شمالي افریقا )د افریقا شمال( هغه سیمه ده چې د افریقا لویې وچې شمال برخه رانغاړي. د دغې سیمې لپاره کومه ځانګړې محدوده نشته او ځینې وختونه له لویدیځ لوري، د اطلس سمندر د موریتانیا د سواحلو او له ختیځ نه د مصر، سوئز کانال او سور سمندرګي په اوږدوالي تعریف کېږي.

بېلابېلې سرچینې هغه الجزایر، لیبیا، موراکو او تونس ته محدود کوي، هغه سیمه چې د استعمار پر مهال فرانسویانو "Afrique du Nord" بلله او عربو د المغرب («لویدیځ» د عربي نړۍ لویدیځ برخه) په نوم یادوله.[۱]

د ملګرو ملتونو سازمان د تعریف له مخې په شمالي افریقا کې موراکو، الجیریا، تونس، لیبیا، مصر، سوډان، لویدیځه صحرا او د موراکو او صحراوي جمهوریت ترمنځ تر دعوی لاندې قلمرو شاملېږي. د افریقايي ټولنې له خوا په کړي تعریف کې بیا لویديځه صحرا او له سوډان پرته موریتانیا په کې شاملېږي. خو د منځني ختیځ او شمالي افریقا په اړونده اصطلاح ((MENA کې بیا یوازې مغرب په کې شاملېږي.[۱][۲]

په شمالي افریقا کې د هسپانیا مالکیت سوئتا، ملیلا او پلاساس دسبرینا شاملېږي، کولای شو د هسپانیې، پرتګال او ایتالیا نور ملکیتونه ، لکه: قناري ټاپوګان، مادیرا، لامپدوازه او لامپیونه هم په کې شامل وګڼو.

د شمالي افریقا هېوادونه د منځني ختیځ ( لویدیځې آسیا) له هېوادنو سره ګډ قومي، کلتوري او ژبنی هویت لري، چې د افریقا د سویلي صحرا هېوادونو په پرتله، دې سیمې ته ځانګړی دی.

د ثبت شوي تاریخ له پیل نه په شمال لویدیځه افریقا کې بربر وګړي مېشت دي، په داسې حال کې چې د شمالي افریقا ختیځه برخه بیا د مصریانو کور دی. د ۶۰۰ یمې میلادي لسیزې او ۱۰۰۰ مې میلادي لسیزې ترمنځ د اسلامي فتوحاتو په ترڅ کې د منځني ختیځ عربو دغه سیمه ونیوله. دغه وګړو په ډېرو برخو کې واحده ټولنه رامنځته کړه، ځکه بربریان او مصریان په عربي او اسلامي کلتور کې ورګډ شول. د عربي کېدلو او مسلمان کېدلو دغه بهیرونه، باید له هغه مهاله د شمالي افریقا کلتوري ډول څرګند کړی.[۳]

ساحل«د افریقا سوداګریز زون» د شمالي افریقا په تاریخ کې د لرغونو رومیانو له استعمار، ورپسې عربي پراختیا او عثماني سترواکۍ له خوا تر اشغال پورې د ګڼ شمېر دورو تر اغېز لاندې راغلی. له همدې امله د معاصرې افریقا ګڼ شمېر دولتونه، هغه ملتونه چې په ساحل کې موقعیت لري، د خپلو شمالي افریقايي ګاونډیو سره کلتوري ورته والی او تاریخي مشترکات لري. اوس مهال شمالي افریقا له لویدیځې آسیا سره په جیوپولیټیک حوزه کې یوځای دي او د منځني ختیځ- شمالي افریقا (منا) جوړوي. په دغه سیمه کې د اسلام اغېز د پام وړ دی او شمالي افریقا د اسلامي نړۍ لویه برخه جوړوي.[۴][۵][۶][۷]

