ابوجا (په انګلیسي:  /əˈbuːdʒə/ Abuja) د نایجېریا پلازمېنه او د دې هېواد اتم تر ټولو ډېر نفوس لرونکی ښار دی. په مرکزي فدراله حوزه کې پروت دغه ښار، یو پلاني ښار دی چې تر ډېره په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې د جاپاني مهندس کېنزو تنګي له لوري د طرح شوي ماستر پلان پر بنسټ جوړ شوی دی. نوموړی ښار د پلازمېنې په توګه د ۱۹۹۱ز کال د ډسمبر په ۱۲مه نېټه د دې هېواد د تر ټولو ډېر نفوس لرونکي ښار لاګوس ځایناستی شو.[۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸]

آبوجا
Abuja
(انګلیسي: Abuja د (P1448) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د آبوجا انځور
د آبوجا انځور
د آبوجا انځور

د نیجریه په نقشه کې د آبوجا موقیعت
د نیجریه په نقشه کې د آبوجا موقیعت
د نیجریه په نقشه کې د آبوجا موقیعت

د نیجریا هیواد سیاسی نقشه
د نیجریا هیواد سیاسی نقشه
د نیجریا هیواد سیاسی نقشه
Map
کورډېناټونه: ۹°۰۳′۲۰″شمال ۷°۲۹′۲۹″ختیځ / 9.0555555555556°شمال 7.4913888888889°ختيځ / 9.0555555555556; 7.4913888888889   د (P625) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
د رامنځته کېدو نېټه ۱۸۲۸  د (P571) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
اداري وېش
هیواد نایجیریا
قلمرو د نیجیریا هیواد فدرالی سیمی موقیعت
پلازمینه د:
نايجېريا (۱۲ ډيسمبر ۱۹۹۱–)  د (P1376) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
حکومت
 • وزیر آدامو آلیرو
پراخوالی
 • پراخوالی ۷۱۳ کلوميټر٢ (۲۷۵ میله  مربع)
لوړوالی ۲۰۳۴ ميټره (۶٬۶۷۳ فوټ)
نفوس شمېرنه (۲۰۰۶)
 • ټولټال ۷۷۶٬۲۹۸
 • د نفوسو کثافت ۱٬۱۰۰/کلوميټر٢ (۲٬۸۰۰/ميله مربع)
وروستي مالومات
وخت زون WAT (ه.ن.و۱+)
سيمه ييز د زنګ کوډ ۰۹ ۲۳۴
جيو کوډ 2352778[۱]  د (P1566) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
آی اېس او 3166 NG-FC
رسمي وېبپاڼه fct.gov.ng/fcta/

د ابوجا جغرافیه د ۴۰۰ مترو (۱۳۰۰ فټه)  اسو کمر په واسطه چې د اوبو په واسطه توږل شوې تیږه ده، تعریف شوې ده. د ولسمشرۍ کمپلکس، ولسي جرګه، ستره محکمه او د ښار زیاتې برخې د یاد کمر سویل ته غځېدلې دي. د زوما کمر  چې یوه ۷۹۲ متره (۲۵۹۸فټه) تیږه ده، کټ مټ د ښار شمال ته کدونا ښار ته په غزېدلې لویه لاره پرته ده.[۹][۱۰]

