نايجېريا

لوېديځې افريقا کې يو خپلواک دولت
(له نایحیریا نه مخ گرځېدلی)

نايجیریا، چې په رسمي توګه د نايجېريا فډرالي جمهوريت په نامه يادېږي، د لوېديځې افريقا يو هېواد دی چې د افريقا په لويه وچه کې يې د وگړوشمېر د ټولو نورو افريقايي هېوادونو څخه زيات دی. د نايجېريا هېواد په لويديځه خوا کې د بېنين جمهوريت، په ختيځ کې يې د چاډ او کېمرون هېوادونه، او په سهېل کې يې د نايجېر هېواد، پولې لري. همدا شان دغه افريقايي هېواد په خپل سوېل کې د ګینه خليج سره هم لار لري. د ۱۹۹۹ ز کال نه راپدېخوا، د دغه هېواد پلازمېنه د هېواد په مېنځنۍ برخه کې پروت ښار آبوجا کې ده، او تر دې پخوا د نايجېريا هېواد دولتي مرکز په لاګوس کې وه.

  
نايجېريا
نايجېريابیرغ نايجېريانښان

نايجېريا

شعار
ملي ترانه:
ځمکه او استوګنه
کوارډينېټ ۹°شمال ۸°ختیځ / 9°شمال 8°ختيځ / 9; 8   ويکيډاټا کې (P625) ځانګړنې بدلې کړئ[۱]
ټيټه سيمه اتلانتيک سمندر (0 متر )  ويکيډاټا کې (P1589) ځانګړنې بدلې کړئ
پراخوالی 923768 کیلومتره مربع   ويکيډاټا کې (P2046) ځانګړنې بدلې کړئ
پلازمېنه آبوجا   ويکيډاټا کې (P36) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي ژبې انګرېزي ژبه [۲]  ويکيډاټا کې (P37) ځانګړنې بدلې کړئ
مشرتابه
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ
خپلواکۍ نېټه ۱ اکتوبر ۱۹۶۳  ويکيډاټا کې (P571) ځانګړنې بدلې کړئ
د عمر محدودیتونه
د واده عمر 18 کلن   ويکيډاټا کې (P3000) ځانګړنې بدلې کړئ
بې کارۍ کچه 8 سلنه (۲۰۱۴)[۳]  ويکيډاټا کې (P1198) ځانګړنې بدلې کړئ
نور مالومات
پیسې د نیجریه نایرا   ويکيډاټا کې (P38) ځانګړنې بدلې کړئ
بېړنۍ ټليفون
شمېره
تګلوری ښي لورۍ   ويکيډاټا کې (P1622) ځانګړنې بدلې کړئ
رسمي وېبپاڼه د تاييدولو سرچينه  ويکيډاټا کې (P856) ځانګړنې بدلې کړئ
هېواد کوډ NG  ويکيډاټا کې (P297) ځانګړنې بدلې کړئ
د زنګ وهنې نړیوال کوډ +234  ويکيډاټا کې (P474) ځانګړنې بدلې کړئ
Map

نایجریا، چې په رسمي توګه د نایجریا فډرالي جمهوریت په نامه یادیږي، د لویدیځې افریقا یو هېواد دی. د وګړو شمېر یې د نورو افریقایي هېوادونو نه زیات ده. له جغرافیایي پلوه، د شمال له خوا د ساحل او ګینه خلیج په منځ کې اود سویل خوا ته یي اتلانتیک سمندر پروت دی. دا هېواد ۹۲۳،۷۶۹ کیلو متره مربع یا ۳۵۶،۶۶۹ میل متره مربع پراخوالی لري او د وګړو شمېر یې ۲۱۱ میلیونو ته رسيږي. د نایجریا هېواد شمال ته نیجر، سهیل ختیځ ته يې چاد، ختیځ  ته یې کامیرون او لویدیځ ته یې د بینین هېواد پروت دی.  د نایجریا فدرالي جمهوریت له ۳۶ ایالتونو او پلازمېنې ابوجا څخه جوړ دی. په نایجریا کې لوی ښار لاګوس نومیږي، چې په نړۍ کې یو له لویو میټروپولیټن ښارونو او په افریقا کې دویم لوی ښار دی.

