هري ایس ټرومن
هري ایس ټرومن (د ۱۸۸۴ز کال د مې ۸مه – د ۱۹۷۲ ز کال د ډسمبر ۲۶مه) یو امریکایي سیاستوال و، چې له ۱۹۴۵ز کال نه تر ۱۹۵۳ز کال پورې یې د متحده ایالاتو د ۳۳م ولسمشر په توګه دنده تر سره کړې. د ډیموکرات ګوند د دایمي غړي په توګه یې له ۱۹۳۵ز کال نه تر ۱۹۴۵ز کال پورې د میسوري ایالت نه د امریکا په مشرانو جرګه کې د سناتور او ۱۹۴۴ز کال ولسمشریزو ټاکنو کې د بر حاله ولسمشر، فرانکلین ډی روزولټ د مرستیال په حیث کار کړی دی. ټرومن په ۱۹۴۵ز کال کې د مرستیال ولسمشر په توګه لوړه وکړه او د ولسمشر روزولټ تر مړینې پورې یې چې څه کم درې میاشتې کېدې په دغه پوست پاتی شو. ټرومن د ولسمشر په توګه د لوېدیځې اروپا د اقتصاد د بیا رغولو لپاره مارشال پلان پلي کړ او د کمونیزم د پراختیا د مخنیوي لپاره یې د ټرومن نظریه او د ناټو سازمان جوړ کړ.
هري ایس ټرومن | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص مالومات | |||||||
پيدايښت | |||||||
مړینه | |||||||
د مړینې لامل | سینه بغل [۴] | ||||||
تابعیت | د امریکا متحده ایالات [۳][۴] | ||||||
قد | 175 سانتي متره | ||||||
ګوند | |||||||
رکن | ماسونيان | ||||||
روغتيايي څرنګوالی | سینه بغل [۴] | ||||||
واک | |||||||
د متحده ایالاتو ولسمشر (33 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۲ اپرېل ۱۹۴۵ – ۲۰ جنوري ۱۹۵۳ |
|||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
مورنۍ ژبه | انګرېزي ژبه | ||||||
کاروونکي ژبه | |||||||
پوځي خدمت | |||||||
مقام | جگتورن | ||||||
جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه ، لویدیځه جبهه (لومړۍ نړیواله جګړه) | ||||||
لاسليک | |||||||
وېبپاڼه | |||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
ټرومن د میسوري ایالت په اندپیندنس سیمه کې لوی شوی او د لومړۍ نړیوالې جګړې په وخت کې د توپچې ځواکونو قوماندان و. نوموړی په ۱۹۳۴ز کال کې د میسوري ایالت نه د متحده ایالاتو مشرانو جرګې ته بریالی شو او د جګړې د وخت په قراردادونو کې د ضایعاتو او بې کفایتۍ کمولو د کمېټې د مشر په توګه یې ملي شهرت ترلاسه کړ. ټرومن ولسمشرۍ ته تر بریالیتوب وروسته د لومړي ځل لپاره په جګړه کې د اټومي وسلو د کارولو اجازه ورکړه. د ټرومن اداره په نړیواله بهرنۍ تګلاره کې ښکېله وه او انزوایزم (Isolationism) یې پرېښود. هغه د ۱۹۴۸ز کال ولسمشریزو ټاکنو کې د توماس ای ډیوي په وړاندې نه منونکې بریا ترلاسه کړه. د سړې جګړې له پیل نه وروسته، ټرومن په ۱۹۴۷ز کال کې د برلین هوایی لېږد او د مارشال پلان څارنه وکړه. کله چې شمالي کوریا په ۱۹۵۰ز کال کې پر سویلي کوریا برید وکړ هغه د کوریا په جګړه کې د لاسوهنې لپاره پرته له دې چې د امریکا له کانګرس نه د تاییدي غوښتنه وکړي، له ملګرو ملتونو نه يې اجازه واخیسته. په دې ډول د جګړې له کړکېچونو سره هغه خپل محبوبیت هم له لاسه ورکړ، خو د هغه ادارې په بریالیتوب سره په متحده ایالاتو کې اقتصادي ستونزې چې اقتصادي ناورین ته یې لاره هواروله مدیریت کړې. په ۱۹۴۸ز کال کې نوموړي د مدني حقونو لومړی جامع قانون وړاندیز کړ، خو تصویب نه شو نو هغه د دغو قوانینو پر ځای د ۹۹۸۰او۹۹۸۱ اجراییوي فرمانونه صادر کړل ترڅو په فدرالي ادارو او پوځ کې نژادي برابرۍ پلې کړي.
