مستکفي بالله

د مسلمانانو واکمن او خليفه ابو القاسم عبدالله المستکفي بالله بن علي المتکفي بن احمد المعتضد بن طلحة الموفق بن جعفر المتوکل العباسي الهاشمي القرشي ( ۲۹۲-۳۳۸هـ ق ) چي په عامه توګه د مستکفي بالله په نوم یاديږي، په بغداد کي د بني عباس کورنۍ دوه ویشتم خلیفه وو.

مستکفي بالله
عبد الله المستكفي بالله (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۰۹۰۵ (Gregorian) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۰۹۴۹ (Gregorian) — ۰۹۵۰ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ژبې
دنده
ټوليز مالومات
عمومي مالومات

مستکفي بالله په ۲۹۲ هجري کال کي وزېږېدی، او په ۳۳۳ هجري سپوږمیز کي یې د مخکني عباسي واکمن متقي بالله تر پرځېدو وروسته واک په لاس کي واخیست.

واکمني او مړینه

سمول

مستکفي بالله د عباسي خلافت د مخکنیو مشرانو په څېر یو کاواکه خلیفه وو، چي د نفوذ ساحه یې نه یوازي تر عراق پوري تړلې وه، بلکي په دربار کي دننه یې هم چنداني سیاسي او فوځي واک نه درلود، او پریکړي ټولي د امیر الامراء په نوم چارواکي ترسره کولې. د نوموړي د واکمنۍ پر مهال له پارس څخه د دیلمیانو په نوم یوه شیعه ډله چي په ډېر لنډ وخت کي یې تر عراق او عباسي دربار پوري نفوذ غځولۍ وو، راپورته سوه او په پای کي یې مستکفي بالله تر یو لنډمهاله حکومت وروسته لمړئ له واکه لیري او بیا پسي ړوند کړ. تر ړندېدو وروسته نوموړی د معزالدوله دیلمي له لوري بندخوني ته واچول سو، او د خلافت چاري د دیلمیانو په خوښه نوي عباسي واکمن مطیع بالله ته وسپارل سوې. مستکفي بالله په یاده بندخونه کي نژدې څلور کاله زندان تېر کړ او په 338 هجري کي د 42 کلونو په عمر باندي وفات سو.