نایجریا له دویمې پېړۍ مخکې د میلاد نه را په دېخوا له استعمار وړاندې د ګڼو بومي دولتونو او سلطنتونو کور و، چې د  ۱۵ مې پېړۍ د مېلاد نه مخکي د نوک تمدن د لومړي ځل لپاره په دې هېواد کې یووالی رامنځته کړ. معاصره حکومتولي په ۱۹ مه پېړۍ کې د بريتانوي استعمار سره يو ځای پیل شو، چې په ۱۹۱۴ ز کال کې د لارډ لوګارډ له خوا د سويلې نایجريا او شمالي نايجریا د سیمو په يو ځای کېدو سره د نننۍ نایجریا سيمه رامنځته شوه. بریتانیا په نایجریا کې ادارې او حقوقي ادارې جوړې کړي، په داسې حال کې چې خپل غیرمستقیم رول یې د قومي سردارانو له لارې تر سره کاوه. نايجريا په ۱۹۶۰ ز کال د اکټوبر مياشتي په اوله په رسمي توګه يو خپلواک فدراسيون شو. دې هېواد له ۱۹۶۷ – ۱۹۷۰ ز کال پوري کورنۍ جګړي تجربه کړي، چې له هغه وروسته په دیموکراتیکه توګه انتخابي ملکي حکومتونه او پوځي دیکتاتورۍ واک ته ورسېدلې، تر هغه چې په ۱۹۹۹ ز کال کې د ولسمشرۍ د ټاکنو له لارې ثابته دیموکراسۍ را ټینګه شوه. د ۲۰۱۵ ز کال ولسمشري ټاکنو کې برحاله ولسمشر لومړی ولسمشر و چې ټاکنې یې وبایللې.[۴][۵]

نایجریا یو څو ملیتي هېواد ده، د ۲۵۰ نه ډېر توکميز ګروپونه په کې میشت دي، چې په ۵۰۰ بېلابېلو ژبو خبرې کوي او د یوه بل  کلتور پیژني او ورسره بلد دي . درې سترې توکمیزې ډلې يې په شمال کې دي چې عبارت دې له: هاوسا، په لویدیځ کې يوروبا او په ختیځ کې ايګبو، چې دا ټول په ګډه سره د نایجریا د وګړو ۶۰٪ جوړوي. رسمي ژبه يې انګلیسې ده، تر څو په ملي کچه د ژبني يووالي د اسانتیا لپاره غوره شوې ده. د نایجریا اساسي قانون د مذهب ازادي تضمینوي او په ورته وخت کې د نړۍ د تر ټولو لوی مسلمان مذهبه او عيسوي مذهبه وګړو کور دی. نایجریا تقریبأ پوره نیمایې په مسلمانانو چې ‌ډېری یې په شمال او عیسویانو چې ډیری یې په سویل کې دي، وېشل شوی. بومي مذهبونه، هغه کوم چې د ایګبو او یوربو قومونو پورې اړه لري، هغوی د نایجریا په لږه کیو کې شمېرل کېږي. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳]

نایجریا په افریقا کې یو سیمه ییز ځواک، په نړیوالو چارو کې منځنۍ ځواک او یو رامنځته کېدونکی نړیوال ځواک دی. نایجریا له اقتصادي پلوه د افریقا ستر هېواد او په نړیواله کچه د اسمي داخلي ناخالص تولید (GDP) له مخې  ۲۵ او د پلور د قدرت د برابري (PPP) له مخې  ۲۵ م ستر هېواد دی. نایجریا ته زیاته د خپل لوی نفوس او اقتصاد له اړخه لویه افریقا هم ویل کیږي، چې د نړیوال بانک له خوا د رامنځته کېدونکي بازار په توګه په پام کې نیول شوی دی. په هر صورت، دا هېواد د بشري پراختیا د شاخص له مخې ډېر ټيټ او د نړۍ یو له فاسدو هېوادونو څخه دی. نایجریا د افریقایې اتحادې بنسټ ايښودونکی غړی او د ملګرو ملتونو، همګټو هېوادونو، ناپېیلي غورځنګ، د لویدیځی افریقا د هېوادونو د اقتصادي ټولنې او د پټروليم صادرونکو هېوادونود  سازمان  په ګډون د زیاترو نړیوالو سازمانونو غړی هېواد دی. د مکسیکو، اندونیزیا، نایجریا او ترکیې هېوادونو د ډلې غیر رسمي غړی او یو له یولسو راتلونکو اقتصادونو ځخه دی.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