د ټرومن په اداره کې فساد د ۱۹۵۲ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د مرکزي کمپاین مسئله شوه. که څه هم ټرومن د ۱۹۵۲ز کال ټاکنو ته د نوماندۍ چانس درلود ، خو پریکړه یې وکړه چې په ټاکنو کې ګډون نه کوي. جمهوري غوښتونکي ډوایټ ډي ایزنهاور د ټرومن پر وړاندې ټاکنې وګټلې او ولسمشر شو او ټرومن تقاعد ته سوق شو. د اوږدې مودې لپاره داسې فکر کېده چې ټرومن د تقاعد پر مهال له مالي ستونزو سره مخ و، تر هغه چې کانګرس د پخوانیو ولسمشرانو لپاره تقاعد ته رایه ورکړه، خو وروسته کافي شواهد تر لاسه شول چې له ولسمشرۍ وروسته نوموړي د پام وړ شتمنۍ راټولې کړې وه. کله چې هغه له دندې ګوښه شو، د ټرومن پر ولسمشرۍ سختې نیوکې وشوې، که څه هم د هغه د ولسمشرۍ انتقادي بیا ارزونې د تاریخپوهانو او عامو خلکو ترمنځ د هغه شهرت بېرته تر یو بریده ښه کړ.[۷]
مارشال پلان، سړه جګړه او چین
سمولټرومن د یو انټرنشنلست په توګه، د ملګرو ملتونو د جوړولو په برخه کې د روزولټ له تګلارې ملاتړ وکړ او د ملګرو ملتونو لومړۍ عمومي غونډې ته په پلاوي کې یې ایلانور روزولټ شامل کړ. کله چې شوروي اتحاد د ختیځې اروپا له لارې خپل نفوذ پراخ کړ، ټرومن او د هغه د بهرنۍ تګلارې سلاکارانو هم د شوروي اتحاد په وړاندې سخت دریځ خپل کړ.[۸][۹]
که څه هم ټرومن په بهرنیو چارو کې لږ تخصص درلود، خو تر ډېره بریده یې د خپلو لوړ پوړو سلاکارانو په ځانګړې توګه جورج مارشال او ډین اچسن مشورو ته غوږ نیوه. نوموړي د ټرومن د نظریې، چې د شوروي د نفوذ د د مخنیوي په اړه وه او د مارشال پلان، چې موخه یې له جګړې وروسته د اروپا د بیا رغونې ملاتړ و.[۱۰][۱۱][۱۲]
په ۱۹۵۲ز کال کې ټرومن په پټه د متحده ایالاتو د ملي امنیت ادارې (NSA) په جوړولو سره د متحده ایالاتو کریپټوولوژیکي عناصر پیاوړي کړل. له بلې خوا په چین کې د ملتپالو او کمونیسټانو تر منځ په لویه کچه جګړه روانه وه، چې نه پوهېده چې د دغه کړکېچ په اړه څه وکړي. جنرال جورج مارشال د ۱۹۴۶ز کال ډېره برخه وخت په چین کې تېر کړ تر څو د ملتپالو او کمونیستانو د جوړجاړي په اړه خبرې اترې وکړي، خو ناکام شو. مارشال، ټرومن قانع کړ، چې ملتپال به هېڅ کله په یوازې دا جګړه و نه ګټي او د کمونیستانو د مخنیوي لپاره د متحده ایالتو مداخله به په اروپا کې د شوروی اتحاد پر وړاندی د امریکا موقف کمزوری کړي. په ۱۹۴۹ز کال کې، د ماو زیډونګ په مشرۍ کمونستانو په چین کې یاده کورنۍ جګړه وګټله او په دې ډول متحده ایالاتو په اسیا کې یو نوی دښمن پیدا کړ. ټرومن د چین د له لاسه ورکولو له امله د محافظه کارانو له خوا تر سختو نیوکو لاندې راغی.[۱۳][۱۴][۱۵]
د برلین هوایی لېږد
سمولد ۱۹۴۸ز کال د جون په ۲۴مه شوروي اتحاد د لوېدیځ برلین تر ولکې لاندې دریو برخو ته لاس رسی بند کړ، خو جنرال لوسیوس ډي کلی، چې په المان کې د متحده ایالاتو د اشغال شوي زون قومندان و د شوروي زون په اوږدو کې یې لوېدیځ برلین ته د یو لوی زغره وال قطار د لېږلو وړاندیز وکړ، تر څو د برید پرمهال د خپل ځان دفاع وکړي.
