مسترشد بالله

نهه ويشتم عباسي خليفه چې په بغداد کې له (۱۱۱۸-۱۱۳۵ زېږديز) واکمن وو

د مسلمانانو واکمن او خلیفه ابو منصور الفضل المسترشد بالله بن احمد المستظهر بن عبدالله المقتدی بن محمد ذخیرة الدین بن عبدالله القائم العباسي الهاشمي القرشي ( ۴۸۵هـ س، د ذوالقعد څلورمه -۵۲۹ هـ س/ ۱۰۹۲ د اګست ۳۰مه _ ۱۱۳۵ ز) چي په عامه توګه د مسترشد بالله په نامه پېژندل کیږي، په بغداد کي د عباسي کورنۍ ۲۹ م خلیفه وو.

ابو منصور فضل مسترشد
المسترشد بالله (عربي ) ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
اړوند
زېږونځای
ښاروندتوب
زېږون نېټه
۱ اپرېل ۱۰۹۲ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې نېټه
۲۹ اگسټ ۱۱۳۵ ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
مړينې ځای
Maragheh (en) ژباړلHamadan (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
مړينې لامل
stab wound (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ژبې
دنده
Caliph (en) ژباړل ددې ځانګړني سمول پر ویکي‌ډېټا
ټوليز مالومات
عمومي مالومات
وروڼه او خويندې
دین

مسترشد بالله په 16 ربیع الاخر ، 513 هجري کي د خپل پلار تر مړیني وروسته واک ته ورسېدی، او تر 529 هجري/ 1125 زیږدیز پوري یې خلافت ترسره کړ. [۱]

واکمني او مړینه

سمول

د مسترشد بالله خلافت په اسلامي نړۍ کي له کش مکش او کړکېچ څخه ډکه دوره وه. په یاده دوره کي ختیځه اسلامي نړۍ د باطنیانو په نوم یوې شرخوښي ډلي، لویدیځه اسلامي نړۍ او بیت المقدس د اروپایي صلیبیانو او خپله عباسي خلافت د سلجوقي ترکانو له خپل منځي اختلافاتو او شخړو څخه کړېدل. مسترشد بالله د سلجوقي مشرانو (سلطان مسعود او سلطان سنجر) پخپل منځي شخړو کي لمړئ د یو ناتوانه غړي رول لوباوه، خو کله چي یې په دربار کي نفوذ او ځواک ټینګ سو سمدستي یې د مسعود سلجوقي په وړاندي د جګړې سنګر ونیوی او د خلافت له مرکز څخه یې د نوموړي د لاس لنډولو په پار برید ورباندي وکړ.

سلطان مسعود د خلیفه د مخنیوي لپاره په متقابل یرغل باندي لاس پوري کړ او د یوې نښتي په ترڅ کي یې نوموړی ژوندئ ونیوی. تر نیولو وروسته مسترشد بالله د سلطان له لوري په یوه بندخونه کي وساتل سو، او مسعود غوښتنه وکړه چي دئ دي د پیسو په بدل کي بیرته ازاد او بغداد ته واستول سي، خو یاده پرېکړه لا نه وه ترسره سوې چي د باطینیانو یوې ډلي په پټه د خلیفه بندخوني ته ځان ورساوه او مسترشد بالله یې په 1135 زیږدیز کال کي وواژه. د مړیني پر وخت د خلیفه عمر 45 کاله وو او راتلونکي ځایناستۍ یې زوی (راشد بالله) وټاکل سو.

د اسلامي نړۍ تاریخ پوهان مسترشد بالله یو عادل، د ځانګړي دبدبې څښتن او د ملت په نبض پوه شخصیت ګڼي، او وایي چي ده به د پلازمیني بغداد په هاخوا د اسلامي نړۍ ډیري لیري قضیې حل او فصل کولې.

  1. السبكي. كتاب طبقات الشافعية. ص. 291-292