ملا امیر محمد

ملا امير محمد (چکنور ملا صاحب) (زوکړه ۱۲۲۲ لمريز لېږدي کال، د ننگرهار ولايت، مومند دره - مړینه ١٣١٠ ل ل کال) يو دیني شخصيت او د افغانستان د خپلواکۍ يو لوی مبارز وو.

مخينه سمول

د مرحوم چکنور ملا صاحب (رح) اصلی نوم ملا امیر محمد وو او تخلص یی فـقـیر چکـنور کاوه. هغه په قوم مومند او د ننگرهار د مومند درې د چکنور د کلي وو. چکنور ملا صاحب پر ۱۲۲۲ لمريز لېږدي (١٢٦٠ لېږدي سپوږميز) کال شاوخوا کې زیـږیدلی دی.

چکنور ملا صاحب مرحوم مروجه دیني علوم څه پخپله سیمه او نور په هندوستان کی حاصل کړي ول. د خپل وخت ښه عالم وو. په پښتو، فارسي، اردو او عربي ژبو ښه پوهېده.

د چکنور ملا صاحب په وخت کې پـیري او مریدي یوه واکمنه ټولنيزه ښکارنده (پدیده) او د وخت او شرایطو غوښتنه وه. په هغه وخت کې شاوخوا ډیر مشهور علماء او اهل طریقت ول، لکه د تگاو ملا حـمیدالله صاحب، د شینوارو صوفي علم گل صاحب، د سرکاڼو میا صاحب، د بوتخاک ملا عبدالشکور مجددي، د اسلامپور جان پاچا، د ترنگزو حاجي صاحب او داسې نور چې ډېری یې د هغه وخت د مشهور عالم دین، مجاهد او مصلح نجم الدين اخوندزاده اندړ، چې په هډې ملا صاحب (رح) مشهور وو، خلیفه گان ول.

چکنور ملاصاحب مرحوم هم د شرعي علومو تر حاصلولو وروسته د طریقت په سلک کې د هډې ملا صاحب (رح) مرید او خلیفه سو. خو وروسته د څلورو سرو مشهورو طریقو (قادریه، نقشبندیه، چشتیه او سهروردیه) ماذون سو او پدغو ټـولو طریقو یې ارادتـمندانو ته ارشاد کاوه.


مدني اکر او کورنۍ سمول

د چکنور ملا صاحب په نارینه اولاد کې لس کلن ماشوم زوی ورڅخه پاته سو چې نوم یې غلام نبي وو، چې تر اوسه شکر ژوندی دی. مریدان او مخلصین ورته آغا جان، ځینۍ سناتور صاحب او ځینې سناتور صاحب اغا جان ورته وایي.

مړينه سمول

ملا امیر محمد (چکنور ملا صاحب) پر ۱۳۱۰ ل ل (١٣٥٠ ل س) کال له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.


اخځليک سمول

۱- https://larawbar.net/104.html#.X_GOZ9SF5kg Archived 2021-05-16 at the Wayback Machine.

۲- http://benawa.com/fullstory.php?id=7238

۳- http://www.badloon.net/history/chucknower.htm Archived 2021-05-09 at the Wayback Machine.