ستر جنرال محمد نبي عظیمي (زوکړه؟ - مړينه د ۱۳۹۹ ل ل کال د کب ۱۳، تاشکند)، (په انگرېزي: Mohammad Nabi Azeemi) په افغانستان کې د ببرک کارمل او ډاکتر محمد نجيب الله د واکمنيو پر مهال پوڅي افسر او جنرال وو.

محمد نبي عظيمي
محمد نبي عظيمي
محمد نبي عظيمي

مخينه

محمد نبي عظيمي په افغانستان کې د پرچمواکۍ پیر يو کيڼ اړخی پوځي جنرال وو چې وروسته ېې د برهان الدين رباني او احمد شاه مسعود سره ملگرتيا وکړه. هغه د ډاکتر نجیب اله د حکومت د دفاع مرستیال وزیر او د کابل گارنېزون بولندوی وو. نوموړی یو له هغو جنرالانو څخه وو چې پر ۱۳۷۱ ل ل (۱۹۹۲ ز) کال يې د ببرک کارمل په لارښوونه، د ولسمشر ډاکتر نجیب الله پرضد کودتاه کې لاس درلود او د پرچم ډلې له نورو ملگريو لکه محمود بریالي ، فريد احمد مزدک، عبدالوکيل، نجم الدین کاویاني، همدا راز جنرال عبدالرشيد دوستم سره يې یو ځای د ملگريو ملتو سازمان د سولې پلان له ناکامۍ سره مخ کړ. جنرال نبي عظیمی له خپلو نورو ملگريو سره په کارنده توگه مخکینی رژیم له منځه یووړ او د نظار شورا ډلو ته يې شونتیاوې برابرې کړې، چې واک و ځواک ته ورسیږي.

زده کړې

پوخي او سياسي دندې

دجمعيت او نظار شورا ملاتړ

جنرال نبي اعظمي د افغانستان د پخواني ولسمشر نجيب الله د واکمنۍ پر مهال د کابل گارنيزون بولندوی وو. کله چې نجيب الله د سولې د پلان له مخې جهادي ډلو ته په سوله ييزه توگه د ملگريو ملتونو له پلان سره سم له واک و ځواکه لاس واخيست، نو عظيمي ته ېې د کابل امنيت وسپاره. دا مهال هغه له خپلو نورو گوندي پرچمي جنرالانو سره د نظار شورا تر نامه لاندې احمد شا مسعود ته ډله جوړه کړه او هغه ېې د دفاع د وزير په توگه وهڅاوه چې د کابل شاوخوا ټول پوځي او حکومتي چارې تر خپل لاس لاندې راولي. دا مهال روسيې په پټه له برهان الدين رباني، احمد شا مسعود، عبدالله عبداله، قسيم فهيم، د احمد شاه مسعود نظار شورا او د دوستم له جنبش سره مرسته کوله. په پنجشېر کې د دوی ترمنڅ پټې لیدنې کتنې ترسره شوې.

نبي عظيمي، جنرال نورالحق علومي، جنرال آصف دلاور، جنرال باقر فرين، جنرال يار محمد، جنرال سيد اعظم سيد، جنرال عبدالرشيد دوستم، هغه پخواني روس پلوه جنرالان ول چې د ببرک کارمل په لارښوونه ېې د سولې پلان له ناکامۍ سره مخ کړ او هممهال يې د هغه مهال پر هېوادمشر نجيب الله کودتا ترسره کړه. دغو کسانو د خپلو ځاني او گوندي گټو لپاره په افغانستان کې د کورنۍ جگړې اور لا پسې تاوجن کړ. په پایله کې جهادي تنظيمونه واک و څواک ته ورسېدل. په پلازمېنه کابل او نور هېواد کې د جهادي ډلو ترمنڅ خپلمنځي جگړې پیل شوې، چې واک و څواک ته د تاليبانو د اسلامي غورځنگ تر رسېدو پورې يې دوام وکړ.

د يوټيوب له اړخه ځينې لاسونديزه ويډيوگانې .

يوټيوب کې د شمشاد ۱۹۶۵ په نوم چاينل څخه

د کرزي په حکومت کې گډېدل

سرچينې

اخځونه

  1. http://entezar14.blogfars.com/blog.html?page=comments&member=sapand&newsid=55082[مړه لينکونه]
  2. http://sporghay.com/index.php?option=com_content&view=article&id=1663:2010-03-01-23-06-20&catid=34:2010-01-31-16-17-42&Itemid=56

۳ https://www.bbc.com/persian/afghanistan-56269755