د ۲۰۰۶ز کال د سرشمېرنې پر بنسټ، د ابوجا ښار ۷۷۶۲۹۸ وګړي درلودل، چې په دې سره په نایجېریا کې یو له لسو ډېر نفوس لرونکو ښارونو څخه ګڼل کېږي (چې په ۲۰۰۶ز کال کې یې اتم ځای درلود). د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ، ابوجا د ۲۰۰۰ او ۲۰۱۰ز کلونو تر منځ ٪۱۳۹.۷ وده درلوده چې په دې توګه په نړۍ کې تر ټولو ګړندی مخ پر ودې ښار شمېرل کېده. د ۲۰۱۵ز کال د شمېرو پر بنسټ، دغه ښار لږ تر لږه ٪۳۵ کلنۍ وده تجربه کوي چې د دې سلنې له مخې نوموړی هېواد د افریقا د لویې وچې په کچه تر ټولو د ګړندي وده کوونکي ښار ځای خپلوي او د نړۍ په کچه له ګړندیو وده کوونکو ښارونو څخه یو ګڼل کېږي. د ۲۰۱۶ز کال د سر شمېرنې پر بنسټ، د ابوجا ګڼ مېشتې ښاري سیمې په اټکلي بڼه شپږ میلیونه نفوس درلود، چې دا ښار ته یې یوازې په لاګوس پسې ځای ورکړی و، کوم چې په نایجېریا کې تر ټولو ډېر نفوس لرونکې لویه ښاري سیمه ده. [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

مهم مذهبي ځایونه یې د نایجېریا له ملي جومات (په عربي کې: مسجد أبوجا الوطني) او ملی مسیحی مرکز څخه عبارت دي. د ننامدي ازیکیوې نړیوال هوایي ډګر د دغه ښار په چوپړ کې دی. ابوجا د افریقا په کچه یو د څو موخو لپاره د ودانو شوو او همدارنګه یو له تر ټولو شتمنو پلازمېنو څخه شمېرل کېږي.[۱۷]

ابوجا د نایجېریا اداري او سیاسي پلازمېنه ده. دا ښار همدارنګه په سیمه ییزو چارو کې د نایجېریا د ښکېلتیا له امله د افریقا په لویه وچه کې یوه خورا مهمه پلازمېنه ګڼل کېږي. ابوجا د کنفرانسونو یو مرکز هم دی چې هر کال د بېلابېلو ناستو کوربه توب کوي، لکه ۲۰۰۳زکال د مشترک المنافع هېوادونو د سر مشریزې غونډې او د ۲۰۱۴ز کال د نړۍ(افریقا څانګې) د اقتصادي مبحثونو د غونډو ډګر و.[۱۸][۱۹][۲۰]

تاریخچه سمول

"ابوجا" د ۲۰مې زېږدیزې پېړۍ په لومړیو کې د څنګ ته ښارګوټي نوم و چې اوس سیلوجا (Suleja) نومېږي.[۲۱]

د ابوجا ځايي اوسېدونکي ګباګي (ګواري) خلک دي، چې ګباګي ژبه پخوا د سیمې لویه ژبه ګڼل کېده. په یاده سیمه کې نورې ډلې له باسا، ګواندارا، ګاد، ديبو، نوپ او کورو څخه عبارت دي. د نایجېریا له خپلواکۍ را په دې خوا د دې هېواد د نژادي او مذهبي ویشونو په رڼا کې، داسې پلانونه وړاندیز شوي وو چې پلازمېنه باید په داسې ځای کې وي چې لویو توکمیزو ډلو لپاره بې لوري او همدارنګه د نایجېریا ټولو برخو ته په نږدې موقعیت کې پرته وي. دغه موقعیت په پایله کې د هېواد په مرکز کې د ۱۹۷۰یمې لسیزې په لومړیو کې غوره کړای شو ځکه چې د بې پرې توب او ملي یووالي ښودنه یې کوله. د پلازمېنې په توګه د ابوجا په ټاکلو کې یوه بله انګېزه د لاګوس ښار د نفوس زیاتوالی و چې ښار یې له ګڼې ګوڼې ډک او شرایط یې خراب کړي وو. څرنګه چې لاګوس ښار له مخکې نه د اقتصادي ودې په لور روان و، نایجېریایي رژیم دې ته اړتیا ولیده چې یاد اقتصاد ته د هېواد مرکزي برخو ته پراختیا ورکړي، نو له همدې امله یې پرېکړه وکړه چې خپله پلازمېنه ابوجا ته ولېږدوي. کوم منطق چې وکارول شو د برازیل هېواد له خوا د پلازمېنې په توګه د برازیلیا (Brasília) ښار غوره کولو پلان ته یې ورته والی درلود.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

