نکريزې (بوټی)

د بوټو يو ډول

نکريزې ( ساینسي نوم : Lawsonia inermis ) د ( Lawsonia ) نسل یو له ارزښتناکو بوټو څخه دی چې د رنګ کولو صنعت کې خورا ډېر کارول کيږي. [۴] دا يو ډول بوټی دی چې د شمالي افریقا، سوېلي او لوېدیزې آسیا او شمالي آسټرالیا [۵]سخه سرچينه اخلي.

نکريزې
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
د تاکسون حدود
کارول

د نکريزو نوم د هغه رنګ لپاره هم کارول کیږي چې د دې بوټي څخه جوړ شوي چې نکيزو کولو ، د بدن نښه کولو او لنډمهاله نخچونو ، او د نکريزو شپې مراسمو لپاره کارول کیږي.

نکريزې په لرغوني مصر ، د شمالي افریقا په ځینو برخو، لویدیځه افریقا ، مرکزي افريقا ، عربو ټاپووزمې ، نږدې ختیځ ، د هند نيمه لويې وچې او سوېلي اسیا کې د سينګار توکي په توګه کارول کېده. نکريزې په ۱۹ مه پېړۍ کې د ایبیریا ټاپوډلې او اروپا لويه وچه کې هم د مېرمنو ترمنځ هم عام و.

نکريزې د پوستکي، وېښتو او نوکانو او همدارنګه د ورېښمو، وړۍ او څرمن د رنګولو لپاره کارول کیږي. په دوديزه طب کې د پښتورګو د تیږو، زېړي، زخم د پوستکي التهاب مخنیوی. پوټکی په دودیز ډول د زېړي او لویې شوې تیږې ، د پښتورګو تیږو ، جذام او د پوستکي ضد ناروغیو په درملنه کې کارول کیږي. [۶]

ایرانیان د اوږدې مودې راهیسې د پوټکي ناروغیو درملنې لپاره نکريژې کاروي، له همدې امله، نکريزې په ایران کې د کرنې، سوداګرۍ، صادراتو او د کار په تولید کې خورا ځانګړی ځای لري. په ايران کې ګڼ شمېر کارخونې د نکريزو د پاڼو د ټکولو او ميده کولو لپاره جوړې شوې وې چې په اوبو سره چلېدې، خو د وخت په تېرېدو ورو ورو د نکريزې د کرکېلې په کمېدو سره دغه کارخونې هم له منځه ولاړې.

د نکريزې په پاڼې کې داسې د رنګولو له ځانګړتیا علاوه د باکتريا ضد او فنګس ضد ځانګړتيا هم شته. نکريزې د ایران په ډېرو ځایونو کې کرل کیږي، په ځانګړې توګه د ايران په سوېل او سویل ختیځ بلوچستان او کرمان، کې چې ډېر ښه کيفيت لري.

اړونده لټونونه

سمول
  • مهر لګول
  • حنابندان
  1. DOI: 10.17520/biods.2022537.
  2. Zhu Qiu Song (۲۰۲۳). "A dataset on inventory and geographical distributions of higher plants in Guangdong, China". Biodiversity Science (in Simplified Chinese) (9): 23177. doi:10.17520/BIODS.2023177.
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ ويل شوي په: A Scientific Dataset of useful plants of China. خپرېدو نېټه: ۲۰۲۱. DOI: 10.11922/SCIENCEDB.J00001.00212.
  4. {{cite book}}: Empty citation (help)CS1 errors: unsupported parameter (link)
  5. http://www.britannica.com/EBchecked/topic/261271/henna
  6. Assessment of Potential Antiurolithiatic activities of Methanolic Extracts of Lawsonia inermis Linn.