مقتدر بالله
د مسلمانانو واکمن او خليفه ابو الفضل جعفر المقتدر بالله بن احمد المعتضد بن طلحه الموفق بن جعفر المتوکل بن محمد المعتصم بن هارون الرشيد ابن محمد المهدي العباسی الهاشمي القرشي ( ۲۲ رمضان ۲۸۲ – ۲۸ شوال ۳۲۰ هـ س/ ۱۳ نومبر ۸۹۵ – د نومبر ۱، ۹۳۲ ) چي په عامه توګه د مقتدر بالله په نوم پیژندل کیږي، په بغداد کي د بنو عباس کورنۍ اتلسمه خليفه وو. نوموړي په 908 زیږدیز کال کي د اګسټ پر 13 نېټه باندي د خپل ورور مکتفي بالله تر مړيني وروسته د ديارلسو کالو په عمر د خلافت ګدۍ ته ورسېدی او نژدې 25 کاله واکمني یې ترسره کړه.
زېږونځای | |
---|---|
زېږون نېټه | |
مړينې نېټه | |
مړينې لامل | |
مړينې ځای | |
مړينې لامل | |
ژبې | |
دنده |
عمومي مالومات | |
---|---|
وروڼه او خويندې | |
دین |
جګړه |
|
---|
واکمني
سمولد مقتدر بالله واکمني په عباسي خلافت کي د نوموړي د لږ عمر او تجربې د نشتون له امله ډېره کاواکه دوره ګڼل کیږي، او په یاده دوره کي نه یوازي لر او بر اسلامي نړۍ بلکي عباسي خلافت هم له سترو ننګونو سره مخامخ سو، چي له امله یې د راتلونکي عباسي دربار سیاسي او فوځي ځواک ډېر وېروونکي تکانونه وخوړل او هغه دبدبه چي تر مقتدر بالله مخکي عباسي واکمنانو درلوده په بشپړه توکه لمنځه ولاړه. د اسلامي تاریخونو پر بنسټ مقتدر بالله واک ته له رسېدو سره سم د دولت لویه برخه عواید پر خپل عیش او نوش باندي ولګول او په دربار کي یې د وزیرانو او چارواکو ترمنځ دده د ناتوانه مدیریت له کبله ستر اختلافات رامنځ ته سوه. همدارنګه د دولت یوه بله برخه عواید چي شمېر یې میلیونونو ته رسېدی، د مقتدر بالله مور ځان ته ځانګړي کړه، او د حکومت په چارو کي یې لاسوهني هم پیل کړې. په عباسي دربار کي ددې ستر فساد له امله چي تردغه وخته یې سارۍ نه وو لیدل سوی د قدرت یوه لویه تشه رامنځ ته سول او د مقتدر بالله د بې پروایي له کبله دوه ځله پر نوموړي باندي کودتا هم ترسره سوه چي دده له نېکه بخته بیرته ناکامه او دئ وژغورل سو.
د مقتدر بالله د ناکامه سیاست او پورتنیو پیښو اغېز ډېر ژر د بغداد له پولو بهر د اسلامي نړۍ په بېلابیلو سیمو کي هم راڅرګند سو او هغه کسان یا واکمنۍ چي تر دغه وخته پوري د خلافت له دبدبې څخه په وېره کي وه، ځای ځای یې بغاوت، پاڅون او شر جوړولو ته لاس واچاوه، چي ددې پیښو څخه یې ځیني مشهوره په لاندي ډول دي:
1 : د قرمطیانو په نوم یوه لوټماره ډله چي مخکنیو عباسي واکمنانو له پښو غورځولې وه په عراق او شاوخوا سیمو کي یې بیا ځلي نفوذ وکړ او مکې ته د تلونکو حاجیانو لوی شمېر کاروانونه یې لوټ کړه.
2 : په شمالي افریقا او مصر کي د عبیدي شیعه کانو یوه ډله چي ځانونه یې د بي بي فاطمېؓ له اولادې څخه گڼل، یادي سیمي یې په زوره لاندي او هلته یې د لسګونو کلونو لپاره یو نوی موازي خلافت رامنځ ته کړ.
3 : په شمال لویدیځه اسلامي نړۍ کي د ختیځ روم سلطنت د مسلمانانو څخه د غچ اخیستني په پار د اسلامي نړۍ پولي لوټ او یوشمېر مسلمانان یې شهیدان کړه.
4 : په 317 زیږدیز کال کي د سلیمان په نوم کوم بې دینه شخص له یوشمېر کوڅه ډبو ملګرو سره د مکې مکرمې پر حرم برید وکړ او دومره بې حرمتي یې ترسره کړه چي د حاجیانو د ډله ییزي وژني ترڅنګ یې د حجر اسود ډبره هم ماته او د حرم شریف خزانې یې له ځان سره وتښتولې. دا ناوړه پېښه په اسلامي نړۍ کي له تاریخي پلوه هیڅ کله نه وه رامنځ ته سوې او مسلمانان یې سخت په وحشت کي واچول.
ذکر سویو او دې ورته نورو پیښو د مقتدر بالله واکمني په اسلامي نړۍ کي له ملاتړ څخه مکمله بې برخي کړه او په 320 هجري کي د نوموړي یو غلام مونس مظفر له وخت څخه په ګټي اخیستني او له خپلو ملګرو سره یوځای دده په وړاندي جګړه پیل کړه. خلیفه چي ددوی لښکر ولیدی د بغداد د یوشمېر قاریانو او علماوو په مرسته یې مخي ته راودانګل، خو دې هڅي کومه ګټه ونکړه او مونس وتوانېدی چي مقتدر بالله په ډېر بد مرګ سره ووژني. د مرګ پر وخت د مقتدر بالله عمر 36 کاله وو.