د نایجېریا فدرال پوځي حکومت د ۱۹۷۶ز کال د فبروري په څلورمه نېټه خپل شپږمه ګڼه فرمان صادر کړ، د کوم له مخې چې له لاګوس څخه ابوجا ته د پلازمېنې د انتقال پیل شو. د ابوجا د ښار د پلان د طرحې او پلي کولو ابتدايي کار د مورتالا محمد (Murtala Mohammed) او اولسګون اوباسانژو (Olusegun Obasanjo) د پوځي حکومت له خوا په لاره واچول شو چې وروسته د شیحو شاګاري ادارې ته وسپارل شو. ساختماني چارې یې د ۱۹۷۰یمې لسیزې په وروستیو کې پیل شوې، اما د اقتصادي او سیاسي بې ثباتۍ له کبله، د ښار لومړني ساختماني پړاوونه د ۱۹۸۰یمې لسیزې تر وروستیو پورې نه وو بشپړ شوي. [۲۶][۲۷][۲۸]

د نایجېریا د پلازمېنې لېږد لانجمن او پر وړاندې یې تر ټولو لوی مخالفت مشري د اوبافېمي اوولووو (Obafemi Awolowo) له خوا کېده. اوولووو د یو سیاستوال او د یوروبا د خلکو د استازي په توګه د لاګوس څخه د پلازمېنې د لېږد پر ضد له خپلو ادعاوو څخه دفاع وکړه. نوموړي د ولسمشرۍ لپاره له تاودو بحثونو په ډکو سیالیو کې، هغه ژمنه وکړه چې د ټاکل کېدو په صورت کې به امریکایي والټ دېسني شرکت د دې لپاره ګماري چې د پلازمېنې لپاره نوې ځانګړې شوې ساحه (ابوجا) په یو تفرېحي پارک باندې واړوي. په هر ترتیب، د ولسمشر په توګه الحاجي شیحو شاګاري له ټاکل کېدو وروسته، نوموړي د ابوجا د زېربنا لومړی تهداب کېښود او د ژر بشپړېدو لپاره یې هلې ځلې وکړې. له ټاکل کېدو وروسته له لاګوس نه بهر د هغه لومړی سفر ابوجا ته و، چېرې چې نوموړي د دغې پروژې په ساحه کې له قراردادیانو او کارګرانو څخه لیدنه وکړه تر څو د پروژې د چټک بشپړېدو په پار هغوی ته سپارښتنې وکړي. هغه د بېرته راستنېدو پر مهال د کار د پڅ پرمختګ په اړه خپله ناخوښي له الحاجي ابوبکر کوکو سره شریکه کړه. شیحو شیګاري ابوجا ته د پلازمېنې د پلان شوي لېږد مهال وېش له ۱۹۸۶ز کال څخه ۱۹۸۲ز کال ته له سره پلان کړ، کوم چې وروسته له ستونزو سره مخ شو.[۲۹][۳۰]

د پلان جوړونې نړیوال سازمان (IPA)  ته د ۱۹۷۷ز کال په جون کې د پلازمېنې د فدرالي پراختیایي ادارې (FCDA) له خوا دنده وروسپارل شوه تر څو د ابوجا او د هغې د سیمه ییزې شبکې ماستر پلان چمتو کړي. د دندو د لایحې له مخې د ماستر پلان جوړونې په پروسه کې د اړوندو تخنیکي معلوماتو بیاکتنه، د پلازمېنې ښار د ساحې ټاکنه، د سیمه ییزو او ښاري پلانونو چمتو کول او د ډیزاین او پراختیا د ستندردونو د لارښود اضافه کول شامل وو.[۳۱][۳۲]