جغرافیهسمول

شمالي افریقا درې اصلي جغرافیايي ځانګړنې لري: په سویل کې د صحرا دښته، په لویدیځ کې اطلس غرونه او په ختیځ کې نیل سیند او دلتا. اطلس غرونه تر شمالي الجزایر، موراکو او تونس پورې غځېدلي ده. دغه غرونه د چین خوړولو غرونو (fold mountain) د سیسټم برخه ده، چې د سویلي اروپا له زیاتو برخو هم تېرېږي. دغه غرونه د سویل او ختیځ لورې ته راټیټېږي او صحرا دښتې ته له رسېدو وړاندې چې د دغې ساحې نږدې ۷۵ سلنه پوښي، سټپي (steppe) (په ازغیو لرونکو او لنډو بوټو پوښلې ځمکې) بڼه اخلي. د اطلس غرونو تر ټولو لوړه څوکه د موراکو د مرکز په سویل کې موقعیت لري چې په واورو پوښلې ګڼ شمېر نورې چوکې هم لري.

د اطلس غرونو سویل ته د صحرا دښتې وچه او بې ثمره لمن پرته ده، چې په نړۍ کې تر ټولو لویه شګنه دښته ده. په ځینو ځایونو کې دغه دښته د نامنظمو اوبو په واسطه چې ورته وادي هم وايي قطع کېږي؛ هغه د اوبو خوړونه چې یوازې د باران د اورېدو پر مهال جاري کېږي او نور ډېر وخت وچ وي. د دغې صحرا په اصلي ځمکنیو ډولونو کې په پراخه کچه شګه (ergs)، لوی شګلن سیندونه چې ځینې مهال په لویو تپو بدلېږي، په شګو او ریګ باندې پوښل شوي ډبرین جوړښتونه (hamada)، له شګو او خاورې پرته ډبرینې سطحې او د کوچنیو ډبرو یا ریګ هموارې برخې شاملېږي. صحرا د الجیریا سویلي برخه، موراکو، تونس او د لیبیا ډېره برخه پوښي. د لیبیا یوازې دوه برخې له صحرا بهر دي: په شمال لویدیځ کې ټریپلویتانیا او په شمال ختیځ کې د برقه سیمې. د نیل سیند او د هغو په سواحلو کې له ځمکو پرته د مصر ډېره برخه هم په صحرا کې شاملېږي. د نیل دره یوه نرۍ حاصلخیزه سیمه جوړوي چې د مصر په اوږدوالي کې موقعیت کې لري.[۸]

په اطلس غرونو کې پوښل شوې درې، د نیل دره او دلتا او د مدیترانې سواحل د کرنیزو حاصل ورکوونکو ځمکو اصلي سرچینه جوړوي. د دغو ځمکو په ارزښتمنو حاصلاتو کې غلات او حبوبات، وریجې او پنبه شاملېږي، همدارنګه په کې د ناجو او پنبې لرګي وده کوي. د مدیترانې معمولي محصولات لکه زیتون، انځر، خرما او ستروس مېوه هم په دغو سیمو کې وده کوي. په دغه سیمه کې د نیل دره په ځانګړې توګه حاصلخیزه ده او د مصر ډېری وګړي دغه سیند ته نږدې ژوند کوي.

وګړيسمول

د شمالي افریقا وګړي د شمالي افریقا د سیمو له جغرافیايي وېش سره په یو شان ډول وېشل شوي: المغرب (لویدیځ)، د نیل دره او ساحل. باور په دې دی چې د شمالي افریقا په لویدیځ یا مغرب کې له میلاد ۱۰ زره کاله وړاندې بربر وګړي استوګن و، په داسې حال کې چې د شمالي افریقا ختیځه برخه یا نیل دره په بشپړ ډول د مصریانو کور و. لرغونومصریانو ته اړوند ثبت شوي اسناد ښيي چې ،دوی په لویدیځه صحرا کې له وګړو سره چې ښکاري بربریان او له هغو وړاندې کسان وو، پراخې اړیکې لرلې دي. هماغه ډول چې Tassili n'Ajjer او په صحرا کې نور ډبرین موندل شوي هنري آثار یې څرګندوي. صحرا هم له چټکې دښتې کېدو وړاندې له میلاد نه ۳۵۰۰ کاله مخکې، د بېلابېلو وګړو کور وه، چې ان نن ورځ هم د یو شمېر کوچنیو وګړیزو ډلو یا د بربر قوم د کوچنۍ ډلې چې طوارق وګړي (nomadic trans-Saharan peoples) ورته ویل کېږي کوربه ده.[۹]

