مستظهر بالله

د مسلمانانو واکمن او خليفه ابو العباس احمد المستظهر بالله بن عبدالله المقتدي بن محمد ذخيرة الدين بن عبدالله القائم بن احمد القادر بن اسحاق بن جعفر المقتدر العباسي الهاشمي القرشي ( 470 - 512 هـ / 1078 - 1118 ز) چي په عامه توګه د مستظهر بالله په نامه پېژندل کیږي، په بغداد کي د بني عباس کورنۍ اته ویشتم خلیفه وو. نوموړی په ۴۸۷ هجري سپوږمیز کي د خپل پلار تر مرګ وروسته د شپاړسو کلونو په عمر خلافت ته ورسېدی.

مستظهر بالله
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱ مې ۱۰۷۸ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۶ اگسټ ۱۱۱۸ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې ځای
ژبې
دنده
شاعرCaliph (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
دین

واکمني

سمول

د عباسي خلافت په تاریخ کي د مستظهر بالله واکمني د ډیرو خونړیو پیښو شاهده وه چي له هغو څخه مشهوره پیښي یې پر اسلامي نړۍ د صلیبي اروپایانو یرغل او دبیت المقدس پرځېدل، په ختیځه اسلامي نړۍ کي د باطنیانو په نامه د یو شر خوښوونکي سیاسي خوځښت منځته راتګ او په دننه خلافت کي د سلجوقي واکمنانو ترمنځ اختلافات بلل کیږي. سلجوقي واکمنان چي د مستظهر بالله تر واکمنۍ مخکي عباسي دربار ته راغلي وه په اسلامي نړۍ کي يې له افغانستان څخه نیولې بیا تر شام، حجاز او اناطولي پوري نفوذ غځولی وو، او ددې ترڅنګ یې هغه خلیفه ګان چي په بغداد کي تر مستظهر بالله مخکي د دیلمي شیعه واکمنانو له لوري تر سختي سیاسي او فوځي شکنجې لاندي وه هم ژغورلي وه. همدارنګه په لویدیځه اسلامي نړۍ کي د رومیانو په وړاندي جهاد ددغه ترک توکمه سلجوقیانو لویه لاسته راوړنه وه چي له امله یې په ټولو اسلامي هیوادونو کي د عباسي خلافت پخوانۍ دبدبه او برم بیا راژوندي سول.

د مستظهر بالله د خلافت پر مهال د سلجوق ترکانو یاد ټبر په بغداد کي د قدرت پر سر له یوبل سره جګړې پیل کړې او د څه کم دوو لسیزو کش مکش په پایله کي یې د عباسي خلافت پخوانئ برم بیرته له ځمکي وویشت. څرنګه چي د مستظهر بالله د ځواک سرچینه هم ددوی له واک څخه تامینېدل، ځکه خو هغه نسوای کولای ترڅو دوی له یو بل سره کښېنوي او په دې توګه عباسي خلافت د پرمختګ پر ځای له شاتګ سره مخ سو.

د سلجوقي مشرانو د پورتني کش مکش په ترڅ کي د بیت المقدس ترڅنګ د اناطولي هغه سیمي هم اروپایي صلیبیانو لاندي کړې، کوم چي څو کاله مخکي ددوی (سلجوقیانو) نیکونو فتحه کړي وې. صلیبیان د مسلمانانو له یادو اختلافاتو څخه په ګټي اخیستني دومره زړور سول چي د بیت المقدس په نیولو یې د هغه ځای 70000 مسلمانان شهیدان کړه او د شام په نورو ښارونو کي یې هم ورته غوبل ترسره کړ.

مړینه

سمول

مستظهر بالله د ۵۱۲ هجري سپوږمیز کال د ربیع الثاني د میاشتي په ۲۳ نیټه وفات سو. د نوموړي د خلافت موده نژدې 24 کاله او د مړیني پر وخت یې عمر 41 کاله وو.