د پلان جوړونې نړیوال سازمان (IPA) په نړیواله کچه د یو وتلي شرکت له لوري د ماستر پلان د ډیزاین لپاره د نایجېریا د حکومت له هلو ځلو او ښکېلتیا څخه د مخه موجود نه و. IPA د دریو امریکایي شرکتونو په مشترک المنافع ډول سره یو ځای کېدو سره رامنځته شو چې دغه نړیواله رقابتي داوطلبي یې وګټله. یاد شرکتونه عبارت وو له: د پلان جوړونې څېړنیز شرکت (PRC)، والاس مکهارګ، رابرټس او ټاډ، او ارکیسېستمز (د هیوغېس د نهاد یوه څانګه). د داوطلبۍ له ګټلو څخه او د پروژې له بشپړولو وروسته یاد شرکتونه بېرته سره جلا شول.

د پروژې وروستی راپور د نایجېریا د پلازمېنې پراختیایي ادارې (FCDA) مخکښ اجرائیوي منشي ابوبکر کوکو ته د ۱۹۷۹ز کال د فبروري په ۱۵مه نېټه وړاندې شو. د ماستر پلان پر سریزه باندې د IPA مشترک المنافع شرکت له خوا لاندینۍ بیانیه لیکل شوې وه:

"د نایجېریا د نوې پلازمېنې ابوجا لپاره دغه ماستر پلان د پلازمېنې د پراختیایي ادارې(FCDA)  د مدیره هیئت او څو مشورتي پنلونو د مشاورینو د ۱۸-میاشتو د کار پایله په ګوته کوي. د دغو متخصصینو له نه ستړې کېدونکو هڅو پرته، دغه لاسته راونه چې اوس د پلازمېنې د پلان د حقیقي پلي کېدو په پیل کې نندارې ته وړاندې کېږي، نشوای تر لاسه کېدای. دا پلان پخپله د نوې پلازمېنې ښار د ودانولو په پړاوونو کې د عطف یو ټکی په ګوته کوي. دا پلان د هغو لویو هڅو یو لازمي عنصر دی چې په پام کې ده د نایجېریا د خلکو له خوا په لاره واچول شي. "[۳۳][۳۴][۳۵][۳۶][۳۷][۳۸]

