سيد فضل واحد

سيد فضل واحد (د ترنگزو حاجي صاحب) (زوکړه ۱۸۵۸ زېږدي کال، پېښور، چارسده - مړینه د ۱۹۳۷ ز کال د ډيسمبر ۱۴) يو ديني شخصيت او د افغانستان د خپلواکۍ د لارې يو لوی مبارز وو.

مخينه سمول

سید فضل واحد چې وروسته په ترنگزو حاجي صاحب اوڅار شو، پر ۱۸۵۸ زېږدي کال د پېښور د چارسدې د ترنگزیو د سیمې په «نوي کلي» کې زیږیدلې وو. د دیني زده کړو تر پای ته رسولو وروسته خپل کلي ته ستون شو او د ریاضت په څنگ کې یې په کرکیله پیل وکړ. هغه د آزاد سرحد په سیمه کې د انگریزانو پر وړاندې د جنگیدونکو غازیانو له مشرانو سره پېژندگلوي وکړه او په دې ترځ کې یې د کونړ، مومندو او باجوړ د غازیانو د ډلو له مشرانو سره لیدنې کتنې وکړې. همدا راز نوموړي د هډې ملا صاحب نجم الدين اخوندزاده سره هم له نژدې وکتل او د هغوی د برکته (فيضه) یې برخه واخیسته.

يوې بلې سرچينې بیا د سید فضل واحد د زوکړې کال ۱۸۵۶ ښوولی دی: د ديارلسمې ه‍ پېړۍ په منځنيو کلو کې يو سړی له کندهاره د پېښور سيمي ته ولېږدېد او د چارسدې په ترنگزو کې مېشت شو. دغه کورنۍ په خټه تارڼ پښتنه وه. تارڼان په پښتنو کې ستانه او بزرگوار دي، ځکه د خپلي بزرگوارۍ له کبله په سيدانو مشهور شوي دي. د دغې کورنۍ يو عارف او مجاهد غړی حاجي فضل واحد په قوم (تارڼ) ستانه وو چې په کال ( ۱۲۳۵-۱۸۵۶ ه‍ ) زېږېدلی او څنگه چې د پېښور د چارسدې نژدې کلي (ترنگزو) کې اوسيده، نو د ترنگزو په حاجي صاحب مشهور شو. حاجي صاحب خپل لومړني تحصيلات د هډې ابوبکر اخوند زاده او په لوړ تهکال کې پای ته رسولي؛ د حج فريضه يې ادا کړې وه او د ملا نجم الدين اخوندزاده اندړ لاس نيوی يې کړی وو.

د ترنگزو حاجي صاحب د لومړۍ نړیوالې جگړې تر پیلېدو وروسته، کله چې انگریزان هم په جگړه کې شامل شول، او د خلافت غورځنگ او د شمال لوېديځ ایالت د اوسیدونکو ازادي غوښتونکو مبارزو شدت وموند، نو انگریزانو د ترنگزو حاجي صاحب د نیولو امر وکړ. د انگریزانو له لوري د حاجي صاحب د نیولو خبر هغه ته ورسید. هغه وو چې له خپلو دریو زامنو او یو شمیر ملگريو سره د مومندو سیمې ته ولاړ. د مومندو «سور کمر» سره نژدې د حاجي صاحب د اوسیدو سیمه د انگریزانو پر حلاف د مجاهدینو په یوه مرکز بدله او د «غازي اباد» په نامه مشهوره شوه. د ترنگزو حاجي صاحب له انگرېزانو سره د افغانانو په درېیمه جگړه کې هم د شبقدر او ډکې په سیمو کې برخه درلوده.

مړينه سمول

سید فضل واحد (د ترنگزو حاجي صاحب) د ۱۹۳۷ ز کال د ډيسبر پر ۱۴ نېټه له دې فاني نړۍ سترگې پټې کړې او د غازي اباد د جومات په انگړ کې خاورو ته وسپارل شو. اروا يې ښاده او جنت يې ځای شه.


اخځليک سمول

۱- http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/zamani_ar_pa_azad_sarhadke_13.pdf

۲-https://afghanexpress.wordpress.com/2016/12/17/%D8%AF-%D8%AA%D8%B1%D9%86%DA%AB%D8%B2%D9%88-%D8%AD%D8%A7%D8%AC%D9%8A-%D8%B5%D9%8A%D8%A8/