عبدالوکیل د ډاکتر نجیب الله د حکومت د بهرنیو چارو وزیر او د وطن گوند د مرکزي کومېټې د سیاسی بیرو غړی وو . دی د پرچم گوند یو له لویو او مخورو کسانو څخه وو. کله چې پر ۱۳۷۱ ل (۱۹۹۲ ز) کال یو شمېر جگپوړو گوندي او حکومتي چارواکو ، لکه د وطن گوند د مرکزي کومېټې د منشي مرستیال او د سیاسی بيرو غړی فرید احمد مزدک ، د وطن گوند د مرکزي گومېټې د سیاسي بیرو غړی محمود بریالي ، د وطن گوند د مرکزي کومېټې د سیاسی بیرو غړی نجم الدین کاویاني کودتاه کوله ، نو دی هم له دغو کودتاه چیانو سره ملگری وو. همدا راز یو شمېر نور چې دومره نامتو نه ول ، خو په کودتاه کې يې برخه درلوده لکه د وطن گوند د مرکزی کومېټې غړی شفیق الله توده يي ، ډاکتر ضمیر ، انجنیر نعمت ، ادینه سنگین اوځینې نور . په دغه کودتاه کې د دفاع وزیر مرستیال او د کابل گارنیزیون بولندوی ستر جنرال محمد نبي عظیمي ډېره کارنده برخه درلوده ، چې د دفاع وزارت ځینې نور جنرالان لکه ډگرجنرال نورالحق علومي ، جنرال اصف دلاور ، جنرال محمد عزیز حساس ، جنرال عبدالحق علومي هم ورسره ملگري ول . د عبدالوکیل او د ده ددغو دسیسه کوونکو ملگرو د کودتاه په پایله کې د ملگرو ملتو د سولې پروگرام ناکام شو. عبدالوکیل د نجیب الله د حکومت هغه لومړنی او لوی چارواکی وو ، چې له احمد شاه مسعود سره يې په پروان ولایت کې پټه لیدنه کتنه وکړه ، له هغه سره یې د ایتلاف تړون لاسلیک کړ ، او ژمنه یې ورته وکړه ، چې د ده راتگ ته چمتو دی . د نجیب الله پر ضد کودتاچیانو سره د امنیت وزارت مرستیالان یار محمد او باقر فرین ، د ځانگړي گارډ بولندوی سید اعظم سید هم ملگري ول.

عبدالوکيل

اخځونه

  1. http://www.payamewatan.com/Articles2/khorami=1.htm
  2. http://entezar14.blogfars.com/blog.html?page=comments&member=sapand&newsid=55082[مړه لينکونه]
  3. http://www.youtube.com/watch?v=CCqxXFw4Qww&feature=related
  4. http://sporghay.com/index.php?option=com_content&view=article&id=1663:2010-03-01-23-06-20&catid=34:2010-01-31-16-17-42&Itemid=56