واثق بالله

د مؤمنانو امیر او د مسلمانانو خليفه ابو جعفر هارون الواثق بالله بن محمد المعتصم بن هارون الرشيد بن محمد المهدي بن عبدالله المنصور العباسي الهاشمي القرشي ( ۲۰۰-۲۳۲هـ / ۸۱ـ ۶-۸۴۷ ز ) چي په عامه توګه د واثق بالله په نوم پیژندل کیږي، د عباسیانو نهم خليفه او په ۲۰۰ سپوږمیز کال کي په بغداد کي زېږېدلی وو. د نوموړی مور د قرطیس په نوم یوه رومي ښځه وه او پلار یې د عباسي کورنۍ مشهوره واکمن معتصم بالله وو.

واثق بالله
اړوند
زېږونځای
Mecca (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱۷ جولای ۰۸۱۲ (Gregorian) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۱۰ اگسټ ۰۸۴۷ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
Samarra (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین

واکمني

سمول
  • واثق بالله په ۲۲۷ هجري قمري کال کي د خپل پلار معتصم بالله له مړیني وروسته د خلافت پر څوکۍ کښېناست او نژدې پنځه کاله یې واکمني وکړه. نوموړي د خپل واک پر مهال لوی شمېر زورواکي او هغه کسان چي د ولس پر حقوقو یې تېرئ کاوه ګوښه کړه او همدارنګه یې د خپل پلار په څېر د عربانو ترڅنګ ترک توکمه مسلمانانو ته هم په دولت کي ستره ونډه ورکړه.
  • د واثف د واکمنۍ پر مهال د سیسلي جزیره په ۲۲۸ هجري قمري کال کي د فضل بن جعفر الهمداني له خوا فتحه او د اسلامي نړۍ برخه وګرځېدل.
  • د واثق بالله د خلافت پر مهال د حرمینو (مکې او مدینې) مسلمانان تر نورو ډېر نازول کېده، او هر کال به یې د پیسو ترڅنګ بېلابیلي ډالۍ هم ورلېږلې ترڅو پر دغه مبارکه خاوره باندي د فقر پدیده لمنځه یووړل سي. نه یوازي دا بلکي د حرمینو ترڅنګ د حضرت محمدﷺ اهل بیت (کورنۍ) هم د ډالیو او پیسو په نعمت کي مالا ماله او د واثق بالله له لوري ورسره زیاتي ښېګڼي کېدلې.

مړینه

سمول

واثق بالله ۸۴۷ زیږدیز کال کي د سختي تبي له امله وفات او خاورو ته وسپارل سو.

  1. سرچينې تړی: https://pantheon.world/profile/person/Al-Wathiq.