مقتدي بأمر الله
د مسلمانانو واکمن او خلیفه ابو القاسم عبدالله المقتدی بأمر الله بن محمد ذخیرة الدین بن عبدالله القائم بن احمد القادر بن اسحاق بن جعفر المقتدر العباسی الهاشمي القرشي ( ۴۴۸ – ۴۸۷ هـ س/ ۱۰۵۶ – ۱۰۹۴ ز) چي په عامه توګه د مقتدي بالله په نامه پېژندل کیږي، په بغداد کي د بني عباس کورنۍ ۲۷ م خلیفه وو.
مقتدي په ۴۴۸ هجري سپوږمیز کي د خپل پلار له مړیني شپږ میاشتي وروسته وزېږېدی، او د خپل نیکه قائم بأمر الله تر مړیني وروسته یې د نولس کالو په عمر د عباسي واکمنۍ چاري په غاړه واخیستې.
واکمني
سمول- د مقتدي بأمر الله واکمني په بغداد کي د مخکني عباسي خلیفه قائم بأمر الله په څېر د سلجوقي ترکانو له ملاتړه برخمنه وه، او ددغه ملاتړ له کبله یې د شام، حجاز او اناطولي تر لیري سیمو پوري د مسلمانانو پر ځمکو باندي واک چليدی. مقتدي بأمر الله پخپل وخت کي د شمالي افریقا له مسلمانو واکمنو، د افغانستان له غزنوي واکمنو او په دننه خلافت کي له درباري سلجوقي مشرانو سره ښې اړیکي درلودې، خو ددې برعکس له مصري واکمنانو سره چي عبیدي شیعه ګان بلل کېدل سخت مخالف وو.
- د مقتدي بأمر الله د خلافت پر مهال په 477 هجري کي د سلیمان بن قتلمش په نامه ترک قومندان د انطاکیه ستراتیژیک ښار فتحه کړ، او په دغه سیمه کي یې د راتلونکو مسلمانانو لپاره د میشت کېدلو زمینه برابره کړه. د نوموړي د واکمنۍ پر مهال بله مهمه پېښه په 478 هجري کي په بغداد کي د ځینو اسماني آفاتو رالوېدل وه، چي له امله یې مسلمانان سخت په وېره کي سول، او ځینو بیخي ګومان وکړ، چي ګواکي قیامت را روان دی.
مړینه
سمولمقتدي بأمر الله په 1094 زیږدیز کال کي د 39 کلونو په عمر باندي د یو ناروغۍ له امله وفات او خاورو ته وسپارل سو. د نوموړي د مرګ په اړه ځیني تاریخونه وايي چي دده یوې مینځي شمس النهار په خوړو کي زهر ورکړي وه چي د هغه له امله خلیفه وفات سو.