ټرومن باوري و، چې دا به د جګړې خطر زیات کړي ځکه یې د ارنسټ بیوین پلان، چې د شوروي له خوا کلابند شوو سیمو ته به د هوا له لارې اکمالات کوي، تصویب کړ او په دې ډول د جون په ۲۵مه برلین ته هوایی لېږد پیل شو، په دې ماموریت کې په پراخه پیمانه خوراکي توکي، د ډبرو سکاره او نور اکمالات شامل وو چې د پوځي الوتکو په مرسته ترسره کېده . داسې ماموریت تر دې پخوا هېڅکله نه و ترسره شوی او هېڅ یو ملت نه په لوژیستیکي او نه په مادي توګه د دې وړتیا درلوده، چې داسې یو ستر ماموریت سرته ورسوي. د هوایي لېږد عملیات بریالۍ شول او د ۱۹۴۹ز کال د می په ۱۱مه یو ځل بیا ځمکنۍ لارې پرانیستل شوې. د برلین هوایي لېږد د ټرومن د بهرنۍ تګلارې له سترو بریاوو شمېرل کېږي، چې د ۱۹۴۸ز کال په ټاکنیز کمپاین کې یې له ټرومن سره د پام وړ مرسته وکړه.[۱۶]
د اسراییلو په رسمیت پېژندل
سمولټرومن له ډېرې مودې راهیسې د منځني ختیځ له تاریخ سره لېوالتیا درلوده او له هغو یهودانو سره یې خواخوږي درلوده، چې په فلسطین کې یې د خپلې لرغونې جغرافیې د بیا جوړولو په لټه کې وو. د سناتور په توګه، هغه د صهیونزم ملاتړ وکړ. په ۱۹۴۳ز کال کې هغه د هغو یهودانو لپاره، چې له نازي رژیم نه ژوندي پاتې شوي وو د جلا هېواد د جوړولو غوښتنه وکړه، خو د بهرنیو چارو وزارت چارواکي زړه نازړه وو او دا په داسې یوه لویې کلتوري سیمی کې، چې د عربو تر ولکې لاندې وه د یهودي دولت د جوړولو مخالفت وکړ. د امریکا د دفاع وزیر جیمز فارسټل، ټرومن ته د جګړې په صورت کې د سعودي د تیلو د اهمیت په اړه خبرداری ورکړ، خو ټرومن یې په ځواب کې وویل، چې هغه به خپله تګلاره د عدالت پر بنسټ پلي کړي نه د تیلو پر بنسټ. [۱۷][۱۸]
ټرومن د بهرنیو چارو د وزیر جورج مارشال د اعتراض له امله د اسراییلو په رسمیت پېژندلو پریکړه وکړه مارشال وېره درلوده، چې دا به له عربي هېوادونو سره اړیکې زیانمنې کړې او باوري و، چې متحده ایالاتو ته ترټولو لوی ګواښ شوروي اتحاد دی او د جګړې په صورت کې ممکن متحده ایالات د عربو تېل له لاسه ورکړي. هغه ټرومن ته خبرداری ورکړ، چې متحده ایالات « له اور سره لوبې کوي، چې هېڅ شی د دی اور له منځه وړلو لپاره نه لري».ټرومن د ۱۹۴۸ز کال د مې په ۱۴مه یوولس دقیقې وروسته له دې، چې اسراییل ځان د یو جلا ملت په توګه اعلان کړي، د اسراییلو دولت په رسمیت وپېژاند. [۱۷][۱۹][۲۰][۲۱]
سرچینې
سمول- ↑ ۱٫۰ ۱٫۱ پیوستون : 118624210 — د نشر نېټه: ۹ اپرېل ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ پیوستون : 118624210 — د نشر نېټه: ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۴ — منښتلیک: Creative Commons CC0 License
- ↑ ۳٫۰ ۳٫۱ Union List of Artist Names ID: https://www.getty.edu/vow/ULANFullDisplay?find=&role=&nation=&subjectid=500444733 — د نشر نېټه: ۱۹ اپرېل ۲۰۲۳ — پیدا کوونکی: Getty Research Institute
- ↑ ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6776605 — د نشر نېټه: ۱۹ اپرېل ۲۰۲۳
- ↑ Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/1043 — د نشر نېټه: ۱۹ اپرېل ۲۰۲۳
- ↑ د کانګرېس کتابتون تائيد کوډ: https://id.loc.gov/authorities/n79029742 — د نشر نېټه: ۱۹ اپرېل ۲۰۲۳ — دوتنه: کانګرس کتابتون
- ↑ Hamby, Alonzo L. (October 4, 2016). "Harry S. Truman: Life in Brief". Miller Center of Public Affairs. نه اخيستل شوی February 2, 2022.
- ↑ Dallek 2008، مم. 56–57.
- ↑ Roosevelt 1961.
- ↑ James M. McCormick, and Eugene R. Wittkopf. "Bipartisanship, partisanship, and ideology in congressional-executive foreign policy relations, 1947–1988." Journal of Politics 52.4 (1990): 1077–1100.
- ↑ Freeland 1970، م. 90.
- ↑ Roberts 2000.
- ↑ May, Ernest R. (2002) "1947–48: When Marshall Kept the U.S. out of War in China." Journal of Military History 66#4: 1001–1010. online
- ↑ Holsti 1996، م. 214.
- ↑ Dallek 2008، مم. 62–63.
- ↑ Truman Library 1988a.
- ↑ ۱۷٫۰ ۱۷٫۱ McCullough 1992، م. 599.
- ↑ McCullough 1992، مم. 595–597.
- ↑ Baylis, Thomas. How Israel was Won: A Concise History of the Arab-Israeli Conflict, p. 55 (Lexington Books, Rowman and Littlefield, 1999).
- ↑ Holmes, David. The Faiths of the Postwar Presidents: From Truman to Obama, pp. 16–17. (U. Georgia Press, 2012).
- ↑ Ottolenghi 2004، مم. 963–988.