نګین خپلواک
نگین خپلواک چې د اجمل لور په ۱۹۹۷ زیږدیز کال د افغانستان په ختیځ کې پروت کونړ ولایت د نړۍ ولسوالۍ په شینه ګړ کلي کې زیږیدلې ده.
نګین له دې سره سره چې په اصل کې د یوه نا امنه او کلتوري ستونزو کې راګېر ولایت اوسیدونکې ده، خو په افغانستان کې د موسیقۍ آرکستر ډلې لومړنۍ مشره ده.
ماشومتوب
سمولنګین خپلواک په ماشومتوب کې آرامه او هوښیاره نجلۍ وه چې پلار یې له مینې ورته " بونجۍ" ویله خو دایې له تصوره لیرې وه چې هغه به کله د موسیقۍ آرکستر ډلې مشري په غاړه واخلي.
نګین درې کاله په کونړ ولایت کې د هلکانو سره یوځای په یوه جومات کې زده کړې کړي، خو وروسته له دې چې هلته له ستونزو سره مخ شوه او ترونو یې د نورو زده کړو او ښوونځي ته د تللو پر وړاندې خنډونه رامنځته کړل، په نهه کلنۍ کې اړه شوه له خپل پلار سره کابل ته راشي.
نګین خپلواک له ۲۰۰۶ زیږدیز کال راهیسې په کابل کې د میهن په نوم په یوه روزنتون کې اوسېږي او د موسیقۍ په ملي انسټیټيوټ کې په زده کړو بوخته ده.
فعالیتونه
سمول- نګین د ښوونځی د یوولسم ټولګي زده کوونکې ده.
- نګین خپلواک له پنځو کلونو راهیسې د موسیقۍ په ملي انسټیټيوټ کې زده کړې کوي چې رباب د هندي موسیقۍ اله سرود او پیانو غږولای شي، خو تر ټولو په پیانو کې تکړه ده.
- نګین خپلواک په افغانستان کې د موسیقۍ آرکسټر ډلې لومړنۍ ښځینه مشره ده.
- نګین خپلواک تر اوسه په افغانستان کې د څو مشهورو ترانو د آرکسټر ډلې مشره پاتې شوې چې د ښځو ترانه او د ماشوم ترانه یادولای شو.
- د افغانو استادانو تر څنګ نګین خپلواک د بهرنیو استادانو څخه د موسیقۍ په زده کړې بوخته ده، چې کامیلو او الیگرا جینیفر ورسره ډیره مرسته کړې ده.
- نګین خپلواک د میهن روزنتون د فوټبال ډلې غړې هم ده، چې ډير کله په خپلو کې لوبې کوي.
سفرونه او جایزې
سمول- نګین خپلواک په لومړي ځل د خپلې ۱۲ کسیزې موسیقۍ ډلې سره ایتالیا ته سفر وکړ.
- نګین په ترکمنستان هیواد کې هم په یوه فرهنګي فیستیوال کې ګډون کړی چې په دې سفر کې یې ښه لاسته راوړنه درلوده.
- نګین دوبۍ ته هم د یوه فرهنګي فیستوال په موخه سفر کړی چې د نړۍ په کچه یې د موسیقۍ په برخه کې دریم مقام خپل کړ.
- نګین خپواک په ۲۰۱۳ میلادي کال کې امریکا ته سفر وکړ، د نیویارک ښار په کارنګي تالار او د واشنګټن ښار په کندي فرهنګي مرکز کې یې د یوې افغانې پیانیستې په توګه ګډون وکړ، چې د ډیرو له خوا ستایل شوې ده.
- نګین په افغانستان کې د ښځو ترانې او ماشوم ترانې د آرکسټر ډلې د مشرې په توګه څو څو ځلې د فرهنګي مرکزونو او په ځانګړې توګه د افغانستان موسیقۍ ملي انسټیټیوت له خوا ستاینلکونه او ایواردونه ترلاسه کړي دي.
- د ۲۰۱۷ کال د فبرورۍ میاشت په لومړیو کې د افغانستان د موسیقۍ ملی انسټيټيوټ له خوا د نجونو یو ۳۰ کسیزه آرکسټرډله د نګین خپلواک او ظریفه دیبا په رهبرۍ اروپا ته واستول شوه، چې په پایله کې یې په دنمارک کې د فریمیوس (آزاده الهې) جایزه وګټله.
نورې سرچینې
سمول- http://da.azadiradio.com/a/27625671.html
- http://www.farsnews.ir/printable.php?nn=13940820000442
- http://www.dw.com/fa-af/%D9%86%DA%AF%DB%8C%D9%86-%D8%AE%D9%BE%D9%84%D9%88%D8%A7%DA%A9-%D8%B2%D9%86%DB%8C-%D8%AF%D8%B1-%D8%A2%D8%B1%D8%B2%D9%88%DB%8C-%D8%B1%D9%87%D8%A8%D8%B1%DB%8C-%D8%A2%D8%B1%DA%A9%D8%B3%D8%AA%D8%B1/av-19451130