ریښه پېژنده

د نایجریا نوم د نیجر له سیند نه اخیستل شوی ده، چي په همدې هېواد کې بهېږي. همدغه نوم د یوه بریتانوي ژورنالیست (فلورا شاو) له خوا په ۱۸۹۷ ز کال د جنوري په ۸ مه ونومول شو، چې وروسته یې بیا له یوه بریتانیوي استعمارګر مدیر (لارډ لوګارډ) سره واده وکړ. ګاونډی نیجر هېواد هم خپل نوم له همدې سېند نه اخیستی ده. د نایجریا نوم چې په اصل کې دا نوم د نيجرسیند په منځنیو برخو کی کارول کېږي، ناڅرګند دی. دا کلیمه په اغلب ګومان د توريګ نوم ایګیریو ان ایګیریوین بدله ده چې د ۱۹ پیړۍ د اروپايي استعمار څخه د مخه د ټیمبکټو (ټیمبکټو د يو ښار نوم ده په مالې کې)  شاوخوا سیند ته د اوسېدونکو له خوا کارول کېده.  [۱۸][۱۹]

تاریخچه

مخکې له تاریخ

د کېنجې بند کېندنې دا ښودلي ده چه اوسپنه په ۲ مه پېړۍ مخکي له مېلاده دلته کارول شوې ده. د نیولیتیک دورې څخه د اوسپنې دورې ته لیږد د منځني برونزو د تولید پرته بشپړه شوې ده. نورو باور درلود یا یې وړاندیز کړی وه، چې ټکنالوژي د نېل له درې څخه لويديځ ته تللې، که څه هم  داسې بریښي چې د اوسپنې عصر د نیجر د سیند په دره او ځنګلي سمه کې په پورتنۍ ساوانا کې د متالورژي له معرفي کېدو نه ۸۰۰ کاله وړاندې موجود وه.[۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د نایجریا د نوک تمدن ۱۵۰۰ ز کال مخکې له مېلاد او ۲۰۰ ز کال بعد له مېلاد تر منځ وده وکړه.

د تاریخ په لومړيو کې

د کانو د تاریخي پيښو په ترتيب شرح د هاسا د ساحلي ښار کانو لرغونی تاریخ د هاوسا د داورا د ښارونو (يا هاسا بکواي)، هدیجو، کانو، کاسینه، زازاو، رانو او ګوبير سره یو ځای د شاوخوا ۹۹۹ له میلاد وروسته کلونه ښیي، چې دا ټول مستند تاریخونه لري چې لسمۍ پېړۍ ته ورګرځي. له میلاد وروسته په ۷ مه پېړۍ کې د اسلام په خپريدو سره، دغه سيمه د سوډان يا بلاد السودان (پښتو معنی یې ده د تورپوستو خلکو ځمکه) په نوم مشهوره شوه. له هغه ځايه چې نفوس يې تر يوې اندازې د شمالي افریقا له مسلمان عربو کلتور سره تړاو درلود، دوی د صحرا ترانسپورت تجارت پيل کړ او د عربي ژبې ویونکو له خوا ورته د السوډان (توریان) نوم کيښودل شو، ځکه چې دوی د اسلامي نړۍ پراخه برخه ګڼل کېدل. د منځنيو پيړيو عرب او مسلمان تاریخ پوهانو او جغرافیه پوهانو له خوا لومړني تاریخي روایات دي چې د کينیم بورنو امپراطورۍ د اسلامي تمدن لوی مرکز په توګه پاته شوی دی.[۲۹][۳۰]

ایداري وېش

د نیجریا هیواد په ۳۶ ولایتونو او یوې پدرالي سیمې ویشل شوی دی.