تاریخ سمول

جغرافیه سمول

سرچينې سمول

  1. پیوستون : 2352778  — منښتلیک: Creative Commons Attribution 3.0 Unported
  2. "Define Abuja's at Dictionary.com". dictionary.com. Random House, Inc. د لاسرسي‌نېټه ۱۴ اپرېل ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Abuja | Geography, Development, & Population | Britannica". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "Central area of New Federal Capital City of Nigeria". Tange Associates (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۹ فبروري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. (په 2007-02-13 باندې). Life of poverty in Abuja's wealth. news.bbc.co.uk. BBC News, Tuesday, 13 February 2007
  6. titel. "Build a house in Japan | Connect with Japanese Architects | titel". titel (タイテル) (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مارچ ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Roman Adrian Cybriwsky, Capital Cities around the World: An Encyclopedia of Geography, History, and Culture, ABC-CLIO, USA, 2013, p. 2
  8. Alkasum, Abba (2012). ABUJA: The making of a capital city, 1976 - 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "National Assembly | Federal Republic of Nigeria". www.nassnig.org. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "Zuma Rock". Visit Nigeria Now (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۷ جون ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Legal Notice on Publication of 2006 Census Final Results" (PDF). Policy and Legal Advocacy Centre. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۱۹ مارچ ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ جون ۲۰۱۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. "World's Fastest Growing Cities are in Asia and Africa". Euromonitor. 2 March 2010. د اصلي آرشيف څخه پر October 2015 باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Top 5 Cities To Do Business in Nigeria. ABUJA Is 2nd". Abuja Facts. 22 April 2015. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۴ فبروري ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. Aguochi, O.J.J (2004). Abuja: Birth of the colossus. Stirling Horden publishers. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  15. Jaiyeola, Andrews. "FCT Minister Harps on Development of Satellite Towns". د اصلي آرشيف څخه پر ۰۶ اگسټ ۲۰۱۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ نومبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. "Abuja Nigeria". ftan.org.ng. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۸ اگسټ ۲۰۲۱ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Murray, Senan. "Life of poverty in Abuja's wealth." BBC. Tuesday 13 February 2007. Retrieved 12 September 2011.
  18. "The Nigeria Capital City – AMLSN – Salt City 2020" (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ فبروري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ جنوري ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "The Nigeria Capital City – AMLSN – Salt City 2020" (په انګلیسي ژبه کي). د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ فبروري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۲ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. "Aso Rock Declaration on Development and Democracy: Partnership for Peace and Prosperity | The Commonwealth". thecommonwealth.org. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۶ جنوري ۲۰۲۲ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ مې ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. "The New Federal Capital". fcda.gov.ng (په انګلیسي ژبه کي). 2018. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۹ مې ۲۰۲۰ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ مې ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. "Abuja". www.oaugf.ng. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. "Abuja | Geography, Development, & Population | Britannica". www.britannica.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۲۲. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. Makinde, Adeyinka. "Abuja: Constructing Nigeria's Federal Capital | Ambitious Plans, Corrupt Practices | 1983". Youtube. Youtube. د لاسرسي‌نېټه ۰۶ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Yusuf, Omotayo (1 October 2015). "#NigeriaAt55: Top 5 Reasons Nigeria's Capital Was Moved From Lagos To Abuja (PHOTOS)". الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  26. Moore, Jonathan (March 1984). "The Political History of Nigeria's New Capital". The Journal of Modern African Studies. 22 (1): 167–175. doi:10.1017/S0022278X00056846. JSTOR 160334. د لاسرسي‌نېټه ۲۳ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. Yusuf, Omotayo (1 October 2015). "Why The Capital Was Moved From Lagos To Abuja". Naija.ng – Nigeria news. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  28. FCDA (1988). Abuja: The Making of new Capital city for Nigeria. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. Moore, Jonathan (March 1984). "The Political History of Nigeria's New Capital". The Journal of Modern African Studies. 22 (1): 173. doi:10.1017/S0022278X00056846. JSTOR 160334. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  30. Moore, Jonathan (March 1984). "The Political History of Nigeria's New Capital". The Journal of Modern African Studies. 22 (1): 174. doi:10.1017/S0022278X00056846. JSTOR 160334. د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  31. Elleh, Nnamdi (2001). Abuja, the single most ambitious urban design project of the 20th century. د کتاب نړيواله کره شمېره 9783897391659. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. Shuaibu, Umar (16 March 2020). "Unsung heroes of Abuja master plan". د لاسرسي‌نېټه ۲۲ سپټمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  33. Alkasum, Abba (2012). Abuja: The Making of a Capital City, 1976 - 2006. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  34. "World Bank Conference: African Regional Roundtable on Upgrading Low-income Settlements" (PDF). citiesalliance.org. World Bank, 3–5 October 2000, Johannesburg, South Africa, p. 16. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۸ سپټمبر ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  35. (په 2007-02-13 باندې). Life of poverty in Abuja's wealth. news.bbc.co.uk. BBC News, Tuesday, 13 February 2007
  36. "Resettlement Issues, Squatter Settlements and the Problems of Land Administration in Abuja, Nigeria's Federal Capital" (PDF). fig.net. 5th FIG Regional Conference Accra, Ghana, 8–11 March 2006. د لاسرسي‌نېټه ۱۰ اگسټ ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  37. (په 13 December 2006 باندې). In a Dream City, a Nightmare for the Common Man. nyt.com. New York Times, 13 December 2006
  38. Ekoko, K.O (2006). El - Rufai and Abuja Urban renewal policies. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)