون خلاصولو وروسته لاس آنجلس ته لاړ ترڅو د آداکار په توګه زده کړی وکړي، د میلر په وینا اداکاری زما همیشتۍ آرزو وه. هغه په خپلو تشریحاتو کې معلومه کړه چې د یو آداکار په توګه یې د خپل هدف لپاره ډیر زیار ایستلی چې په دی سفر له ډیرو ناکامیو نا اومیدیو او مشکلاتو سره مخ شوی دی. د میلر په خبره له دي ډیرو ستونزو سره سره ما ونه غوښتل خپل هدف له لاسه ورکړم ماته زما هدف لکه په هوا کې تنفس کول وو، نو پدی دلیل می خپل کار ته ایدامه ورکړه او تر آخره می ورسوه. هغه په یو شرکت کې چې د تلویزیون لپاره یې فیلم جوړوه کار کړی. او د آداکاری په څو محفلونو کې یې هم ګډون کړی دی. میلر د لومړی ځل لپاره په ۱۹۹۸م کال کې د یو تلویزیون سره د میلمه آداکار په توګه د ګیچ پترونزی په رول کې د بافي آشامیانو د وینی قاتل په نوم تلویزیونی فیلم دوهم فصل کې د د ماهي شو په نوم کار وکړ.

د ژوند پیل سمول

میلر په چیپینګ نورتون سیمه او آکسفورډشر ښار کې له امریکایی مور او پلار څخه زیږیدلی دی. مور یې روکسان پالم د استثنایی ماشومانو روزونکی او پلار یې [[ونتورت ای] وکیل او ښوونکی (معلم) دي. پلار یې د میلر د زوکړی په وخت کې د رودز بورس له خوا په آکسفورډ پوهنتون کې زده کړي کولی. د میلر په وینا چې په ۲۰۰۳ کال کې په یوه مصاحبه کې کولی پلار یې تور پوستی او مور یې سپین پوستی ده. د میلر پلار افریقایي ال اصله امریکایی ، جامایکایي، الماني او انګلیسي او مور یې له روسي، فرانسوي، هالنډي، سوریایي، او لبناني ده.

میلر چې کله یو کلن وو کورنۍ یې د نیویورک ښار اسلوپ پارک ته کډه شوه او میلر په بروکلین د میدوود په دولتی لیسه کې زده کړی وکړي. هغه د لیسه په وخت کې د ووایه په نوم د یو موسیقی په نندارتون کې اجرا شروع کړه. په آخر کې د هغه مور او پلار نوموړی د کواک ولی لیسهی ته نږدی د پیتسبورګ، پنسلوانیا ولیګه. یاده دولتی موسسه پوهنتون ته د تګ لپاره د زده کونکو آمادګی لپاره وه. میلر په ۱۹۹۰م کال کې لیسه خلاصه کړه او وروسته د پرینستون پوهنتون له خوا په نیوجرسی کې قبول شو. هغه د پوهنتون په وخت کې د باریتون غږ سره د آکلا موسیقی ډله سره د تایګرتونز په نوم سندري ویلی او همدارنګه د څلور دیوالی او استنبول ټیمونو (لوبغالو) غړی وو. میلر په ۱۹۹۵م کال کې د پرینستون پوهنتون نه په انګلیسي ادبیاتو کې خپل لیسانس ترلاسه کړ.

سینما سمول

میلر په خپل سینمایی ژوند کې د لومړی ځل لپاره په فراری سریال نومی فلم کې زیات مشهور شو چې په ۲۰۰۵ کال کې د امریکایې فاکس تلویزیون له خوا خپور شو.

شخصي ژوند سمول

میلر په انګلستان کې له امریکایی مور او پلار نه چې انګلیسی تابیعت لري زیږیدلی دی او د کاناډا په بریتیش کلمبیا کې ژوند کوی نوموړی د لي میلر او جیلیان میلر په نوم دوه خویندی لري، او همدارنګه ویل کیږي خپله هم همجنس خوښی دی. میلر په ۲۰۰۷م کال کې د این سټایل مجلهی سره خپله همجنس خوښی رد کړه. آما په ۲۰۱۳م کال کې نوموړی په ناڅاپی توګه خپل ځان د همجنس خوښی په توګه تایید کړه. نوموړی د ګلډ سازمان وبسایټ ته په لیګل شوی لیک کې د سنت پیترسبورک فلم نړیواله نندارتون ته د ورتګ بلن لیک رد کړ. هغه لیکلی وو چې د همجنس خوښو په مقابل کې د روسی حکومت په کړنو ډیر ناخوښ دی، د نوموړی اشاره په روسیه کې د همجنس خوښي غیر دودیز بللو قانون وو چې د روسی هیواد لخوا تایید شو. میلر لیکلی وو چې دی نشی کولی په داسی مراسمو کې ګډون وکړی چې په نوموړی هیواد کې زما په شان کسانو په ژوند بندیز لګول شوی وی کوم چې سیستماتیک او آزاده عشق کول غواړی.

میلر د ۲۰۱۳ کال د بشری حقونو په ماښامني مراسمو کې چې د امریکا، وشنګټن ډي سي آیالات په سیاتل کې جوړ شوی وو وویل مخکی له دی چې زه د همجنس خوښی په توګه وپیژندل شم په ځوانی کې مه څوواری کوښښ وکړ چې ځان وژنه وکړم.

  1. https://plus.si.cobiss.net/opac7/conor/132574819
  2. CONOR.SI ID: https://plus.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/132574819