تاریخ

کلتور

جغرافیه

اقتصاد

  1.     {{cite web}}: Empty citation (help)
  2. د ټولټال کار کتنه په: https://wipolex.wipo.int/en/text/179202 — موضوع: 97
  3. http://data.worldbank.org/indicator/SL.UEM.TOTL.ZS
  4. Achebe, Nwando. The female king of colonial Nigeria : Ahebi Ugbabe. Bloomington. ISBN 978-0-253-00507-6. OCLC 707092916.
  5. "Nigeria's Buhari wins historic election landslide". Reuters (په انګليسي). 2015-03-31. نه اخيستل شوی 2020-05-25.
  6. "Ethnicity in Nigeria". PBS. 5 April 2007. نه اخيستل شوی 9 May 2015.
  7. "Nigeria". Ethnologue (په انګليسي). نه اخيستل شوی 4 July 2019.
  8. Pereltsvaig, Asya (16 June 2011). "Linguistic diversity in Africa and Europe – Languages Of The World". Archived from the original on 15 May 2012. نه اخيستل شوی 4 July 2019.
  9. "NIGERIA – CIA WORLD FACTBOOK 2019" (PDF). Archived from the original (PDF) on 23 September 2020. نه اخيستل شوی 25 May 2020.
  10. Mann, Charles C. (1990). "Choosing an Indigenous Official Language for Nigeria" (PDF).
  11. "Nigerian Constitution". Nigeria Law. نه اخيستل شوی 17 July 2015.
  12. "The countries with the 10 largest Christian populations and the 10 largest Muslim populations". Pew Research Center (په انګليسي). نه اخيستل شوی 2020-05-25.
  13. "Nigeria Fact Sheet" (PDF). United States Embassy in Nigeria. Archived from the original (PDF) on 18 October 2020. نه اخيستل شوی 23 September 2018.
  14. "Nigeria: The African giant". The Round Table. 50 (197): 55–63. 1959. doi:10.1080/00358535908452221.
  15. Campbell, John (29 January 2020). "Perceptions of Corruption in Nigeria Remain High, According to NGO". Council on Foreign Relations. نه اخيستل شوی 12 April 2021.
  16. "A light shines on Nigerian corruption". The Christian Science Monitor. 16 October 2020. نه اخيستل شوی 12 April 2020.
  17. "Non-Aligned Movement (NAM) - The Nuclear Threat Initiative". نه اخيستل شوی 19 October 2021.
  18. The Arabic name nahr al-anhur is a direct translation of the Tuareg.
  19. "Online Etymological Dictionary". Etymonline.com. نه اخيستل شوی 28 July 2014.
  20. Breunig, Peter. 2014. Nok: African Sculpture in Archaeological Context: p. 21.
  21. Nicole Rupp, Peter Breunig & Stefanie Kahlheber, "Exploring the Nok Enigma", Antiquity 82.316, June 2008.
  22. B.E.B. Fagg, "The Nok Culture in Prehistory", Journal of the Historical Society of Nigeria 1.4, December 1959.
  23. Kleiner, Fred S.; Mamiya, Christin J. (2009). Gardner's Art Through the Ages: Non-Western Perspectives (13, revised ed.). Cengage Learning. p. 194. ISBN 978-0-495-57367-8.
  24. "Nok Terracottas (500 B.C.–200 A.D.) | Thematic Essay | Heilbrunn Timeline of Art History | The Metropolitan Museum of Art". Metmuseum.org. 2 June 2014. نه اخيستل شوی 16 July 2014.
  25. Tylecote 1975 (see below)
  26. Eggert, Manfred (2014). "Early iron in West and Central Africa". In Breunig, P (ed.). Nok: African Sculpture in Archaeological Context. Frankfurt, Germany: Africa Magna Verlag Press. pp. 51–59.
  27. Eggert, Manfred (2014). "Early iron in West and Central Africa". In Breunig, P (ed.). Nok: African Sculpture in Archaeological Context. Frankfurt, Germany: Africa Magna Verlag Press. pp. 53–54. ISBN 9783937248462.
  28. Eze–Uzomaka, Pamela. "Iron and its influence on the prehistoric site of Lejja". Academia.edu. University of Nigeria, Nsukka, Nigeria. نه اخيستل شوی 12 December 2014.
  29. Juang, Richard M. (2008). Africa and the Americas: culture, politics, and history: a multidisciplinary encyclopedia, Volume 2. ABC-CLIO. p. 597. ISBN 978-1-85109-441-7.
  30. Hrbek, Ivan (1992). Africa from the seventh to the eleventh Century. James Currey Publishers. p. 254. ISBN 978-0-85255-093-9.