په یوولسمه پېړۍ کې د مغرب لویدیځو برخو ته د بنوهلال او بنو سلیم  کډوالي په کلیوالي برخو کې د عربي کلتور او ژبې د معرفي کولو لامل وګرځېده. تاریخ لیکونکي د دوی خوځښت د شمالي افریقا په عربي کېدو کې حساسه شېبه بولي.[۱۰]

د مغرب په جوړونکو هېوادونو کې رسمي ژبه عربي ده، په الجزایر او موراکو کې تامازیت ژبه او په سئویتا او ملیلا کې هسپانوي ژبه دویمه رسمي ژبه ده. فرانسوي ژبه په الجزایر، موراکو او تونس کې د اداري ژبې په توګه کارول کېږي. تر ټولو ډېره ویل کېدونې ژبه یې مغربي عربي ده، چې د لرغونې عربي ژبې یو ډول دی چې لرغونتیا یې اتمې میلادي پېړۍ ته اړوندېږي او د بربر ژبې له ګرامر او نحوي جوړښت نه پیروي کوي. د شمالي افریقا په پاتې نورو هېوادونو کې رسمي ژبه عربي ده. د شمالي افریقا تر ټولو لوی قومي جوړښتونه عربان جوړوي، بربریان په شمالي افریقا او لویدیځه افریقا کې تر ټولو لوی قومي جوړښت دی او په شرق کې بیا ډېری شمېرعرب دي، چې منځني ختیځ ته نږدې کېږي. د دغې سیمې وګړي، تر ډېره مسلمانان دي، خو په موراکو، الجزایر او تونس کې یهودي لږه کي شته، په مصر،الجزایر، موراکو او تونس کې عیسوي او قبطي د پام وړ لږه کي هم شتون لري.[۱۱][۱۲][۱۳]

سرچینېسمول

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ Brett, Michael. "Definition: North Africa (region, Africa)". Encyclopedia Britannica. د لاسرسي‌نېټه ۰۹ سپټمبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. "The Assembly – African Union". au.int. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. National Geographic Geno Project: Egyptians are North Africans الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. es-Sadi, Abderrahman (1898). Tarikh es soudan (په اراگونېسي ژبه کي). Paris E. Leroux. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Andrew, McGregor (2001). "The Circassian Qubbas of Abbas Avenue, Khartoum: Governors and Soldiers in 19th Century Sudan". Nordic Journal of African Studies. http://www.njas.helsinki.fi/pdf-files/vol10num1/mcgregor.pdf. Retrieved 25 October 2018. 
  6. کينډۍ:Cite document
  7. Güney, Aylın; Gökcan, Fulya (February 2012). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "The 'Greater Middle East' as a 'Modern' Geopolitical Imagination in American Foreign Policy"]. Geopolitics 15: 22–38. doi:10.1080/14650040903420370. 
  8. "Largest Desert in the World". د لاسرسي‌نېټه ۳۰ ډيسمبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. Hsain Ilahiane, Historical Dictionary of the Berbers (Imazighen)(2006), p. 112
  10. Anthony Appiah; Henry Louis Gates (2005). Africana: The Encyclopedia of the African and African American Experience. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 360. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-517055-9. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. * کينډۍ:In lang Sadek Lekdja, Christianity in Kabylie, Radio France Internationale, 7 mai 2001
  12. "Refworld – Morocco: General situation of Muslims who converted to Christianity, and specifically those who converted to Catholicism; their treatment by Islamists and the authorities, including state protection (2008–2011)". Refworld.org. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Fahlbusch, Erwin (2003). The Encyclopedia of Christianity: J-O. Wm. B. Eerdmans Publishing. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8028-2415-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)